په سياراتو او نجوم کې د مسلمانانو کارونه
په دغه برخه کې هم مسلمان ډېر کتابونه او نظريات لري، ځکه خو د مسلمانانو د ستورو پيژندنې مرکزونه په قرطبه، بغداد، قاهره، دمشق، سمرقند او فارس کې موجود و چې ډېرې غربي پوهانو په خپلو اثارو کې د مسلمانانو د لاسته راوړنو يادونه کړيده.
له هغو دليلونونه چې مسلمانان په علم نجوم کې خاص لاس درلوده يو داده چې د مثلثات د علم اساس هم دوي ايښى دي او دا ځکه چې د ځمکې د کرې محيط يې د وسايلو په واسطه چې درلودل يې عملاً محاسبه کړ همدارنګه د قطب ارتفاع يې په لاس راوړه او د اوبو او وچې اندازه يې هم په تقريبې ډول بيان کړه او ددې ټولو ترڅنګ د مديترانې بحيرې اوږدوالي هم لاسته راوړه.
مامون الرشيد د همغه وخت يو تعداد علما راغونډ کړل او له هغوې نه يې د يوې نقشې غوښتنه وکړه چې زما په نامه يې جوړه کړي. په دغه لويه نقشه کې د ټول جهان، ستورو او سيارو، وچې او اوبو، د مختلفو قومونو او مليتونو د اوسيدو ځايونه او ښارونه او ټول شيان شامل و چې له هغو نقشو چې بطليموس او مارينوس جوړې کړيدي ډېرې واضح تر او جامع تر ده.
همدارنګه مسلمانان اولين خلک دي چې د هارون الرشيد په وخت کې يې عقربه دار ساعت د فرانسي پاچا شارلمان ته وليږه چې په ليدو سره درباريان حيران شول چې په دې شي کې له کومې طريقې نه کار اخيستل شويده. ددې ترڅنګ سعد بن عريب د مستنصر بالله په وخت کې يوه جنتري په خپل نامه جوړه کړه. ويل کېږي چي عباس بن فرناس په خپل کور کې يوه ازمايشګاه جوړه کړيوه چې اسمان ته ورته وسيله په کې ايښي وه چې کتونکو يې په کتو سره د ستورو، کهکشانونو، وريځو، بريښنا او روښنائې تخيل کولي شو.