
په ۹ کلنۍ کې واده وروسته د جنګېز خان له مېرمنې سره څه وشول؟او جنګېز خان څوک وو؟
که څه هم ده د ګڼو ښځو سره ودونه وکړل او ډېر اولادونه یې درلودل، خو د هغه لومړی واده هغه وخت وشو چې عمر یې یوازې ۹ کاله و. له دې هم جالبه دا چې همدا مېرمن یې وروسته وتښتول شوه، خو جنګېز خان وتوانېد چې بېرته یې خپل واک ته راولي.
جنګېز خان څوک وو؟
جنګېز خان یو له هغو نومیالیو پادشاهانو څخه و چې ژوند یې له لوړو ژورو ډک و.چې په ۹ کلنۍ کې واده وکړ.
د تاریخ تر ټولو جنجالي فاتح، ژوند، فتوحات او میراث
جنګېز خان یو بې ساری مغولي پادشاه
جنګېز خان نه یوازې د جګړو یو وتلی نوم و، بلکې د هغه شخصي ژوند هم له حیرانوونکو پېښو ډک و. ځینې نادرې پېښې چې د هغه شخصیت ته یې ژور تغییر ورکړ، د تاریخ برخه شوې دي.
جنګېز خان څنګه مړ شو؟
د مغولو دا ستر پاچا چې ټول عمر یې په جګړو کې تېر کړ، بې شمېره ښارونه یې وران کړل او ګڼ خلک یې قتل کړل. مګر د هغه د مرګ لامل څه و؟ جنګېز خان د اس له پاسه د لوېدو له کبله مړ شو.
د وینې تویېدنه
لکه څنګه چې مو وویل، د جنګېز خان ژوند له جګړو، قتلونو او وینو تویولو سره تړلی و. د هغه په واکمنۍ کې وینه تویېدنه نه درېده. آن خپل ناسکه ورور یې د ښکار پر مهال په غلطۍ وویشت، چې د هغه د مرګ سبب شو.
د چین اشغال ته هڅې
د جنګېز خان تر ټولو ستر ارمان دا و چې چین اشغال کړي. که څه هم هغه د ګڼو هېوادونو واک ترلاسه کړ، خو د خپلې سختې مبارزې سره سره ونه توانېد چین ونیسي. مګر د هغه لمسي، کوبيلای خان، دا ارمان پوره کړ او چین یې اشغال کړ.
د تاریخ تر ټولو ستر قاتل؟
جنګېز خان یو له هغو شخصیتونو څخه و چې بې رحمه فتحو یې نړۍ ته ویر ورکړ. هر ملک چې ده ته تسلیم نه شو، له منځه یې یووړ. په بخارا کې یې یو له ترټولو لویو قتل عامونو ترسره کړ، چیرې چې یې هیڅوک ژوندی پرېنښود.
د زامنو ترمنځ د واک ویش
جنګېز خان مخکې له مرګ څخه وېره درلوده چې هسې نه د هغه اولادونه به د تخت لپاره جګړه وکړي. همدا دلیل و چې ده لا د ژوند پر مهال خپلې فتح شوې سیمې د خپلو زامنو ترمنځ ووېشلې.
یو ستر جنرال که وحشي فاتح؟
که څه هم جنګېز خان د تاریخ یو وحشي قاتل بلل کېږي، بیا هم ځینې ترک نسل لرونکي خلک ورسره مینه لري. ځینې کسان هغه یو ستر جنرال بولي، خو حقیقت دا دی چې جنګېز خان د خپلو وړتیاوو څخه د وحشت په لار کې کار واخیست.
د چنګېز خان ماشومتوب او ځواني
چنګېز خان له ماشومتوبه له سختو ازموینو سره مخ و. پلار یې، یسوګای، د هغه د کوچنیوالي پر مهال ووژل شو، او دی له خپلې مور سره یواځې پاتې شو. د ژوند د بقا لپاره یې ډېرې سختۍ وزغملې، آن دې حد ته چې یو وخت یې د لوږې له وجې واښه هم خوړلي دي.
چنګېز خان او د قبایلو یووالی
د مغولو قبایل یو له بل سره دښمنان وو، خو چنګېز خان وتوانېد چې دا قبایل سره متحد کړي. د ده تر مشرتابه لاندې، مغول د نړۍ تر ټولو ځواکمنه جنګي قوه وګرځېده.
چنګېز خان او د فتوحاتو لړۍ
چنګېز خان د نړۍ یو له هغو فاتحانو څخه و چې د خپلو فتوحاتو له امله یې د تاریخ لوری بدل کړ. نوموړي دا مهمې سیمې فتح کړې:
چین: د جن سلطنت او د شیا سلطنت یې اشغال کړل.
منځنۍ آسیا: سمرقند، بخارا، او بلخ یې فتح کړل.
ایران او افغانستان: خوارزمشاهیان یې له منځه یووړل.
اروپا ته پرمختګ: د روسیې او ختیځې اروپا ځینې برخې یې ونیولې.