په مېتابولېزم کې د عضوي مرکباتو رول

 

د خوراکي توکو عمده برخې چې د انسان او حيواناتو په واسطه په مصرف رسېږي. کاربوهايدريتونه، پروټينونه او شحمونه دي چې زېرمه شوې کيمياوي انرژي لري. د ژونديو موجواتو په حجرو کې د عضوي توکو د بدلون په واسطه پېچلي توکي په ساده توکو او کيمياوي انرژي د انرژۍ پر نورو بڼو؛ لکه: مېخانيکي او حرارتي انرژۍ باندې بدلېږي. يا داچې د کيمياوي جوړښتونو ډولونه منځ ته راوړي چې انرژي يې د اتومونو په منځ کې زېرمه کېږي. همدارنګه په ژونديو حجرو کې انزايمونه شتون لري چې له يو حالت څخه بل حالت ته د انرژۍ په بدلون کې مهم رول لري.

په حجره کې د عضوي موادو مختلف ډولونه لکه کاربوهايدريتونه، پروټينونه، شحمونه، هستوي تيزابونه او نور شته، چې يوه برخه يې د حجرې د جوړښت په پوره کولو کې کارول کېږي. ځينې يې د حجرې د دندو د سرته رسولو لپاره انرژي برابروي او ځينې د حجرې داخلي ميتابوليزم تنظيموي. په حجرو کې توليد شوې انرژي د دوه حياتي مقصدونو لپاره کارول کېږي، يو يې د تولد او تکثر په وخت کې د نوو حجرو د تعمير لپاره او بله برخه يې د حجرو د حياتي فعاليتونو او حرکت لپاره کارول کېږي.

حجرې په عمومي صورت سره انرژي د ميتابوليزم د وړاندې تګ لپاره چې تعميري او تخريبي عمليې لري په کار وړي. هره حجره زيات انرژيتيکي تغيرونه او بدلونونه سرته رسوي. چې ځينې وختونه انرژي ذخيره کېږي او برعکس ځينې وختونه انرژي ازادوي. د انرژۍ د زېرمه کېدو يا ازادېدو اندازه توپير لري. حجرې د خپلو ځينو فعاليتونو د سرته رسولو لپاره په ډېر کم مقدار انرژي خو چټک ازادېدو ته ضرورت لري. همدارنګه په ځينو فعاليتونو کې د زيات مقدار انرژي د ازادېدلو لپاره ډېر وخت ته اړتيا وي.

حجره بايد په کيمياوي ډول د انرژۍ د زياتې اندازې ځايېدنه )ګنجايش( ولري ترڅو وکولی شي د اړتيا په وخت کې يې ولګوي. حجرې خپله کيمياوي انرژي د کاربوهايدريتونو، پروټينونو او شحمونونو په بڼه ذخيره کوي چې د اړتيا په وخت کې په ذکر شوو موادو کې ذخيره شوې انرژي د کتابوليزم د عمليې په واسطه په ساده موادو؛ لکه: ځلوکوز يا نورو ساده موادو باندې تبديلېږي چې د هغې څخه په اسانۍ انرژي ازادیږي.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ