په غریبۍ کې حج کول د تربورګلوۍ لپاره! د حج هدف څه شی دی؟
حج چې د اسلام د مبارک دين يو له مهمو او اساسي ارکانو څخه دى او د ځنو شرايطو لاندې په مسلمانانو د لمانځه په څير فرضيږي، متاسفانه پدې وروستيو کې دا فريضه زموږ په بېسواده ټولنه کې او حتى په ځنو پوهانو کې هم د تربورۍ او رقابتونو قرباني شوې. بې له دې چې دوې په دې وپوهيږې چې الله جل جلاله د حج په اړه څه وايې؟ حج يې په چا فرض کړى؟ او په کومو شرايطو بايد حج وشي، زموږ په افغاني ټولنه کې اکثريت د حج په ارزښت او اسلامي اهميت نپوهيږي، ځکه خو څوک حج ته د تلو اراده نلري او که څوک يې اراده وکړي او حج ته تلل غواړي هم د تربورۍ او رقابت لپاره د حج د فريضى د اداء کولو لپاره زړه ښه کوي، دا زموږ په ټولنه کې عام شوې چې که کوم څوک حج ته ځي نو نور خلک په ځانګړي ډول هغه څوک چې له دوي سره رقابت لري، ديته هڅيږي چې د حج لپاره د سعودي عربستان چکر ووهي. دا که کوم څوک يا د نوم لپاره يا د خداى لپاره حج ته ولاړ شي، د ده سره نور کليوال هم په دې فکر کې کيږي چې فلانى او فلانى د حج لپاره کعبې ته ولاړل او زه پاته يم؟ زه خو هم له هغوي څه کم نه يم، زه ولې حج ته ولاړ نشم؟.
داسې يو رقابتي فکر دوي ديته هڅوي چې حج ته ولاړ شي، بې له دې چې په دې وپوهيږي چې د حج ته تلو وړ دى او کنه؟ او يا حج پرې د اسلام له نظره فرض شوى دى او کنه؟ حج ته ځي، همدا رقابت دى چې ډيرى داسې خلک هم پيدا کيږي چې پيسې قرض او پور کوي او حج ته پري ځې ترڅو دا رقابت پوره کړي. کله چې زموږ خلک پيسې قرض کوي او حج ته پرې ځي بايد دا هيره نکړي چې الله تعالى فرمايې: (ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا ومن کفر فان الله غني عن العالمين) سورت: ال عمران آيت: ٩٧. ژباړه: او دپاره د الله (جل جلاله) پر خلکو باندې حج د بيت الحرام فرض شوى دى د هغه چا لپاره چې طاقت او مالي قدرت ولري د دې فريضې د اداء کولو لپاره. او هغه مالدار کس چې مخ اړوي او يا کافر شي په تحقيق سره الله (جل جلاله) ډير غني دى تر خپلو مخلوقاتو. همدا لاملونه دي چې زموږ حاجيان نه له حج څخه لازم درس اخلي، نه د کعبې د ليدو په خوند پوهيږي او نه هم د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت ورته کوم ځانګړي اهميت لري.
ډير کله داسې هم شوي چې زموږ حاجيان د حج لپاره سعودي ته تللي، خو په حج نه پوهيږي او هلته داسې کارونه کوي چې نه په حج کې شته او نه هم په اسلام کې. داسې ډيرې عجيبې او نا اشنا کېسې زموږ حاجيانو له ځان سره د حرم له ديار څخه راوړي چې په اوريدو به يې حيران شى. ماته يو داسې سړي چې دا ډير کلونه د حج په موسم کې په مکه کې يې د حاجيانو سره کار کړى وويل چې زموږ يو افغان چې له خپلې مور سره حج ته راغلې و، د سر خرييلو پر مهال يې د خپلې مور سر هم پرې خرييلى و!!!، دا يوه کيسه نده داسې په زرګونو کيسې شته چې زموږ د حاجيانو جهل او د حج په اړه پکې د دوې ناپوهي ښکاره کوي. دا داسې حجونه دې چې نه په حاجې کومه اغيزه لري او نه يې په ژوند کې بدلون راولي، داسې حاجيان چې کله له حج څخه را درومي پرځاې د دې چې د حج د لويې فريضي د خوند په اړه څه ووايې داسې پوچې خبرې کوې چې په ويلو به يې ښايې د مسلمان اسلام تر پوښتنې لاندې راشي. کله چې يو حج د رقابت يا کومې بلې موخې لپاره ترسره شي، نه پکې خوند وي او نه هم ثواب.
داسې حيرانوونکې کيسې زموږ حاجيان کوي چې له حج څخه د سړي زړه توروي، له يو حاجي څخه چې نوى له حج څخه راغلى و چا وپوښتل چې حج څنګه خوند لري او د حج ځاى څنګه ځاى و؟ حاجي صيب ورغبرګه کړه چې حج داسې خوند او ځاى لري چې خداى دې مسلمان ترې ساتي!!!.
کله چې څوک د حج په قدر او اهميت ونه پوهيږي، طبعا هغه داسې کارونه کوي چې د حج د اصولو مخالف وي خو ده ته څه نه ښکاري، زموږ د حاجيانو بل مشکل دادې چې هغوي د حج په اخلاقو نه پوهيږي او هلته له نورو سره جنجال او ښکنځلې هم کوي، پدې اړه الله جل جلاله فرمايې: (الحج اشهر معلومات فمن فرض فيهن الحج فلا رفث ولا فسوق ولا جدال في الحج…) سورت البقره آيت ١٩٧. ژباړه: حج د پاره مياشتې دي معلومې هر هغه چا باندې چې فرض شو دا حج نو په کار ده چې په دې مياشت کې (د حج په مراسمو کې) نه دي جماع کوي، نه دې د فسق او فساد اعمال ظاهر کوي او نه دې جنګ او جدال کوي په حج کې.
زموږ ځينې داسې حاجيان بيا دا عادت هم لري چې که له نوم سره دې د حاجي صاحب کلمه هم ياده نکړه جګړه درسره کوي، پداسې حال کې چې نه يې ، حج کړى وي او نه پکې د حج اخلاق پيدا شوي وي. پدې بايد لوستونکي ځان وپوهوي چې له دې ليکنې څخه زما موخه دا نده چې لوستونکي له حج څخه زړه تورن کړم، زه وايم دې کې شک نشته چې داسې ډير خلک زموږ په ټولنه کې شته چې حج کولو ته ډير لېواله دي، پرې پوهيږي هم او يواځې د الله د رضا لپاره او د فريضې د سرته رسولو لپاره يې اداء کوي، خو هغه کسان چې د نوم، رقابت او تربورۍ لپاره حج اداء کوي هم لږ ندي او دا زموږ د ټولنې يو جدي مشکل دى، چې پوهان بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.
ليکوال :زاهد جلالي