په رسول الله (ص) د قران کریم نازلیدل او خلک اسلام ته رابلل

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ أَنَّهَا قَالَتْ : (( أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ الْوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ ،فَكَانَ لايَرَى رُؤْيَا إِلا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ ،ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الْخَلاءُ وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ ــــــ وَهُوَا لتَّعَبُّدُ ـــــ اللَّيَالِيَ ذَوَاتِ الْعَدَدِ قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ ، ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا ، حَتَّى جَاءَهُ الْحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ ، فَجَاءَهُ الْمَلَكُ فَقَالَ: اقْرَأْ ، قَالَ :مَا أَنَا بِقَارِئٍ ، قَالَ : فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الْجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ: اقْرَأْ ، قُلْتُ :مَا أَنَا بِقَارِئٍ ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الْجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ : اقْرَأْ، قُلْتُ مَا أَنَا بِقَارِئٍ ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ :(( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ، خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ، اقْرَأْ وَ رَبُّكَ الأَكْرَمُ ، )) ،(العلق : ۱ ،۳ ) ،فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَرْجُفُ فُؤَادُهُ ، فَدَخَلَ عَلَى خَدِيجَةَ بِنْتِ خُوَيْلِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا فَقَالَ : زَمِّلُونِي ، زَمِّلُونِي فَزَمَّلُوهُ حَتَّى ذَهَبَ عَنْهُ الرَّوْعُ ، فَقَالَ لِخَدِيجَةَ ـــــ وَأَخْبَرَهَا الْخَبَرَ ــــــ لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي ، فَقَالَتْ له خَدِيجَةُ: كَلا وَاللَّهِ! مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا، إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ ، وَتَحْمِلُ الْكَلَّ ،وَتَكْسِبُ الْمَعْدُومَ، وَتَقْرِي الضَّيْفَ ، وَتُعِينُ عَلَى نَوَائِبِ الْحَقِّ ،فَانْطَلَقَتْ بِهِ خَدِيجَةُ حَتَّى أَتَتْ بِهِ وَرَقَةَ بْنَ نَوْفَلِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى ـــ ابْنَ عَمِّ خَدِيجَةَ ـــــ وَكَانَ امْرَأً قَدْ تَنَصَّرَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ ، وَكَانَ يَكْتُبُ الْكِتَابَ الْعِبْرَانِيَّ، فَيَكْتُبُ مِنْ الإِنْجِيلِ بِا لْعِبْرَانِيَّةِ مَاشَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكْتُبَ ، وَكَانَ شَيْخًا كَبِيرًا قَدْ عَمِيَ ، فَقَالَتْ لَهُ خَدِيجَةُ: يَا ابْنَ عَمِّ اسْمَعْ مِنْ ابْنِ أَخِيكَ ،فَقَالَ لَهُ وَرَقَةُ : يَاابْنَ أَخِي مَا ذَا تَرَى ؟ فَأَخْبَرَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَبَرَ مَا رَأَى ، فَقَالَ لَهُ وَرَقَةُ :هَذَا النَّامُوسُ الَّذِي نَزَّلَ اللَّهُ عَلَى مُوسَى ، يَا لَيْتَنِي فِيهَا جَذَعً ، لَيْتَنِي أَكُونُ حَيًّا إِذْ يُخْرِجُكَ قَوْمُكَ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :أَوَ مُخْرِجِيَّ هُمْ ؟ قَالَ: نَعَمْ لَمْ يَأْتِ رَجُلٌ قَطُّ بِمِثْلِ مَا جِئْتَ بِهِ إِلا عُودِيَ ، وَإِنْ يُدْرِكْنِي يَوْمُكَ أَنْصُرْكَ نَصْرًا مُؤَزَّرًا ،ثُمَّ لَمْ يَنْشَبْ وَرَقَةُ أَنْ تُوُفِّيَ وَ فَتَرَ الْوَحْيُ .

د أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها نه روایت دی چې فرمايی:
په اوله كې به چې په رسول الله علیه الصلاة والسلام وحى نازلیده هغه به ښه خوبونه ليدل، رسول الله علیه الصلاة والسلام به چې د شپی کوم خوب ولیده هغه به لکه د سهار د رڼا په څير داسی ښکاره او صحیح ثابتېده، بیا رسول الله علیه الصلاة والسلام ته تنهايي خوښه شوه هغه علیه الصلاة والسلام به د حراء غار ته لاړ او هلته به پرله پسې څو شپې په عبادت بوخت و ، تر څو به چې به خپل کور ته ستون شو او د بیا لپاره به یې ځان تیار کړ .

بیا به د خدیجې رضی الله عنها کور ته لاړ او د هغه ځاى نه به يې د نورو ورځو لپاره خوراک واخيست او غار حراء ته به لاړ تر دې چې هغه علیه الصلاة والسلام ته حق ښکاره شو او جبرائیل علیه السلام ورته راغى او ورته يې وویل: ووایه (ولوله): رسول الله علیه الصلاة والسلا ورته وفرمایل: زه لوستى نه یم! رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمايي: هغه (جبرائیل علیه السلام) زه دومره کلک ونیولم (دومره زور يې راکړ) چې ما يې وس نه درلود بیا زه هغه پرېښودلم او راته يې وویل: ووایه (ولوله) ما ورته وویل: زه لوستى نه یم! هغه زه بیا ونیولم او دومره زور يې راکړ چې زما طاقت ځواب راکړ بیا يې پرېښودلم او راته يې وویل: ولوله ما ورته وویل: زه لوستى نه یم.

رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمايی: هغه زه بیا د دریم ځل لپاره ونیولم او دومره زور يې راکړ چې زما حوصلې ماته ځواب راکړ او راته يې وویل: و وایه :(( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ، خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ، اقْرَأْ وَ رَبُّكَ الأَكْرَمُ ، )) ،(العلق : ۱ ،۳) رسول الله علیه الصلاة والسلام د همدغه آیاتونو سره د غار حراء نه په داسې حال كې د خدیجې رضی الله عنها کور ته لاړ چې د دغې واقعې له امله يې زړه رېږدېده.

کله چې د خدیجې رضی الله عنها کورته لاړ هغې ته يې وویل: ما په کمپله كې ونغاړه ، ما په کمپله كې تاو کړه. هغه علیه الصلاة والسلام يې په کمپله كې پټ کړ تر دې چې هغه علیه الصلاة والسلام ارام شو، بیا يې خدیجې رضی الله عنها ته ټوله كيسه وکړه او ورته يې وویل: زه په خپل ځان باندی و ویریدم .

خدیجې رضى الله عنها ورته وویل: نه داسې نه ده په الله قسم چې هغه به تا کله هم رسوا نه کړی، ته د ښو اخلاقو څښتن يې، ته د خپلوانو پوښتنه كوې، د بې کسو او غریبو ملګرى او مددګار يې.

میلمه نواز يې او دخلکو مصیبتونه لرې كوې. خدیجې رضی الله عنها رسول الله علیه الصلاة والسلام ورقة بن نوفل بن اسد ته ور ووست، چې هغه د خدیجې رضی الله عنها دتره ځوى و او په جاهلیت كې نصراني شوی و ، د عبراني ژبي لیکوال و او هغه به انجیل په عبراني ژبه لیکه.

هغه ډېر سپین ږیری شوی و او په سترګو ړوند و، خدیجې رضی الله عنها ورقة بن نوفل ته وویل: ای د تره ځویه! د وراره خبره دې واوره! ورقة بن نوفل رسول الله علیه الصلاة والسلام ته عرض وکړ: وراره څه دی ولیدل ؟ رسول الله علیه الصلاة والسلام چې څه لیدلي وو د هغې ټوله كيسه يې ورته وکړه.

ورقه چې کله د رسول اله علیه الصلاة والسلام خبرې واورېدلې ورته يې وویل: دا خو هماغه ناموس (تر ټولو اوالعزمه فرښته جبرائیل علیه السلام) دی کوم چې موسی علیه السلام ته وحیه راوړې وه. کاش چې زه ستا د نبوت په ورځو كې ځوان او تکړه واى.

کاش زه تر هغه وخته ژوندی پاتی شم په کوم وخت كې چې ستاخپل قوم تا له خپل ښاره وباسي. رسول الله علیه الصلاة والسلام په تعجب سره وپوښتل: ایا هغوی به ما اوباسی؟! ورقة عرض وکړ: چا چې هم ستا غوندې دعوت کړی دی د هغه سره خلکو دښمني کړې ده که چېرته زه په هغه وخت كې ژوندی و اوسم زه به ستا تر ټولو کلک ملګرى و اوسم څو ورځې وروسته ورقة بن نوفل مړ شو او د څه وخت لپاره وحیه نازلیدل هم بند شول.

د حدیث تخریج:
بخارى واللفظ له: کتاب بدء الوحى، باب: كيف کان بدء الوحى الی رسول الله صلی الله علیه وسلم، حدیث: (۳) او په کتاب: احادیث الأنبیاء، باب: (واذکر فی الکتب موسی انه کان مخلصا وکان رسولانبیا، (۳۳۹۲) همداسې په کتاب: التفسیر: سورة (اقراء باسم ربک الذى) ( ۴۹۵۳) او په: کتاب التعبیر، باب: اول ما بدئ به رسول الله صلی الله علیه وسلم من الوحى الرؤیا الصالحة، (۶۹۸۲)
مسلم: کتاب الایمان، باب: بدء الوحى الی رسول الله صلی الله علیه وسلم، حدیث: (۱۶۰)
ترمذى: أبواب المناقب عن رسول الله، باب: فى ذکر رؤیا الصادقة عند بدء النبوة، حدیث: (۳۶۳۲)

د حدیث فائدې:
۱ : رسول الله علیه الصلاة والسلام ته به په اوله كې وحیه په خوب كې راتله او هغه به سهار ته رښتیا شوه

۲: رسول الله علیه الصلام والسلام په غار حراء كې تنهايي خوښوله.

۳: جبرائیل علیه السلام چې به رسول الله علیه الصلاة والسلام په خپله غېږه كې کلک نیوه، نو د هغې نه يې مراد داوه تر څو هغه علیه الصلام والسلام جبرائیل علیه السلام ته په په زړه او ذهن سره متوجه شی چې هغه څه وايي.

۴: جبرائيل علیه السلام چې خپلې خبرې درې ځلې تکرار کړې د دې نه يې مراد دا وه، چې هغه په دې یقیني کړي، چې هغه ته ډېر مهم څه ویل كېدونكي دي.

۵: اولنى آیت چې په رسول الله علیه الصلاة والسلام نازل شو هغه د ا اقرأ باسم ربک الذی خلق دی.

۶: خدیجه رضی الله عنها د اخلاقو یوه ډېره ښائسته نمونه وه، کله چې رسول الله علیه الصلاة والسلام د غار حراء نه راستون شو او هغه علیه السلام ریږدیده نو هغې رضی الله عنها په ټوټه كې تاو کړ او ورته يې وویل: الله عزوجل به تا کله هم نه رسوا كوي، ځکه ته علیه السلام د خلکو سره ښیګڼه كوې او داسی نور.

۷: د ښو صفاتو څخه یو هم د خپلوانو سره نیكي او د هغوی پوښتنه کول دي که هغه نېكي په مال وي که په خدمت وي او که په لېدلو او پوښتنه وي.

۸: د ښو صفاتو څخه یو هم د غریبو او یتمیانو سره مرسته او د هغوی پوښتنه کول دي.

۹: یو ښه مسلمان ته پکار دي، چې هغه میلمه دوست او میلمه خوښونكى وي.

۱۰: په دې كيسه كې د خدیجې رضی الله عنها دپوهې کاملیت هم معلومېږی، د هغې رایه د زړه قويوالی او ښه نظر، د علي بن ابي طالب نه روایت دی، چې رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل:
(خَيْرُ نِسَائِهَا مَرْيَمُ ابْنَةُ عِمْرَانَ وَخَيْرُ نِسَائِهَا خَدِيجَةُ ).

مریم بنت عمران علیها السلام د خپل وخت تر ټولو ښه ښځه وه او خدیجه رضی الله عنها د دې امت تر ټولو بهترینه ښځه ده.

بخاري: کتاب احادیث الانبیاء، باب: (واذ قالت الملئکة یمریم ان الله اصطفک ) حدیث، (۳۴۳۲) مسلم: کتاب فضائل الصحابة، باب: فضائل خدیجة أم المؤمنین رضى الله عنها (۲۴۳۰)

۱۱: په حدیث كې د ناموس نه مراد جبرائل علیه السلام دی او ناموس د خیر رازدان ته وايي. الله عزوجل جبرائيل علیه السلام د وحی لیږلو لپاره ټآکلی وه.

۱۲: داسې هېڅ نبي نه دی راغلی، چې قوم يې د خپل کلی څخه نه وي ویستلی، الله عزوجل بیا هغوی بیرته کامیاب کړي او خپل کلي او ښار ته کامیاب راستانه شوي وي لکه رسول الله علیه الصلاة والسلام چې د مكې نه مدینې ته هجرت وکړ او بېرته فاتح مكې مکرمې ته ننوت.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب