په غاړه ستړي مه شي مو ځوان ساتي

خلکو سره غاړه وتل نه یوازې دا چې د محبت او خپلولي احساس درکوي بلکې د زوړوالۍ په طرف سفر هم سستوي.

امریکا د کلیفورنیا پوهنتون يوې څیړنې پر بنسټ کله چې چاته غاړه ورکړو زمونږ په بدن کې اکسیټوکن په نوم یو ډول هورمون تولیدیږي.

د اکسیټوکن هورمون تولید په بدن کې د عمر خوړلي او زاړه غضلي د بیرته ځوان کیدو او نوي عضلو په څیر کار کولو سبب ګرځي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د دې په واسطه عمر زیاتوالي څخه د مخنیوي سربیره ضعیفې او کمزوري عضلې هم بیرته رغوي او د هډوکو روغتیا لا غوره کولو لپاره هم ډیر اړین دی.

څیړونکۍ پروفیسر آیرینا کون بوای وايي چې اکسیټوکن یوازینی هورمون دی چې زمونږ په منځني عمر ژوند اثر کوي او زوړوالي پر لور سفر سستوي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب