په ټولنه کې د ځوانۍ اهميت

ليكنه: د- وهبة الزهيلي
ژباړه: ع-ن-مرستيال كندهار.

ځوانان د داسې لوړې رتبې يانې ځوانۍ څخه پوره ګټه لاسته راوړي، په کور، خاندان، مدرسه، پوهنتون او چاپېريال کې د هغوى چابکوالي ښه تره ښکاره وي، د امت په ټولنيزو چارو کې هم د هغوى يادونه کيږي او لوړه درجه روزنه دوى ته ميسر کيږي.
د دې خبرې د لا روښانتيا له پاره موږ دلته څو ټکي په ګوته کوو چې نور هم دا مضمون ښه تره واضح شي:

لومړى ټکى:

د انسان په ژوند کې د ځوانۍ عمر تر ټولو بهترين عمر دى، په دې عمر کې رانيول او خرڅول، نکاح او له نورو ټولو معاملو سره واسطه پيدا کيږي، دا سلسله د بلوغ څخه پيل تر (٣٠) کلونو پورې دوام کوي.
د ځوانانو په څېړنه کې امام نووي- رحمه الله- د مسلم په شرح کې داسې وينا هم ليکلې ده: (شباب په لغت کې د شب کليمې اړوند ده چې د ځواک او طاقت پر مانا دلالت کوي، د نشاط، حرکت، ښوالى او لوړوالي مانا هم ترې اخيستلاى شو، د ډېروالي او کموالي په مانا هم راځي چې هغه داسې: الشباب، و الشبان او الشبيبة).

دوهم ټکي:

ځواني د انسان په عمر کې د بهار موسم دي، د وړکتوب دوره خو د ځوانۍ له پاره د اولويات څخه ده. کله چې انسان غټيږي دا موسم هم له مينځه ځي؛ نو هم دا ځواني د انسان اصلي موخه او انتهاء ده، هم دغه دوره د راتلونکي د روښانه کولو له پاره ده، دې مرحلې ته په رسېدو سره انسان ته خپل احساس کيږي، د ده د ځوانۍ ګل اوس وغوړيد، کمال ته ورسېد او د ده د ژوند له پاره پناه جوړه شوه. په ټولنه کې ځوانان د ټولنو ارمان جوړ شي، د ډېر عمر او زاړه خلک هغوى ته په مينه سره ګوري، هغوى دا خيال کوي چې په تېره کې دغه ښه سيرت لرونکي ځوانان د ورک شوي ميراث وارثان او د حسرت وړ دي.
دغه ځوانان کله چې د ځوانۍ عمر تېر کړي او پاخه عمر ته ننوزي؛ نو د تېرې شوې ځوانۍ په ياد نغمه وايي، زړه يې ريږدي، بيا-بيا دغه نغمه وايي لکه يو شاعر چې ويلي دي:
الاليت الشباب يعود يوما
فاخبره بما فعل المشيب
واى! کشکې ځواني يو ورځ بيرته راتلاى، بيا ما هغې ته د زوړوالي خبر ښودلى واى

درېيم ټکى:

ځوان د طاقت، يوازني ژوند، متحرکو کړنو، د هر وخت حريص-چې مشکلات له مينځ وړي- څخه ګټه پورته کوي، هم دا ډول ځوانان-د تر او تازګۍ مجموعه-انسانيت ته ښکلا بخښي، په هغه کې خوښي او ځلا پيدا کوي، اميدواري، شجاعت او نيکبختي پيدا کوي.

څلورم ټکى:

د موجوده زمانې په ځينو بېلګو کې ځواني د يو مثل په توګه پېژندل کيږي او په راتلونکي کې د دې ځوانانو څخه اميدونه کيږي، دوى د امت د ځواک ستنې دي، د حکومت او سلطنت له پاره ګلان دي، د وطن له پاره ذخيره دي؛ د دوى په رګونو کې ګرم او تازه طاقت او وينه ځغلي-راځغلي، د اوسنۍ زمانې د ديوالونه تاداب پر دوى ايښودل کيږي او لوړې-لوړې ماڼۍ پرې تعميريږي. د دوى روښانه فکر د معارف درجو ته ترقي ورکوي او نوي-نوي نوښتونه پر وجود راولي، د دوى پرکارنامو د ښکاره اميدونه څيړنه موقوف ده.
په تاريخ کې دا خبره ثابته ده چې امت ته د اصلاح په بلنه، ازادي، انقلابونو او د ظالمانو او سرکښو سره جګړه کول د هم دوى په لاسونو سره انجام شوي، د دعوت او اصلاح کوونکو سره يو ځاى دا صف په اول قدم کې شامل وو؛ د نبي، رسول، مفکر او مربي سره يو ځاى کېدل. هم دا ځوانان د ډيوې بلولو والا، د ټينګو بنسټونو ايښودلو والا، د ژوند په بهترينو انځرونو کې قايم پاتې کېدو والا، د سيرت تاريخ اوړولو والا او په مجموع کې د انسانيت د ستنو پورته کولو والا دي چې د هغوى په وينه کې د انقلاب روح ځغلي.

پنځم ټکى:

دا ځوانان په ريښتينو جذبو کې ښکيل دي، د دوى په غوښتنو کې، شا-وخوا ټينګښت ګډ دى، د ځوانۍ په زمانه کې د هغوى په عقل او فکر کې داسې خويونه ښکاره کيږي چې دوى له نورو څخه پرې ممتازيږي، د بيلګې په توګه ښکاره مينه، د خپل ځان د ثابتولو هڅې، تکبر، د سرکښۍ غلبه، د تقليد مخالفت، په خويونو او ادابو کې د مخالفت خوا ته ميلان، د ټولنيزو مراتبو خوا ته د نقل او حرکت څخه د تېښتې هڅې او هاند، د لوبو مينه،د پايلې څخه بې پروايي، د نه منلو خيال، د حکم څخه سر غړونه، ډيرې خبرې کول او د زکلولو خوى.
د دې بر عکس په بعضو ځوانانو کې عمده خويونه لکه: ايثار او قرباني، د موخو له پاره فداء کېدل او د ديني کارونه له پاره د ځان هېرول او داسې نور…شامل دي.

اصلاح انلاین

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب