په نبوي سنتو کې علمي اعجاز
ډېرو شکاکیانو د الله جل جلاله د ستر نبي محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت او نبوت کې شکونه او اندیښنې ښکاره کړي دي دا لړۍ د پخوا په نسبت نن سبا ډېره ګړندی ده، د استشراق د مکتب سرلاري او پلویان هر وخت په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثو او سنتو کې مختلف شکونه او شبهات رامنځته کوي، د دې شکونو په وړاندي د امت علماو ډېر کار کړی دی چې هغه په ټولیزه توګه دوه ډوله ده یو دفاعي کار دي او د معلومو شکونو او نیوکو له پاره ځوابونه دي او دویم اساسي کار دی او هغه په علمي او ساینټفیک توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو ثابتولو او واضح کول دي. زه پخپله دې لیکنه کې وروستی کار کوم او هغه په علمي توګه د نبوي سنتو اثبات او روښانه کول دي.
په دې لړ کې د امت علماو په مختلفو برخو کې لوی کارونه کړي دي زه دلته د هغوی له ګڼ شمیر څیړنو غورچاڼ کوم او په ځانګړې توګه هغه موضوعات را اخلم چې یو خو په علمي توګه شنل شوي او څیړل شوي وي او بل لور ته هغه موضوعات اوس په مسلمانو ټولنو کې بحث او تشریح ته ځانګړې اړتیا لري ځکه هغه ګناهونه اوس په خلکو کې ډېر لیدل کیږي، نو په دې توګه به مو دوه ګټې ترلاسه کړې وي یو د نبوي سنتو علمي څیړنه او اثبات او بل هغه موضوعات راسپړل چې نن د ارشاد او دعوت له پلوه زموږ د ټولنې اړتیا ده. ومنه التوفيق والسداد.
په پیل کې باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم علمي شخصیت تر غور لاندې ونیسو، د ده په زمانه کې په ټولیزه توګه اخلاقو او مختلفو کړنو ته د خلکو لید څنګه و او ده څه وکړل؟ ده د خپل قوم او چاپیریال د مختلفو عاداتو او ګڼ شمیر ګروهو او معتقداتو مخالفت وکړ ټول خلک په یوه روان وو ده بله لاره، نوي عادات او نوې ګروهې او معتقدات ورته بیان او تشریح کړل، او ده څنګه خلک په نویو عاداتو او نویو ګروهو باندې قانع کړل؟،د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هیڅوک د شرابو په تاوان او ضرر نه پوهیدل، داراز د تبني بدوالی، زنا، جنسي شذوذ، غوسې او نورو ګڼ شمیر بدو خویونو په تاوان او ټولنیزو تباهيو هغه مهال څوک نه پوهیدل، دا کارونه هغه مهال عادي کارونه وو په ټولنه کې چا بد او ناسم نه بلل خو ده د دې ګڼ شمیر خویونو او عاداتو سخت مخالفت وکړ، دا کارونه یې حرام، سپک او لویې بد اخلاقۍ وبللې او په مقابل کې یې طبعاً قوم سخت مخالفت وکړ او خپل او پردي یې ټول د میرڅمن په کتار کې ودریدل.
که چرته رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل دعوت کې دروغژن وی نعوذ بالله، اصلاح، د خلکو خیر غوښتنه او د الله پیغام رسول یې موخه نه وی، شهرت، شتمني او واک او ځواک ترلاسه کول یې هدف وی بیا خو په کار وو چې د دې کارونو د مخالفت پر ځای یې هغوی دې ته هڅولي او تشجیع کړي وی، نو د قوم د دښمني په ځای به یې د هغوی مینه او ملاتړ ترلاسه کړی و، خو ده په اصطلاح د دنیا د دې معقول او مؤثر سیاسي چلند او لوی اصل مخالفت ولې وکړ؟ ځکه دی الله پوه کړی و او وحي یې ورته کړې وه چې د قوم روان ژوند ناسم او کوږ ده، دوی له دې ناسمې او کږې لارې سمې لارې (صراط مستقیم) ته راوبوله، الله بنده ګانو ته ښه او خیر خوښوي، او غواړي له بدو او شر نه یې راوګرځوي. اوس راځو ځیني هغه عادات او کړنې را اخلو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل قوم ورنه منعه کړی و او امر یې کړی و چې د ده منونکي او لارویان دي دا کارونه نه کوي.
لیکوال: حامد افغان