په قاهره کې د امت وال داعي او مفکر سید جمال الدین افغان رحمه الله یاد څلی

په ننیو شرائطو کې – چې اسلامي امت د سید افغاني رحمة الله علیه د وخت له یو پراخه سورور اسلامي هیواد څخه په وړو وړو او کمزورو سیالو او تربورو هیوادګکیو بدل شوي او هر یو یې له بله جلا او آن یو د بل پر ضد د ځان په درواغجنو ستایلو او پړسولو اخته دی د سید جمال الدین د شخصیت او فکر د یاد تازه کول چې ورسره غبرګ په نړۍ کې د افغاني د فکر د مسلمانانو د یو لوی او متحد عادل ځواکمن او پرمختللي هیواد انځور سترګو ته دریږي – خورا په زړه پورې او له درسونو څخه ډکه پیښه ده.

سید افغاني رحمة الله علیه په داسې وخت کې چې اروپايي ښکیلاک اسلامي خلافت تر ستوني نیولی و او د هغه په لروبر وطنونو یې لوټمار جوړ کړی و د خپل نړیوال اسلامي فکر پر بنسټ له خپل وړوکي افغاني هیواد (افغانستان) څخه د خپل لوی اسلامي هیواد ارتې غیږې ته ووت او یا هم وتلو ته اړ کړی شو، له بلا سمندرونو او لویو وچو څخه په اوښتلو او بلا ستونزو ګاللو سره د افریقا د لویې وچې مصر هیواد ته ورسید. او د مصر هیواد هدف ټاکل د افغاني په تشخیص کې خورا پرېمانه حکمتونه لري.

افغان مسافر له خپل شخصي ژوند،کور، وطن او خپل هر څه نه تېر شو او خپل ځان یې له نشنلستي وړو او پرېوتو افکارو څخه لوړ د امت په کچه څو بنسټیزو کارونو ته وقف کړ:

د اسلامي خلافت په نظام کې هر اړخیز رغنده اصلاحات، د عام اسلامي فکر تجدید او تهذیب، د اسلامي خاورو د وحدت او یووالي تقویه، او له اسلامي خاورو څخه اروپايي ښکیلاک وېستل او بشپړ استقلال ترلاسه کول. هغه به تل د ( ازادي اخستل کیږي، ورکول کیږي نه) شعار زمزمه کاوه.

افغاني رحمة الله علیه د مصر په قاهره کې په خپل اخلاص، دیني منطق او امتوال فکر سره ډېر څه وکړل. ډېر پوهان، مفکرین، مصلحین، سیاسي علمي او فرهنګي شخصیتونه یې په دغه امت وال فکر باندې قانع او له ځان سره ملګري کړل، او له قاهرې څخه یې خپل امتوال جهاد او مبارزه ګړندۍ کړه. په زیاتو اسلامي وطنونو او یو شمېر لویدیځو ملکونو وګرځېد او په اسلامي امت کې یې له خپل هراړخیز دیني اصلاحي حرکت سره غبرګ د اروپایي ښکیلاک پر ځد د جهاد او وسلوال مقاومت یوه ستره څپه جوړه کړه چې په ځانګړې توګه د ډېرو اسلامي خاورو په ازادۍ او لویدیځ ښکیلاک په ویستلو کې ډېره کاري ثابته شوه.

د سید افغاني رحمة الله علیه سپېڅلی امتوال جهاد او مبارزه وه چې په اجماع سره (موقظ شرق) د ختیځ ویښوونکی و نومول شو، او د هغه د خولې شعار (الشرق للشرقیین) ختیځ د ختیځ والو دی، د خلکو د ژبو ورد جوړ شو.

د سید افغاني رحمة الله علیه د غه اصلاحي یون او جوړه کړې څپه ورو ورو په اسلامي امت کې د یوه ثابت اسلامي فکر او پرله پسې منظم اسلامي حرکت باندې واووښت، د لومړي ځل لپاره دا کار د هغه نژدې مصري ملګري او شاګرد امام محمد عبده رحمة الله علیه پیل کړ چې بیا لږ وروسته یو شمېر نور مفکرینو هغه لاپسې تهذیب او تنظیم کړ او عملا یې د یو منظم اسلامي حرکت په توګه په افریقا او ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې خپور کړ، امام مودودي او علامه اقبال رحمة الله علیهم دا کار په هندي لویه وچه او سهیل ختیځه اسیاکې وکړ، مرحوم نجم الدین اربکان او ملګرو یې په ترکیه، مرکزي آسیا او د بالکان یو شمېر سیمو کې، او شهید غلام محمد نیازي او ملګرو یې په ګران هیواد افغانستان کې او پدې توګه څو نسله وروسته له افغانستان څخه د وتلي افغاني بچي فکر د افغاني بچیانو په لاسو بیرته افغانستان ته راغی!

نن سبا چې د اسلامي ویښتابه، اسلامي خوځښت او اسلامي نوښت خبره یادیږي نو میر او سر لښکر یې همدغه څوک دی چې په خپل وطن کې یې ځای نه درلود او پر خپلو وطنوالو یې قدر نه دی معلوم!

هو په دغسې حالاتو کې چې د مسلمانانو پر هیوادونو له هر وخت څخه زیات یو له بله فاصلې نیول او یو بل سره ښکیل کېدل تپل شوي دي او هر یو د پردیو له خوا د کښل شوو پولو د وطن له بت څخه تاویږي د سید جمال الدین افغان رحمة الله علیه یاد د قاهرې په تاریخي ښار کې د هغه د څلې په نصبولو سره تازه او تلپاتې کیږي په یو شمېر حقیقتونو او مفاهیمو ډېر ښه دلالت کوي:

سید جمالدین افغان رحمه الله نه قوم پرست و، نه ژب پرست او نه هم وطن پرست او نه داسې کوم بل تنګنظری شخص، بلکې هغه د پراخه سینې او وسیع نظر څښتن مسلمان افغان، د اسلامي امت د ازادۍ، یووالي، قوت او عزت یو دردمن او ارمانجن مجاهد و.
د سید جمالدین افغان فکر او هدف تر قوم او واړه وطن څخه لوړ، اسلامي، امت وال او نړیوال و.

هغه د خپل وطن افغانستان خپل واکي او سوکالي د لوی اسلامي وطن په خپل واکۍ او سوکالۍ کې لیده، داسې لکه د بدن یو غړی چې د نور بدن له روغتیا پرته روغ او هوسا نشي پاتې کیدای.

سید جمال الدین افغان ستر او مؤثر قوي شخصیت درلود او حقه داعیه یې پرمخ بیوله، ځکه نو له وطن نه لرې یې فکر او دعوت قدر درلود او خبرې او پیغام یې اثر.

قوم ژبه او ملیت له خپلې وړې دائرې هاخوا نه چلیږي، همدا اسلامي فکر دی چې مسلمان ولسونه پرې راټولیدلی او جوړیدلی شي، داسې چې افغاني سید ثابته کړه.

فکر تر ژبې او قوم څخه ډېر ارزښتمن او اغیزمن دی، ځکه خو سید جمالدین افغان رحمة الله علیه چې څومره مصریانو پیژندلی او ورته عقیدتمن دي افغانانو نه هومره پیژندلی او نه ورته هومره عقیدتمن دي. واقعیت دادی چې سید افغاني له مصري ولس سره د یو ريښتیني مسلمان په توګه معامله کړې ده، هغوی یې خپل وروڼه ګڼلي، مصر یې د افغانستان او نورو اسلامي خاورو په څېر خپل وطن ګڼلی، پرمصریانو یې اعتماد کړی او د هغوی له برخلیک سره یې خپل برخلیک ګډ کړی!

سید جمال الدین افغان خو وطن نه درلود! بلکې د اسلامي امت د لوی وطن هره برخه د هغه خوږ وطن و!

مصریانو هم د افغان مسافر تر افغانانو زیات قدر او عزت کړی. خپل ورور، تن او وجود یې ګڼلی او خپل مشر او استاذ یې ټاکلی، غوږ یې ورته ایښی او خبره یې منلې ده!

کور یې اباد او بچیان یې لوی، زه د یو مسلمان او افغان په توګه د زړه له تل څخه ځان د مصري ولس د دغې بې سارې میلمه پالنې او ورورۍ ممنون ګڼم او ترې مننه کوم.

د سید جمالدین افغان رحمة الله علیه له اسلامي فکر سره د اروپایانو او له هغوی سره د یو شمېر تړلو نظامونو له دښمنۍ سره سره د سید د فکر استمرار او ورځ تر بلې خپرېدل د دې فکر د حقانیت نښه ده.

اسلامي فکر یوازې د لمانځه او اوداسه خبره نده، بلکې اسلامي فکر د ژوندانه د یو سالم نظام خبره ده، ځکه خو ډیری خلک چې لمونځ او اودس کوي هم نه، د سید فکر ورته محترم او قدرمن دی. او پدې توګه هغوی د مصرې ټولنې په علمي، فکري، سیاسي او فرهنګي ډګرونو کې د افغاني سید خدمات نه هیریدونکي ګڼي.

دا چې افغانان سید جمالدین افغان لري څوک چې په نړۍ کې بدلون راولي، د اسلامي امت د وروستي نهضت میر او سر لښکر یادیږي او د مصر ولس او حکومتونه یې تر اوسه ستایې او په ویاړ یې څلي جوړوي خو په افغانستان کې یو شمېر ځوانان او فرهنګیان له خپل سده ناخبره د کوز او بر خانانو فلسفې پالي نو دا هغه مصیبت دی چې په لاملونو یې جلا او تفصیلي خبره کیدلای شي.

سید جمالدین افغان د افغانانو له پاره په ځانګړې توګه د ویښو ځوانانو او فرهنګیانو له پاره خورا تر هر چا ښه فکري، علمي، فلسفي، اصلاحي . . هیرو او اتل دی، هغه د حمزه بابا په وینا (په افغاني پیمانه کې یثربي باده) ده، او دابه ستره جفا، ستر خیانت او ستره ناځواني وي چې د ښاغلي سید افکار د اروپايي ښکیلاک په خوله افراطیت او ترهګري او یا د پخوانیو شوروي پلوو په خوله ارتجاع وبلل شي.
الله پاک دې د افغاني صیب پر اروا رحمتونه ووروي او الله پاک دې یې لار له لارویو ډکه لري.

محمد مزمل اسلامي


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب