په روژه کې د غاښ وېستل
د ډېرې اړتيا له امله په روژه کې غاښ ويستل روا دی او که ډېره اړتيا نه وي بيا مکروه دی.
او که د غاښ وېستلو پر وخت دوا يا وينه خيټې ته ولاړه شي؛ نو که وينه تر ناړو زياته يا برابره وه او يا يې خوند څرګند و، روژه ورسره ماتېږي. (۱)
۱- احسن الفتاوی ۴/۴۳۶