په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دي؟
د سلام په وړاندی کولو سره غواړم په لومړی قدم کی ستاسو څخه مننه وکړم تر څو مو سوالونه راته ځواب کړه خو دغه لاندی پوښتنه مو نه ده را ځواب کړی که د مهربانی له مخی یی را ځواب کړی مهربانی به مو وی
۱: آیا په لمانځه کې داسې عمل تر سره کول صحت لري؟
– په قیام کښی باید د سجدی ځای ته وکتل سی او داسی فکر وسی چی همدغی خاوری ته به ځم او ورکی ښخیږم به
– په رکوع کی باید د پښو ګوتو ته وکتل سی او داسی فکر د ځان سره وسی چی لومړی به د پښو د ګوتو څخه ساه وځی
– په سجده کی باید د پزی سر ته وکتل سی او داسی فکر د ځان سره وسی چی په قبر کی به لمړی تر هر اندام پزه خاوری کیږی.
– په التحیات (اخری ناسته) کی باید سینی ته وکتل سی او داسی فکر وسی چی د زکندن په وخت کی ټوله ساه (نفس) د ټوله بدن څخه را جمع کیږی و سینی ته او وروسته بیا د سینی څخه په جمعاوری توګه خارجیږی.
نوټ: دا عمل ما ترسره کړی دی او په لمانځه کښی د پخوا په پرتله ۹۵٪ فیصده د شیطانی وسوسو څخه ژغورل سوی یم او ټوله فکر می په مرګ کی وی او هغه صحنی را په یاد کیږی، نو په دی اساس و می پوښتل چی آیا دا کړنه په اسلام کی جواز لری که یا؟ احمد زهين لمر
ځواب:
په لمانځه کې خشوع کول د لمانځه روح بلل کيږي الله تعالی په قرآنکريم کې د کامياب شويو مؤمنانو له ډلې يو هم هغه کسان ښودلې دي چې په لمانځه کې خشوع کوي . قوله تعالی : قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ (المؤمنون )
خشوع دې ته وايي چې تر خپله وسه زړه د غفلت ، وسواسو او بيروني سوچونو څخه وساتل شي او په زړه کې د الله تعالی د عظمت او د هغه طرف ته د رجوع خيال وساتي او همدارنګه خپل اندامونه له بې ځايه حرکاتو وساتي او د لمانځه ټول ارکان قيام ،رکوع ، سجده په پوره اطمنان ادا کړي ځکه چې کله په زړه کې خشوع پيدا شي نو د هغه اثر پر اندامونو هم پريوځي .
رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنينه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا».[1]
(کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه ).
د رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د دغه ارشاد مبارک نه د ارکانو په آرامې او اطمنان سره ادا کول مراد دي ځنې خلک د لمانځه ارکان قيام ، رکوع ،قومه ،سجده ،جلسه او نور په ډير تيزی سره کوي چې په داسې ډول ډير څه پاتيږي .
زمونو په مذهب کې د ارکانو طمانيه واجب ده که واجب قصداً پريښودل شي لمونځ فاسدوي .
په لمانځه کې کوم ځای ته کتل پکار دي:
د قيام په حالت کې به سړې خپل د سجدې ځای ته ګورئ پدې د ټول امت اتفاق دی دليل : ما رواه ابن حبان ( 4 / 332 ) والحاكم ( 1 / 652 ) عن عائشة رضي الله عنها قالت : ” دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم الكعبة ما خلف بصره موضع سجوده حتى خرج منها “ صححه الألباني يعنې کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعبې ته داخل شو نظر يې يوازې د سجدې ځای ته ؤ تر هغه چې له لمونځ څخه خارج شو ، همدارنګه په دې باره کې نور احاديث هم شته .
او د رکوع په وخت کې د ځنو په نزد پښو ته به ګورئ او ځنې بيا وايي د سجدې ځای ته به ګورئ او د سجدې په وخت کې به هم د سترګو مخامخ د سجدې ځای ته ګورئ .
د تشهد په حالت کوم ځای ته وګورې د علماء تر مينځ اختلاف دی او ځنې وايي خپلې سينې ته به ګورئ (کفايت الله ډهلوي )ځنې علماء وايی د شهادت کوتې ته به ګورئ (الجنة الدائمة ) او د سلام ګرځولو په وخت کې به خپلو اوږو ته ګوري (والله اعلم )
په لمانځه کې به د څه شی تصور کوئ :
په لمانځه کې به د الله تعالی د عظمت هغه طرف ته د رجوع او د خپلې بې چاره ګۍ او بې وسۍ خيال کوي
همدارنګه لکه څنګه چې تاسې په سوال کې اشاره ورته کړې ده په لمانځه کې به مرګ يادوي :
ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چې په لمانځه کې مرګ يادوه ځکه څوک چې په لمانځه مرګ ياد کړي هغه په ښه شان سره لمونځ ادا کوي ،او يو سړی داسې لمونځ کوي چې کله لمونځ وکړي نو دا ګمان نه کوي چې ما لمونځ وکړ او که بل څه لکه چې فرمايي : اذكر الموت في صلاتك ، فإن الرجل إذا ذكر الموت في صلاته لحريّ أن يحسن صلاته ، وصلّ صلاة رجل لا يظن أنه يصلي غيرها ) السلسلة الصحيحة للألباني او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوايوب رضی الله عنه ته وويل داسې لمونځ کوه لکه دا لمونځ دې چې وروستی لمونځ وي ( إذا قمت في صلاتك فصلِّ صلاة مودِّع ) رواه أحمد 5/412
او همدارنګه په لمانځه کې د خشوع د پاره د لمانځه په الفاظو کې تدبر کول ځکه د قرآنکريم د تلاوت او قراءت اصلي مقصد همدا دی ( كتاب أنزلناه إليك مبارك ليدّبروا آياته وليذكّر أولوا الألباب )
او همدارنګه په لمانځه کې دا خيال کول چې زه د الله تعالی سره خبرې او مناجات کوم په حديث قدسي کې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی چې الله تعالی فرمايي : کله چې بنده په لمانځه کې وايی : فإذا قال : الحمد لله رب العالمين قال الله : حمدني عبدي فإذا قال : الرحمن الرحيم ، قال الله : أثنى عليّ عبدي ، فإذا قال : مالك يوم الدين ، قال الله : مجّدني عبدي ، فإذا قال : إياك نعبد وإياك نستعين ، قال : هذا بيني وبين عبدي ولعبدي ما سأل ، فإذا قال : إهدنا الصراط المستقيم ، صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين ، قال الله : هذا لعبدي ولعبدي ما سأل . ) صحيح مسلم
وسلام