په یو ډز دوه قتله ناول ته لڼډه کتنه

دغه ناول د محمد ادریس ساحل ساپی دی.

د دغه ناول مرکزي کرکټر :  یاسین، او فرعی کرکټران. زاهد، مسلم، او نوید دی. او متخاصم کرکتر بیا پکی طالب دی چی ډز یی کړی.

د کرکټر جسمی اړخ:  (د یاسین جسمی اړخ: متوسط قد کم وزن تور ویښتان سپین کالی …)

د کرکتر ټولنیز اړخ: (یاسین له خپلو ملگرو سره په موټر کی د چکر لپاره د شیگل په طرف روان شو)

د کرکتر روانی اړخ: ( یاسین لیونۍ نه و، سم فعال هلک و،له خپل ملگری زاهد سره ډیر په ښو اخلاقو چلند کاوه)

د کرکترونو د ډولونو له مخې:  د دغه ناول کرکترونه وار په وار پیچلی کیژی. لکه: اول واده په منځ کی زخمی کیدل او په آخر کی مړ کیدل.

د دغه ناول زاویه:

دغه ناول د دریم شخص له زاویی څخه لیکل شوي. او د {هغه، او هغوی} له ضمیرونو په کار اخیستنه سره کیسه بیانوی.

په دغه ناول کې راوی یا لیکوال د ټولو کرکټرونو باطنی او خارجی دنیا څخه خبری کولی شی.

بیلگه: دوه نیمې بجې وې یاسین عبید ته وایی اخترمحمد ته ووایه چې چکر ته ځو هیڅوک هم نه ځي خو یاسین یو یو راضی کوي او خپل اجل پسې روان دی نوید ورته وایی زاهد ځان سره مه بیایه موټر ټیټ دی خو یاسین هغه هم ځان سره روان کړو.  مشر ورور یی د موټر کلی هم ترینه پټه کړه ورته وایی هغه نوید سره ده هغه نوید پسې لاړلو بیرته راغلا کیلۍ هم واخیسته ټول وایی کونړ ته ځو خو یاسین یی نه مني وایی شیگل ته ځو بس دوه نیمې بجې روان شول کله چې تر کرهالې واوښتل د تیلو پمپ ته ورتاو شول.

پلاټ:

په دغه ناول کې پلاټ دا دی:

د کیسی د ډولونو له مخی:  د دغه ناول پلاټ پیچلی دي. ځکه اصلی پیښو ته نورې فرعی پیښې هم ورگډی شوی دي. او مرکزی کیسه او پیښه نوره هم پرې پیچلی شوې ده.

بیلگه: د سرک په منځ پینځه طالبان روان دی. خو د قسمت فیصلې گوره د موټر د عقب شیشه د یوه طالب په څنګله ولگیده یاسین د موټر د ودرولو هڅه وکړه خو بل طالب گونډه ماته کړه کیناست  او په موټر یی ډز وکړ خبره دلته د حیرانتیا!!!! دسرک په منځ روان یم نو ټوپک هم راسره دی او لټ دې وهلی څه اړتیا ده ټوپک د ولې ندی لاک کړي دا یو تعجب دی ولې دې په موټر ډز وکړ سمه ده موټر ووهلې موټر پسی منډه کړه که د تیښتی هڅه یی وکړه نو د موټر ټیرونه ووله هوایی ډزې پرې وکړه مخکې پوستې ته خبر ورکړه یا پسی ورشه پیدا یی کړه. په دغه بیلگه کې اصلی کسیه دا ده: (طالب په ګونډه شو او ډز یی

وکړ په موټر باندی) نو دا کیسه ده. او پلاټ پکې دا دی: (خو طالب ګونډه ماته کړه کیناست او په موټر یی دز وکړ) دا پلاټ شو.

او دغه ناول جنایی ناول دی. ځکه یو کس قتل کړی او د محکمی لخوا مجرم ګڼل کیږی.

منظرکشۍ:

دمنظرکشۍ له مخې یی لڼډه کتنه: صحنه پکی داده چی موټر څنګه ودرول شو کسان څنګه وویشتل شول سه ډول وو. د صحنو یا منظرو د ډولونو له مخی دغه ناول ټولنیز دی ځکه کور کلی سیمه او هره صحنه پکی بیان شوی دی.

دمنظرکشۍ د ډولونو له مخې: دغه ناول متحرک دی. بیلګه یی: (په موټر کی یی حرکت وکړلو مخ په شیگل)

د منظرکشی د حواسو له مخې: دغه ناول 《شامعه》 ناول دي.

تلوسه:

د تلوسی له مخې یی لڼډه کتنه: د دغه ناول پیل او تلوسه: په پیل کی یی تلوسه داده:بیلگه:  د مسلم د واده خبره ناڅاپه ډنډوره شوه، راتلونکی چهارشنبه به واده وي؛ دا خبره په بیړه خپره شوه او هر چا د ثواب په نیت تر ټولو ورسوله، خو خبره مخکي خپره شوی وه کله چی دوی واده پسی لاړل د مسلم خسر لږ وخت وغوښت نن واده دی سبا واده دی په همدغه خیله شپی او ورځې تیریدی او یو څو ورځی او شپی وروسته واده پیل شو. دغه د ناول پیل دی له واده نه پیل شو. او د تلوسی غوټه په لژ اندازه پیچلې شوی ده

د دغه ناول منځ او تلوسه: په منځ کی یی تلوسه داده: بیلگه: طالبانو لټونه وهلی وایی مخکی رانشی حامدالله غږ کړ راشی ونیسی ذبیح الله ورورسید مجرم یی ونیولو حامدالله او ذبیح الله مجرم نیولی او نورو خلکو سوکان او څپړی ورته نیولی دی نور طالبان مجرم ته د تیښتی لاره پیدا کوی ترڅو یی وباسی خو کومه لاره نه وه خلکو مجرم موټر کی کینولو او کومندانی ته یی د بوولو هڅه کوی خو طالبان په سرک ولاړ دی او موټر نه پریږدی  د کلی خلک ټول د یاسین دغو په خوا دی او طالبان ملامت گڼی.

د دغه ناول پای او تلوسه: په پای کی یی تلوسه داده:

په سبا ورځ د سی شنبی مازدیگر وخت والی راغلو او ویی ویل: موږ شل کاله د دی لپاره مبارزه کړی چی عدل راشی اوس ستاسو خوشه ده قاتل ته بښنه کوي او که شرعی محکمه غواړی. والی هم لاړ ورځې تیریدی قاتل منلی وه چی ډز یی کړیاو کسان یی ویشتلی خو ویل یی چی ده ټیرونه ویشتلاو په خطا کی موټر ترینه ولګیدلو و قاتل ننګرهار ته انتقال شو نظامی محکمه به پریکړه وکړي. د جمعی ورځ یولس بجی د یاسین سره یو ځای لګیدلی ملگری چی دی یاسین سره به یو ځای گرځیده یو ځای به بازار او دوکانو ته تلل یو ځای به سره ناست وو. د ژورو ټپو له امله په اسلام آباد کی ساه ورکړی وه د شنبی په ناوخته یی راورسولو خو با هم تری وینه روانه وه د شپی روغتون کی و. او سهار یی کور ته راوړو نهه بجی یی جنازه تر سره شوه عالم په خپله وینا کی وویل: ولس ډیر ځوریدلی دی دا جنازه ددی ګواهی ورکوی چی ولس قاتل ته سخته سزا غواړی. دا هم کوچنی جنازه نه وه، دی جنازی ته هم بی شمیره خلگ راغلی وو ورور یی په فیسبوک کی لیکلﺉ وه که حکومت  دشریعت په رڼا کی قاتل ته سزا ور نه کړی نو دوی به د حکومت خلاف ملی پاڅون وکړی.

ډيالوګ:

د ډیالوګ له مخی یی کرکتنه: ډیالوګ د دغه ناول د اصلی او فرعی کرکټرونو تر منځ خبرو اترو ته ویل کیژی.

 

د ناول کره کتونکی: هدایت الله احمدی

دبریا په هیله

ومن الله توفیق

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ