
په روژه ماتي کې تلوار سنت ده؟
عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال:
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «لا يزال الدين ظاهراً ما عجّل الناس الفطر، لأن اليهود والنصارى يؤخرون».
رواه ابوداود وابن ماجه. الترغيب ۱/۲۷۶
ژباړه:
له ابوهريرة رض څخه روايت دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تر هغه به زما دين غالب وي، څو چې خلک د روژې په ماتولو کې تلوار وکړي، ځکه چې يهود او نصارى یې ډېر وروسته ماته وي.
تشريح:
يعني روژه له لمر لوېدو وروسته سمدستي ماته کړئ، او د ستورو تر راختلو او تيارې تر خپرېدو پورې يې مه ځنډوئ. ځکه دا عمل د يهودو او نصارو و، يعنې هغوی روژه تر ښې تيارې پورې نه ماتوي. نو له هغوی سره مخالفت ضروري دی، ځکه له کافرو سره تشبه حرامه او مکروه ده. ملا علي قاري رحمه الله وايي چې د روافضو عمل هم دا دی چې هغوی روژه تر ډېره ځنډوي. (مرقات)
په دې اړه نور حديثونه
[الف] عن عمر رضی الله تعالی عنه قال:
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «إذا أقبل الليل من ههنا، وأدبر النهار من ههنا، وغربت الشمس، فقد أفطر الصائم».
متفق عليه. مشکوة ص ۱۷۵
ژباړه:
له اميرالمؤمنين عمر رض څخه روايت دی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې له دې لوري شپه راپورته شي، او ورځ له دې لوري ولاړه شي، او لمر ولوېږي، نو روژهدار د روژې ماتونکی شو.
تشريح:
کله چې د لمر لوېدو سره سم له ختيځه شپه راپورته شي، او د لوېديځ لوري ته ورځ پای ته ورسېږي، يعنې د لمر وړانګې ولوېږي، نو روژهدار دې نور د شپې تر پخېدو يا د ستورو تر رڼا پورې روژه ماته نه ځنډوي. کما في حديث آخر.
[ب] عن ابي هريرة رض قال:
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: قال الله عزوجل: «إن أحب عبادي إليّ أعجلهم فطراً».
رواه الترمذي. الترغيب ۱/۲۷۶
ژباړه:
له ابوهریره رض څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: لوی خدای جل جلاله فرمايي: زما له بندهګانو څخه راته ډېر محبوب هغه کسان دي چې په روژه ماتولو کې تعجيل کوي، يعنې د لمر لوېدو سره سم روژه ماته کړي او د ستورو تر راختلو يې ونه ځنډوي.
[ج] وفي رواية عن سهل بن سعد رضی الله تعالی عنه:
ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال: «لا تزال أمتي على سنتي ما لم تنتظر بفطرها النجوم».
الترغيب ۱/۲۷۶
ژباړه:
د سهل بن سعد رض څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما امت به تل زما پر طريقه وي، څو چې په روژه ماتولو کې د ستورو تر راختلو انتظار نه کوي.
[د] وفي رواية عن انس رضی الله تعالی عنه قال:
«ما رأيت رسول الله صلی الله عليه وسلم قط صلى صلاة المغرب حتى يفطر، ولو على شربة ماء».
الترغيب ۱/۲۷۲
ژباړه:
انس رض وايي: ما هېڅکله رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی ليدلی چې د ماښام لمونځ يې کړی وي، تر څو چې به یې روژه نه ماتوله، که څه هم به یې روژه د اوبو په یوه غوړپ سره ماته کړه.
تشريح:
يعني د پیغمبر صلی الله عليه وسلم له شريفو عادتونو څخه دا هم و، چې روژه به يې د ماښام تر لمانځه وړاندې ماتوله. دا هم د روژه ماتولو عملي نمونه وه.