په رَجْعِي طلاق کې د خاوند او مېرمنې ګډ مسؤلیتونه څه دي؟

یو ورور  په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې: په رَجْعي طلاق کې به مېرمن چېرته خپل عدت تېروي؛ آیا بېرته به د خپل پلار کورته ځي او که به د خپل خاوند په کور کې پاتې کېږي؟

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړن: محمد خالد (ملکزی)

ځواب: الحَمدُ ِللهِ و الصَّلاةُ و السَّلامُ علی رسولِ الله. أما بَعد!
د پورتنۍ پوښتنې د ځواب په اړه د اسلامي علماؤو له ډلې څخه شیخ ابن عُثَیمین ــ رحمه الله ــ ویلي دي چې:
که چېرې یوې مېرمنې ته رَجعي طلاق ورکړل شي؛ نو په دې صورت کې پر هغې باندې لازم دا دي چې د خپل خاوند په کور کې پاتې شي؛ او د خاوند لپاره دا نارو او حرام دي چې هغه له خپله کوره څخه بېرون وباسي (وې شړي). قرآن کریم چې زمونږ د ټولو مسلمانانو د ژوند کتاب دی، په دې اړه پرېکړه کوي او خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي او فرمائي چې: ﴿لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَ مَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَه﴾(سورة الطلاق1 آیت ).

ترجمه: تاسې (اۍ پیغمبره او اۍ مؤمنانو !) مُطلقاتو (طلاق ورکړل شوې مېرمنې) د خپلو کورونو څخه (چې دوی پکې اوسېدلي دي) مه وباسئ؛ او دوی (دا مېرمنې) دې تر هغې پورې (پخپله د خاوند له کوره) نه وځي تر څو پورې یې چې په ښکاره توګه کوم داسې ناوړه او بدمرغه عمل (لکه زنا) نه وي تر سره کړی. همدا الهي حدود (پولې او حکمونه) دي؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له حدودو څخه تجاوز وکړي (او ورڅخه خپلې پښې واړوي)؛ نو بېشکه چې په خپل ځان باندې ېې (خورا) ظلم او تېری کړی دی).

د خلکو تر منځ یو ناوړه دود:
په دې وروستیو کې د خلکو ترمنځ یو غلط دود او دستور ترویج موندلی دی؛ او هغه دادی چې: ځینی خلک لېدل کېږي چې کله خپلې مېرمنې ته رَجْعي طلاق ورکړي؛ نو بیا یې له خپله کوره څخه بېرون وباسي او د پلار کور ته یې لېږي؛ دا په حقیقت کې یو ناسم دود دی، په داسې حال کې چې لوی څښتن تعالی مونږ له دې کار څخه منع کړي یو؛ ځکه چې په قرآن کریم کې په ډاګه او څرګندو ټکو سره مونږ ته ویل شوي دي چې: ﴿لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ﴾.(سورة الطلاق1 آیت ).
ژباړه: او تاسې (خپلې مېرمنې په رجعي طلاق کې) د هغوی د کورونو څخه مه وباسئ؛ او تر هغې پورې دې دوی ورڅخه نه وځي؛ تر څو پورې یې چې په ښکاره توګه کوم د فحشا عمل نه وي تر سره کړي. د قرآن کریم ددې پوره وضاحت څخه وروسته، اوس بیا هم که څوک د جهالت په کنډوالو روانېږي؛ نو آیا دا به د جهالت او پخپل ځان باندې د ظلم کولو څخه پرته د بل څه معنا ولري؟

په هر صورت! که پورتني مبارک آیت ته ځیر شو؛ نو جوتیږي چې: قرآن کریم مونږ ته لارښوونه کړې ده او په دې اړه یې ویلي دي چې: رَجعي طلاق کې تر هغه وخته پورې دې یوه مېرمن د خپل خاوند له کوره څخه نه ویستل کېږي؛ ــ مګر په یو استثنائي حالت کې ــ او دا په هغه صورت کې چې: کله هغه په څرګنده توګه کوم ناوړه عمل (لکه زنا) ترسره کړي.

د دې آیت په وروستي برخه کې بیا قرآن کریم مونږ یوه بله سپارښتنه او مهمه لارښوونه کوي؛ او فرمائي چې: ﴿وَ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَ مَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَه﴾.(سورة الطلاق1 آیت ).

ترجمه: همدا الهي حدود (حکمونه) دي؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له حدودو څخه تجاوز وکړي(او پښې ورڅخه واړوي)؛ نو بېشکه چې په خپل ځان باندی ېې ظلم کړی دی. له دې وروسته د قرآن کریم په همدې آیت کې د خاوند په کور کې د مېرمنې د پاتې کېدو حکمت ته اشاره شوې ده؛ او هغه داده چې: ﴿لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا﴾.(سورة الطلاق1 آیت ).
ترجمه: (اۍ طلاق ورکوونکیه !) ته نه پوهېږي چې کېدای شي لوی څښتن تعالی به (له دې پېښې وروسته) کوم نوې حالت رامنځ ته کړي (داسې یو غوره حالت چې تاسې به د هغوی توقع او هیله هم نه وي کړي). خاوند ته ښايي چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او ددې غمیزې په مقابل کې د منفي چورتونو او فکرونو پر ځای له خپل ځان سره مثبت فکر هم وکړي چې: شاید د هغې (مېرمنې) په دې تم پاتې کېدو کې کوم پټ خیر نغښتلی وي او ممکنه ده چې دا شر زما لپاره په یو لوی خیر باندې بدل شي؛ نو په همدې خاطر پر مسلمانانو باندې دالازمه ده چې د طلاق په مسئله کې عجولانه (ژر) پرېکړه ونه کړي ــ بلکې د لوی څښتن تعالی ټاکلې پولې او حدود په پام کې ونیسي ؛ او د خپلو هغو رواجونو او ټولنیزو عادتونو څخه چې د اسلامي شریعت سره تعارض(ټکر) لري؛ ځان وژغوري او د خپل ځان لپاره نوی شریعت جوړ نه کړي.

مهمه خبره داده چې: مونږ پخپل ګډ ژوندانه کې دا مسئله باید په پام کې ونیسو؛ او په رَجعي طلاق کې خپلې مېرمنې ته ددې اجازه ورکړو؛ تر د خپل خاوند په کور کې پاتې شي؛ او دا تر هغه وخته پورې چې تر څو پورې یې عدت پاې ته ورسېږي، البته په داسې حالاتو کې د مېرمنې مسؤلیت دادی چې: باید د خپل خاوند په کور کې د پخوا په څېر خپل عادي ژوند پر مخ یوسي، کولای شي چې ښکلې جامې پر تن کړي، ځان سینګار کړي(او د ځان د تزيُّن او ښکلا لپاره له نکریزو، او د ښکلا د نورو څېزونو حخه استفاده وکړي) ، او ښکلي عطر وکاروي، له خپل خاوند سره خبرې ښې اترې، او له ښه چلند څخه کار واخلي او یو ځای ورسره ناسته پاسته او ګډ ژوند وکړي.

خو دومره ده چې یو ځای به نه ورسره څملي، له استمتاع او جماع څخه به دواړه ډډه کوي؛ او دا ځکه چې دا شیان په اسلامي قانون کې د خاوند لپاره هغه بیا مهال برابرېدلی شي چې کله خاوند بېرته خپلې مُطلقې (طلاق ورکړل شوې مېرمنې ته) رجوع وغواړي؛ نو بیا په دې صورت کې به په بشپړ صراحت سره ورته وائي چې: زه غواړم بېرته تاته رجوع وکړم او په عملي ډول سره بېرته له تا سره د ګډ ژوند تېرولو ته آماده یم (او ورته به وائي چې: زه د خپلې فیصلې او د طلاق د نیت څخه بېرته واوښتم)، بیا به له دې پړاو او مرحلې وروسته د ګډ ژوند د پیلولو په نیت به له خپلې دې مېرمنې سره کوروالی کوي.

اوس دلته یوه مهمه پوښتنه ذهن ته راولاړيږي؛ او هغه دا چې: که چېرې یو خاوند د یوې مېرمنې سره یوازې نامزاد شوی وي؛ یعنې یواځې کوژدن یې ورسره شوي وي؛ خو کوروالی یې ورسره نه وي کړی؛ او تر منځ یې طلاق واقع شي؛ نو په دې صورت کې به بیا څه کوي؟

د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: که چېرې یې جماع او خلوت صحیحه ورسره نه وي کړی؛ نو بیا په دې صورت کې پر مېرمنې باندې دا نشته چې د عدت تر وخته پورې به انتظار کوي؛ بلکې کولی شي چې د طلاق د واقع کېدلو سره سم؛ له بل چا سره پرته له کوم انتظار څخه واده او کوژدنه وکړي؛ خو که چېرې یې ورسره کوروالی کړی وي؛ او تر منځ یې خلوت را منځ ته شوی وي؛ نو بیا به په دې صورت کې د خپل عدت د تېرېدو پورې به دا مېرمن انتظار وباسي؛ او په دې لړ کې به لاندې ټکي په پام کې نیسي:

لومړی: که چېرې یې له خپل دې خاوند څخه حمل اخستې وي؛ نو په دې صورت کې به خاوند خپلې مېرمنې ته د هغې د ماشوم د زېږېدو تر نېټې پورې انتظار باسي؛ کېدای شې چې د هغې د حمل موده ډېره وغزېږي او یا هم امکان لري چې ډېره لنډه وي؛ لکه اوس به د لنډې مودې د ښه بیانولو لپاره له تاسو ګرانو لوستونکو سره یو لنډ مثال شریک کړو. د بېلګې په ډول: کله داسې هم کېدلی شي چې یو خاوند خپلې مېرمنې ته سهار مهال طلاق ورکړي؛ او په همدې ورځ د ماسپښېن د لمانځه څخه مخکې یې ددې مېرمنې اولاد وزېږېږي؛ نو په دې صورت کې باید مونږ او تاسې پوه شو چې د مېرمنې عدت یې پای ته رسېدلی دی او د انتظار موده یې تر منځ ختمه شوې ده؛ خو ځینې وختونو کې د عدت موده کېدلی شي چې له یوه کاله څخه هم زیاته وغزېږي؛ د مثال په ډول: که چېرې یې د کال په شروع کې مېرمنې (مثلاً د حمل په میاشت) حمل اخستی وي (ماشوم په خېټه شوی وي)؛ خو د کال تر پایه (د حوت تر میاشتې) پورې یې ددې مېرمنې ماشوم لا نه وي زېږېدلي؛ نو بیا په دې صورت کې به خاوند د خپلې مېرمنې د اولاد زېږېدو پورې انتظار وباسی؛ که څه هم چې دا موده ډېره اوږده شي.

پورتنۍ خبره غواړو په لنډو ټکو سره یو ځل بیا تکرارکړو؛ دلته د مېرمنې لپاره چې کله یې ماشوم په خېټه وي؛ نو خاوند به هغې ته د حمل د وضع پورې (د ماشوم د زېږېدلو) به انتظار کوي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی په قرآن عظیم الشان کې خپلو بندګانو ته په دې اړه همداسې سپارښتنه کوي او فرمايي چې: ﴿وَأُولاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ﴾. (سورة الطلاق 4 آیت). ترجمه: او هغه مېرمنې چې (ماشوم یې په خېټه وي او امېدواره وي)؛ نو ددوی د عدت(نېټه) داده چې تر څو پوری یې ماشوم وزېږېري.

دویم: که چېرې یې د یو شخص مېرمن د حیض په حالت کې وي؛ نو د طلاق وروسته ددې مېرمنې عدت بیا درې حیضه دی؛ دا په دې معنا چې: یو ځل به پرې حیض راځي؛ تر څو پاکه شي؛ بیا به پرې حیض راځي، تر څو پاکه شي، په همدې شکل د درېیم حیض څخه د پاکېدلو وروسته به د دې مېرمنې عدت په بشپړه توګه سره پای ته رسیږي. کېدای شي چې د دې مېرمنې د حیض څخه د پاکېدلو دا موده ډېره وغزیږي؛ او یا هم کېدای شي چې خورا لنډه وي.

د مثال په توګه: که چېرې یو خاوند خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي؛ خو مېرمن یې لا تر اوسه زېږېدلي ماشوم ته شیدې ورکوي؛ او دوه کاله وروسته پرې حیض راشي؛ نو دا مېرمن به د خپل خاوند په کور کې تر هغه وخته پورې پاتې کېږي چې تر څو درېیم ځل د حیض بیماري پرې راشي؛ نو دا په دې معنا سره دی چې د دې مېرمنې د حیض موده تقریباً دوه کاله او لا له دې څخه هم زیات امتداد پیدا کړ. دلته مهمه داده چې: یوه مېرمن به د درې حیضونو پورې انتظار باسي؛ تر څو دا موده یې بشپړه او پوره شي؛ کېدای شي چې د هغې د عدت دا موده اوږده او یا هم کېدای شي چې خورا لنډه وي.

درېیم: که چېرې په دې مېرمنې باندې یې اصلاً د حیض بیماري هېڅ رانشي؛ او دا د هغې د ماشومتوب له کبله، او
یا هم د هغې د زیات عمر له کبله چې نوره د اولاد راوړلو جوګه نه وي؛ نو په دې صورتونو کې به د دې مېرمنې د عدت موده یوازې درې (3) میاشتې وي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږ ته لارښوونه کوي او ارشاد فرمائي: ﴿وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلاثَةُ أَشْهُرٍ وَ اللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ﴾ (سورة الطلاق 4 آیت).
ژباړه: او ستاسې هغه مېرمنې چې د حیض (دمیاشتنۍ وینې د لیدلو له بیمارۍ) څخه نورې نا امېده شوي وي؛ که چېرته دوی شک ولري (چې آیا نوره دا بیماري پرې راځي او که نه راځي)؛ نو ددوی عدت بیا د درې میاشتو پورې دی؛ او د هغو انجونو عدت هم چې لا تر اوسه د حیض بیماري پرې نه وي راغلي (دوی به هم درې میاشتې انتظار باسي). د حیض په اړه په قرآن کې داسې هم راغلي دي چې: ﴿وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلاثَةَ قُرُوءٍ﴾. (سورة البقرة/ 288آیت).
ژباړه: او طلاق ورکړل شوې مېرمنې دې پخپله تر درې طهرونو پورې انتظار وباسي.

څلورم: كه چېرې یې خاوند پوه شي چې په مېرمنې باندې یې حیض د یو معلوم علت له کبله نه ارځي؛ او علت یې خاوند ته هم څرګند او معلوم وي؛ د مثال په ډول: ډاکټرانو په مؤقت ډول ددې مېرمنې رَحِم بند کړی وي؛ تر څو نور اولاد رانه وړي؛ نو په دې صورت کې دا مېرمن؛ د هغې زړې ښځې په څېر حیثیت لري چې د عمر د پوخوالي له کبله نور له اولاد راوړلو څخه مأیوسه شوي وي؛ او لکه څرنګه چې مونږه مخکې وویل: دا مېرمن به بیا درې میاشتې انتظار باسي؛ او دا هم په هغه صورت کې چې مېرمن یې په خپل دې مشکل باندې باخبره وي. په دې لړ کې به مېرمن انتظار وباسي تر څو دا ستونزه او دا خنډ له منځه ولاړ شي؛ او بېرته پرې حیض راشي.

ځینې علماؤو ویلي دي چې: په دې صورت کې به دا مېرمن ټول یو کال انتظار باسي؛ او هغه هم په داسې شکل سره چې نهه میاشتې به د حمل د مرحلې د بشپړتیا لپاره؛ او درې میاشتې نورې به د خپل عدت څخه دبېرته پاکېدلو لپاره انتظار تېروي.

ګرانو او خوږو لوستونکو! دا ؤو په رجعي طلاق کې د مېرمنې د طلاق هغه مختلف صورتونه چې له تاسو سره مو شریک کړل. اوس که چېرې، قضیه بله وي او هغه دا چې: دې مېرمنې ته د رجعي طلاق پر ځای پوره درې (3) طلاقه ورکړل شوي وي؛ یعنې په داسې ډول سره چې: خاوند یې له دې رجعي طلاق څخه وړاندې چې دوه طلاقه یې ورته ورکړي ؤؤ، اوس یې درېیم طلاق هم ورکړ؛ نو په دې اړه د جمهورو علماؤو نظر دادی چې: دا مېرمن به په هماغه ډول؛ لکه چې مونږ مخکې یادونه وکړه، خپله د انتظار موده تېروي.

ځینې نورو علماؤو بیا ویلي دي چې: دا مېرمن د هغې مېرمنې په څېر حیثیت لري، چا چې خُلع کړي وي، (یعنې د یو څه په عوض کې یې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه کړي وي)، نو په دې صورت کې یوازې یو حیض ددې مېرمنې لپاره کفایت کوي؛ یعنې دا خبره دا معنا لري چې: کله یو خاوند خپلې مېرمنې ته د یو څه په مقابل کې طلاق ورکړي او په مقابل کې يې مېرمن او یا د مېرمن ولي او مشر بېرته هغې خاوند ته په عوض کې یو څه(مال…) ورکړي تر څو د دوی تر منځ طلاق او مفارقت (بېلتون) رامنځ ته شي؛ او بیا خاوند هم ورسره موافقت وکړي او هغه هم د همدې په مقابل کې دا مېرمن پرېږدي؛ نو بیا په دې صورت کې ددې مېرمنې لپاره همدا کفایت کوي چې یوازې د یو حیض د تېرېدلو پورې انتظار وباسي او بس.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړن: محمد خالد (ملکزی)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب