په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د نړۍ ځيني مهمې پېښې

په ٢٠٠٤ م کال کې ځينو پېښو ته ځغلنده کتنه

پوهيږو چې د تاريخ په اوږدو کښي هر کال  ډير څه نوي پيښيږي ، ډير څه منځ ته راځي او ډير څه د منځ ځي.په ٢٠٠٤ کال کښي هم ډير څه  پېښ شوي دي چې د ټولو يادونه به يې ګرانه وي. خوځينو مهمو ته يې په لنډه توګه اشاره کوو:

  • د جنورۍ په مياشت کښي د مارس اکسپريس په نوم اروپاي فضايي بيړۍ د لومړي ځل لپاره د  مارس په سياره کښي د اوبو د شته والي خبر ورکړ. دغه اوبه د يخ په څېر د مارس په جنوبي برخه  کښي کشف شوي .  په دې خبره پوهانو، ډېره خوښي ښکاره کړي او ويلي : څنګه چې اوبه د ژوند لپاره اړيني دي نو  په دې کشف سره دا امکان  شته چې په مارس کښي هم يو وخت ژوند پيل  شي.

 

  •  د فبرورۍ په مياشت کښي په مراکش کښي زوره وره زلزله وشوه  چې په هغې کښي ٦٠٠ کسانوخپل  ژوند د لاسه ورکړي و. دا زلزله د ايمزورن په ښار کښي ترنورو ښارونو شديده وه چې ډير کورونه او ودانۍ يې د منځه يو وړې. د زلزلې شدت د رختر شپږ درجې ښودل شوي و.

 

  • د مارچ په ١١ نېټه د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کښي د هغه ښار تر ټولو لويه چاودنه وشوه چې ١٩٩ کسان په کښي مړه او ١٥٠٠ په کښي ژوبل شول. دغه چاودنې د مادريد په لسو اورګاډو کښي وشوې چې د ترورزم په  هکله انديښنې يې نه يواځې په هسپانيه بلکې په ټولې اروپا کښي لانوري هم زياتې کړي.  د دې چاودنو سره سم  ١١ مليونو هسپانويانو مظا هره وکړه چې د هسپانيې په تاريخ کښي تر ټولو لويه  وه.

 

your ads

  • د اپرېل په مياشت کښي د عراق دفلوجې په ښار کښي څلور امرېکايې پوځيان په يو موټر کښي وه وژل شول او بيا مړه وسوزول شول. په دغو څلورو کسانو کښي درې دبحري  ځواکونو د ځانګړي کنډک غړي و او څلورم يې د مځکنيو ځواکونو پخوانې کماندو  و. د دوي وژنې په تلويزيونونو کښي وښوول شوي او په نړۍ کښي پري ډير بحثونه پيل شول.
  • د مې په مياشت کښي ١١٤ کلنه هالنډۍ ښځه چې ايګليشيه جورډن نوميده ، د عمر له پلوه  د نړۍ تر ټولوزوړ او مشر انسان وبلل شو.
  • د جون په مياشت کښي د امرېکي پخوانې ولسمشر رونالد ريګن د ٩٣ کالو په عمر ومړ. ريګن د  ١٩٨١ کال نه تر ١٩٨٩ کاله  د متحده ايالاتونو څلويښتم ولسمشر و.
  • دجولاي په ١٧ نېټه  د هند په يوه  ښاري  ښوونځې کښي اور لږيدلي و چې ٨٧ ماشومان په کښي مړه شوي و. ددغو ماشومانوعمر د شپږو او ديارلسو کالو په  منځ کښي و.
  • د اګست په ١٣ نېټه د اتن په ښارکښي داولمپيک نړيوالي  لوبي پيل شوي او په ٢٩ نېټه پاي  ته ورسيدلي.
  • د سپتمبر په لومړۍ نېټه د روسيې په  جنوبي ښار بيسلان کښي يو ښوونځې د لسګونو ساعتونو لپاره د چيچن ديو شمېر بېلتون غوښتونکو له خوا يرغمل ونيول شو او د يوي پوځي مخامختيا په ترڅ کښي ٣٣٤ تنه ووژل شول چې ډيري يې ماشومان و.
  • داکتوبر په ٩ نېټه په افغانستان کښي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ  ټولټاکنې د خلکو په پراخ ګډون او بې مثاله شور او زوږ سره تر سره شوي. په ټولټاکنو کښي د افغان ښځوپراخ ګډون د ځانګړي يادونې وړ دي. د نومبر په درېمه نېټه د راي شمېرنې کميسيون په رسمې توګه اعلان وکړ چې د ټولو رايو پنځه پنځوس عشاريه څلور سلنې حامد کرزي ګټلي. او د اساسي قانون له مخې د هيواد جمهورريس بلل کيږي.
  •  د نومبر په ٢ نيټه  د هالنډ په امستردام کښي هالنډی فلم جوړونکې تېيو فان ګوګ په رڼا ورځ  په  ګوليو وويشتل شو ، اود دې لپاره  چې هغه  ژوندې پاتې نه شي نو وژونکي هغه څو ځايه په چاړه هم  وواهه . پوليسو وژونکی چې محمد ب نوم لري و نيوه. محمد ب  يو مراکشی  مسلمان ځوان دي چې په هالنډ کښي زېږيدلی   عمريې ٢٦ کاله دی او هالنډي او مراکشي  تابعيت لري.  محمد ب د تېيو فان ګوګ د وژلو سبب اسلام ته  سپکاوي  او په يوه فلم کښي د يوې نجلۍ پر لڅ بدن باندي  د قرآن دآيتونو ليکل ښودلي و . ددې پيښې سره سم په ټول هالنډ کښي د تروريزم سيورې خپور شواو په هالنډ کښي د اوسيدونکو مسلمانانو او هالنډيانو تر منځ د بې باوري فضا را منځ ته شوه.
  • د نومبر په ١١ نېټه  د فرانسې د پاريس د نظامی روغتون وياند اعلان وکړ چه د فلسطين ملی مشر  ياسر عرفات د سهار په درو نيم بجو وفات شوچې عمر يی ٧٥ کاله و.
  • د نومبر په ١٢ نېټه د افغانستان د پوهې او ادب ځلانده ستورې  فاضل استاد علامه پوهاند رشاد د کابل په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپله سپيڅلې اروا لوي خالق ته وسپارله .
  • د دسمبر په ٢٦ نېټه د هندد سمندرپه اوبو کښي  يوه سخته زلزلې پېښه شوه چې ټکانونه يې تر افريقا هم ورسيدل. خو زيات شدت يې په آسيايې برخه کښي و. د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې تر اوسه په  شپږوساحلي هيوادونو کې نژدې ٨٠٠٠٠ کسان مړه شوي  اودغه  شمېره ورځ په ورځه ډېريږي. دغه زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې زياتې ويجاړۍ پېښي کړي او ستر انساني ناورېن  يې را منځ ته کړى دى .

کوچۍ  ( هالنډ )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب