په موټر کې د استفراق او سرچرخي ناروغي او درملنه
دي ناروغي ته په انګليسي موشن ناروغي (motion sickness) وايي په عمومي ډول د سوارلي په موټر کي په طياره کي کشتي کی د درياب د سپو په مقابل کي پيداکيږي د ټولني ديرش فيصده خلګ ددي مشکل سره مخ کيږي
د انسان د حرکتو کنترولونکی مرکز عصاب دي , عصابو ته د حرکت په ارتباط د دري ځايو څخه په همږغي سره سيګنالونه راځي لکه سترګي غوږونه د وجود بعضي نسجونه دي چي په عادي حرکتو کي په همږغي سره عصابو ته يو رقم سيگنال ورکوي مثال لکه په قدم وهلو کي …
اما کله چي تاسي موټر کي يا طياره کي سپاره سي د سیگنالو تر منځ همږغي نه وي موجود سترګي د حرکت سيگنال ورکوي غوږ د ولاړ سیگنال ورکوي همدغه ګډوډ سیگنالونه د انسان د سرچرخي او استفراق (خواگرځي) سبب وگرځي
دا ناروغي مرگوني نده اما انسان ځورونکي ناروغي ده د حل لاره سته د مسافري پر وخت لاندي لارښوونه عملي
* د سوارلي په موټر يا طياره کي داسي ځاي کښيني چي تا سي ته د حرکت جهت (طرف) معلوم سي او جهت درسره تعقيب کړي
* په موټر کښي کوښښ وکړي د مخ په چوکي کي کښيني چي لاره او جهت په خپل سترگو وويني
* په طياره کي د کړکي خواته کښيني تر کړکي د منظري کتلو ته ادامه ورکړي
* په طياره کښي کوښښ وکړي د وزر سره په نژدي چوکي کي کښيني ځکه وزر نسبت نورو برخوته ډير حرکت نلري تکان نه درکوي
* دسوارلي په موټر کي متوجي اوسي داسي چوکي بايد انتخاب نکړي چي د حرکت جهت يوي خواته وي او ستا مخ بلي خواته وي
دواګاني هم لري مؤثري دي بايد د ډاکتر په مشوره استعمال سي چي يو ښه مثال يي د دوا درته ليکم
ډيمين هايدرينيټ (dimenhydrinate) چي ډرامامين (dramamine) هم ورته وايي مؤثره دوا ده د پنځوس (50mg) او سل (100mg) ملي ګرامه په اندازه ټابليتونه لري د حامله ښځي لپاره هم استفاده کيداسي ځکه د بي(B) ګروپ څخه دي
ټابلیت که د غذا سره و خوړل سي که بيله غذا مشکل نسته
د بالغ انسان لپاره په هر شپږ(4-6) ساعته کي يوه ګولي استعمال کولاي سي په ورځ کي تر دري ځلي اضافه بايد استعمال نسي
د ماشومانو لپاره چی عمر يي د 2-6 تر منځ وي نيمه ګولي (25-12,5mg) استفاده کولاسي
په لاندي حالتو کي بيايد نسي استعمال لکه تر دوه کالو کوچني اطفال د پښتورګي او ينه (جيګر) شديد مشکلات ولري ماشوم ته تي ورکونکي مير من …
پورته ليکنه که چيري په پوره غور سره ووياست ددي مشکل لپاره فکر نه کوم چي ډاکتر ته د تګ ضرورت پيداسي مـــــــــــــــــــــننه
لیکنه: داکتر عبدالصمد نظری