په ماشوماتوب كې غلا؟

پوښتنه:

که چا په کوچینوالي کې له چا څخه څه شی لکه ساعت او یا موبایل غلا کړي وي او اوس چې لوی (بالغ ) شوی د غلا شوي جنس صاحب نشي پیدا کولی. (د ما ل څښتن/مالک په بل ملک یا په بل ولایت کې وي د شریعت له نظره څه حکم لري؟
مهرباني وکړئ واضح یې کړئ .

ځواب:

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور

قدرمنه وروره! وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
روغیتا او خوشحالی موغواړم
ستا د نیک احساس یو نړی مننه
ستا د پوښتنې به ځواب که به ووایم چی ته لمړی کوښښ وکړه چی هغه سړی پیدا کړی او غلا شوی شی ورکړی ځکه د بنده حق خوړل هیځکله جواز نلری او که دا کار مشکل وی نو بیا په یو خیریه کار کی مصرف کړه او که دا هم نه وی بیا یی یو غریب ته ورکړه او په دی دواړو وروستنیو صورتونو کی ثواب یی  مالک ته وبښه او بیا هم هروخت چی د هغه سړی پیدا کړ نو جریان به ورته ووایی که چیری راضی شو نو سمه ده او که نه نو د غلاشوی شی قیمت به ورکړی او د صدقی اجر به ستا شی
والسلام

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ