په زابل ولايت کې د بادامو په باغونو کې تخنيکي ستونزې او حل لارې يې

دا چې بادام د افغانستان د هغو ميوه جاتو له ډلې څخه دي چې د هيواد د صادراتو په لوى قطار کې راځي او زابل د افغانستان يو له هغه ولايتونو څخه ګڼلى شو چې په لويه کچه بادام توليدوي, د زابل ارغنداب , خاک افغان , شاجوى, ميزانه او … ولسوالي د بادامو سترې توليدې ساحې دي خو متاسفانه چې لکه څنګه چې يادې ساحې لېري پرتې سيمې دي او د ننۍ عصري کرنه او ټکنالوجې تاٿيرات په کې ډير کم ترسترګو کي نو باغونه يې يو لړ تخنيکې ستونزې لري د همدغو ستونزو له امله يې توليد ډير په ټيټه کچه دى او باغداران يې لکه څنګه چې لازمه ده هغومره ګټه له خپلو باغونو څخه نه ترلاسه کوي!

عمده تخنيکي ستونزې!

1- بي وخته ژمنۍ ښاخبري:-

په زابل ولايت کې اکٿريت باغداران د بادامو باغونه په مني کې چې کله ميوه راټوله کړي ښاخبري کوي چې دا کار دوه لوى زيانونه لري!
الف:- پاڼريژې ميوې بايد د ژمې په اخير کې ښاخبري شي ځکه چې د يادو ميويې ونو طبعي عادت دي چې د پاڼو له تويدلو څخه وروسته له فرعې ښاخونو څخه غذايې مواد د ونې عمده او لويو ښاخونو ته انتقاليڔي چې په پسرلي کې د استراحت دورې په پاى ته رسيدلو سره بيرته فرعې او کوچينيو ښاخونو ته انتقاليڔي نو که چېري په منې کې ښاخبرې ترسره شي د ونې غذايې مواد نه سپمول کيڔي او د ښاخونو له قطع کولو سره لېري کيڔي نو ونه راتلونکې نمويې فصل ته باغ کمزورى او ضعيف کيڔي چې د افتونو, ناروغيو په مقابل کې غير مقاوم او ميوه بې کيفيته توليدوي او که د استراحت د دورې په پاى کې په مناسب وخت ښاخبري شي نو دا مسله به حل وي.
ب:- د منې په موسم کې چې نمويې فصل تازه پاى ته رسيدلى دى ښاخونه تر ډيره حده نه سره تفکيک کيڔي چې کوم ناروغ, ضعيف, وچ, افت يا ناروغۍ ځپلى دى او کوم روغ او له افاتو او امراضو پاک دى نو راتلونکې نمويې فصل ته تر ډيره داسي امکان هم شته چې ناوغ, افت لړلي او يا هم د ناروغيو او افتونو عاملونو لرونکې ښاخونه په باغ کې پاتي وي او توليد له ستونزو سره مخ کيدلاى شي.
او که د استراحت مرحلې په پاى کې ښاخبري ترسره شي نو ياده ستونزه به تر ډيره حل وي.
نو په کار ده چې درانه باغداران د مسلکي اشخاصو مشورو او لارښونو ته احترام وکړي او د هغوئ مشورې عملې کړي تر څو باکيفيته او ښه توليد ولري.
باغداران د ژمې د بوټو په خاطر منى ښاخبري کوي او خپل باغونه له ستونزو سره مخ کوي!

2- په ژمي کې په باغونو کې فعاليتونه نه لرل:-

ژمى د باغونو لپاره يو ستر ستونزمن فصل دى چې راتلونکى نمويې فصل ته په کې ډيري ستونزي پريښودلاى شي بايد په ياد فصل کې د IPM ځينې فعاليتونه, د اوبه خور سيستم د جوړښت او نور ……. ترسره شي .
ډيرى باغداران , بورډوکسمکسچر, Winter Oil, Lim Sulfar نه پيژنې او نه هم چندان ارزښت ورکوي حال دا چې له ښاخبرې وروسته په د دغو ترکيبې موادو استعمال ډير اړين دي چې را تلونکې توليدې فصل مو څه ناڅه له امراضو او افاتو خوندې وي!
ګران باغداران بايد د يادو موادو استعمال حتماً رواج کړي .

3- د غذايې عناصرو استعمال:-

په زابل کې پتاشيم او نور عناصرو خو لا څه کوئ چې يوريا او DAP لا نه دي رواج , نو تاسي فکر وکړئ چې توليد به څنګه وي?

4- په فعاله وده کې د ناروغيو او افتونو د مخنيوې په موخه د مختليفو کيمياوې موادو استعمال:-

بدبختانه چې زموڔ په هيواد کې د زراعتي کيمياوې توکو هټۍ وال او کاروباري خلګ اکٿريت نالوستي او غير مسلکې دي چې دغې ستونزې زموڔ د باغدارۍ سکتور ستونزې نورې هم لويې کړي دي او توليد مو له ستونزو سره مخ دى.

په کار ده چې د نباتې ناروغيو او افتونو د مخنيوې او کنټرول لپاره بايد وفايه مهمه وبلل شي او د وقوع په وخت کې پر وخت اقدام وشي او له مسلکې او علمې خلګو سره مشوره وشي او د هغوئ ټولې لارښوونې په نظر کې ونيول شي.

په درنښت

ليکنه: محمد نعيم پوپل
نيټه : د 2022 اپريل 25

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب