په خبرو کې اسلامي او افغاني فرهنګ

خبرې انساني لوړ ارزښت دی. الله جل جلاله فرمایی: خلق الانسان . علمه البیان. ( د الرحمن سوره ۳-۴ آیتونه)

انسان الله  جل جلاله خلق کړ او بیان او خبرې یې ورزده کړې . نو انسان ته په کار ده چې د الله  جل جلاله دشکرانې په خاطر خپل بیان دده په ذکر اویاد وکاروي.

زموږ معاشره کې  دې ټکي ته پام لږ کېږي او لږ داسې کسان لیدل شوي چې خپلې خبرې هغه ډول چې ښایې وکړي ، دغه راز ډېرې ناوړه او بې ادبه کلمې هم دځینو له خوا کاریږی چې نه  زموږ اسلامي فرهنګ سره اړخ لګوی او نه هم افغاني فرهنګ سره. په دې ډله کې  هم زموږ دری ژبې هیوادوال راځي او  هم  پښتو ژبي اوهم دنورو ژبو ویونکي داسې ناوړه کلمې په خپلو ورځنیو  محاورو کې کاروي چې دلته یې  یادول دشرم ځای دی او ان دځینو په ژبو کې خو تکیه کلام ګرځېدلي وي. همدارنګه بې ګټې کلمې هم کارول ډېر معمول دی، زویه ، بچېم، په کیسه کی یی مه اوسه، لاش، کچه، … او نور چې دهیواد په بېلابېلو ځایونو کې فرق کوي.

زموږ یو شمېر له بهره راغلي هیواد وال او همدارنګه زموږ یو شمېر هغه ځوانان چې انګریزي او کمپيوټر زده کوی په خپلو خبرو کې بهرنۍ کلمې  ډېرې کاروي. دبېلګې په ډول په تیلفون کې خو هلو یا الو کلمې ان دټولو په ژبه راځي ، بای بای، ټنګیو، ګریټ… او نورې کلمې. یو شمېر کسان بیا دځان ښودنې لپاره ان که په خپله ژبه کې دیوې کلمې په کارونه پوه هم شي په قصدی توګه یې نه کاروي او انګریزي کلمې کاروي. داکار هم ډېر معمول دی، که چېرې موږ ځانګړې کلمه ونه لرو نو مهمه نه ده که بهرنۍ کلمه وکاروو خو که چېرې موږ خپله کلمه لرو نو بیا په کارنه ده چې پردۍ ژبه وکاروو.

که چېرې وغواړو چې دخپل ژوند له هرې شیبې نه دثواب لپاره ګټه پورته وکړو او وغواړو چی اسلام مو دژوندانه په ټولو چاروکې ځای ولري نو اړینه ده چې اسلامي فرهنګ په کې باید ځای کړو.
الله  جل جلاله فرمایی : یا ایهاالذین آمنو ادخلو في ا لسلم  کآفَّةً. ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړي په اسلام کې په بشپړه توګه ننوځي. (دبقرې سوره ۲۰۸)
دا ډېر ساده ده کومه ستونزه نه لري ډېره ساده او اسانه  کلمې لرو چې کیدلای شی همیشه یې په خپلو خبرو کې وکاروو او خپلو خبرو ته اسلامی بڼه ورکړو. لکه انشاالله چې ډېره کارونه هم لري .

الحمد لله ، ماشاالله ، سبحان الله ، … دغه راز دیوڅه دیني زده کړې په کولو سره کولای شو په خبرو کې دپاک قران آیتونه او دنبوی احادیث وکاروو. که مو عربي متن نه وی یاد نوکولای شو ژباړه یې ووایو او خپل ورځنی چارې دهغو مطابق پرمخ بوځو. څه ډول چې ښکاره ده اسلام یو جامع ، کامل او بشپړ دین دی دژوندانه هیڅ  یوه برخه هم الحمد لله  ترې پاتې نه ده چې په اړوند یې لارښوونه ونه لري ،نو ترهغه ځایه چې پرې پوهیږو  او وسه مو رسېږي په خپلو خبرو کې هغه باید وکاروو.
که چېرې ددې متن لوستونکي هغه کسان چې تراوسه یې دې ټکي ته پام نه وو او وروسته له دې په خپلو خبرو کې اسلامي فرهنګ ته لا وده ورکړي نو ان که شمیریې ډیر لږ یو یادوه کسان هم وي ددوی خبرې په ټولنه انشاالله  اغیزه کوي ، دهغوی کورني به لومړی تراغیزې لاندې راشي له ده نه به کشران هم دده له خبرو که خدای کول تقلید وکړي او دا فرهنګ به خپور کړي، او که چېرې په ټولنه کې له هرچا سره په اسلامي فرهنګ خبرې وکړي او آیت او حدیث وکاروي نو هراوریدونکی به له ده اغیزمن وي.

له خبرو مو يوازې مطلب هغه دخولې خبرې نه دي ، بلکې لیکنې مو هم باید اسلامي او په هغو کې اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې ونیسو مطلب له بیان او افادې نه دی که هغه خبرې کول دی یا لیکل دی او ان که اشاره ، تصویر ، کارتون ، سمبول او هغه څه چې دبیان زریعه وی باید  اسلامي بڼه ولري او که چېرې د اړتیا له مخې  بشپړه اسلامی بڼه نه لري نو  کله هم باید نااسلامي  او دخپل دین او فرهنګ داساساتو مخالف دبیان زریعه ونه کاروو.

د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ