په نوکانو د رنګ لګولو سره اودس کیږی؟

سوال :- یونوی رسم دښځوداهم ده چی په نوکانورنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
ځواب :-په اودس اوغسل کی داضروری ده چی نوکانوته اوبه ورسیږی که چیری داسی یومانع موجودشی چی نوکانوته اوبه نشی رسیدلای نواودس نه کیږی دنــــوکانـــورنــــګ هم داســی ده چی نوکانوته اوبه نه پریږدی لهذا علمأووپه دی فــــتوی کــړی ده چی دنوکانو درنګ سره اودس نه کیږی اود دی اصل دی علمګیری لاندی الفاظ دی اولذق باصل ظفره طین یابس اورطب لم یجز علمګیری ج .

که په اصل دنوکانو پوری وچې یالندې خټی نښتې وی نواودس نه کیږی . بالاخیره دی نوکانو رنـګ لــــګولوسره اودس نـــــه کیږی که چیرې دارنـــګ لګیدلی وی نوضروری ده چی داودس کولوپه وخت يي وګروی (لری)کړی ځکه چی داډیرخطرناک عمـــــل ده مســـلمانانوته پکارده چی خپل اهـــل او عیال دداسی اعمالونه رابندکړی کنه مسئولیت به يي دی ټولوپه غاړه وی حضرت نبی کریم ﷺ فرمايي کلکم راعی وکلکم مــسئول عن رعیتیه یعنــــی هریودتاسونګهبان ده اوهریودتاسومسئول ده له خپل رعیته یعنی اهــــــل اوعیال نه.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب