په تیز باران کې څنګه موټرواني وکړو؟

باران دی، ښه تیز باران! اوبه پر سرکونو روانې دي؛ هوا هم ګردجنه ده. تاسې موټرواني کوئ، څنګه کولای شئ، چې په هوسا او خوندي ډول موټر په داسې یو حالت کې وچلوئ؟؟!

۱ـ که اشد ضرورت نه وي، موټر مه چلوئ. په خبرونو کې هم اورئ او خپله هم ګورې. باران دی، وریځ ده، او په فضا کې خړ ګرد خپور دی، نو ښه خبره دا ده، چې قرار خپل کور کې کینې او ارام وکړئ او پیاله چای وڅښي.

اممم، که ستاسې سفر ضروري وي او باید چې موټروانې وکړئ، نو:

۲ـ د موټر څراغونه مو وګورئ او چیک يې کړئ، چې کار کوي او کنه! ځان ډاډه کړئ، چې دواړه چراغونه جوړ دي. کله چې باران و، تل خپل څراغونه بل کړه. ځان یو ځل بیا ډاډه کړه، چې څراغوانه بل دي.

۳ـ د حالاتو مطابق څراغونه ولګوه.

په یاد ولرئ، که تاسې په عادي باران کې تر ټولو تیز څراغونه، هغه چې د ډیر ګرد و عبار په وخت کې استعمالیږي، چې ورته fog lamps ویل کیږي، ولګوئ، نو دا چاره بلکل له خطره ډکه ده. ستاسې مخامخ موټروان سترګې نیول ګیږي او د ټکر لامل ګرځي. دا څراغونه (Fog lamps) یواځې په هغه وخت کې استعمالیږي، چې کله له ۱۰۰ مترو څخه اخوا څه نه ګورې.

۴ـ د موټروانۍ روش مو بدل کړئ.

په باران کې موټرواني له عادي حالت سره توپیر لري. د موټر سرعت مو باید راکم کړئ. کوښښ وکړئ، چې د موټر سرعت مو باید نیم په نیم له عادي حالت څخه کم اوسي او په لاره کې د جمپونو په وړاندې ویښ فکر ولرئ. د مخکې موټر (هغه چې له تاسې مخکې روان دی) او ستاسې د موټر ترمنځ باید پوره او مناسبه فاصله وجود ولري. دومره فاصله چې تاسې له ۴ ثانیو په زیاته موده کې ووهئ، نه په ۴ ثانیو او یا له دې څخه کمه موده کې. که مناسبه فاصله ولرئ، له بیلا بیلو خطرونو څخه پر وخت ځان ژوعورلی شئ.

۵ـ پر سرک ولاړو ابو کې باید موټر ته ډیر ایکسلیټر ورنه کړئ. ارام اووسئ او پریږدئ، چې موټر مو خپل واوړي.

۶ـ کله چې په سیلاب کې موټرواني کوئ، نو ډیره خطرناکه ده. کوښښ وکړئ یو مناسبه او بدیل لاره ولټوئ. که داسې نه وي، نو ځان ډاډه کړئ، چې ځای ډیر ژور نه دی. بل دا چې که مخکې کوم موټر په سیلاب ور روان وي، پریږدئ، چې هغه پوریوځي؛ بیا تاسې حرکت وکړئ. کله چې مو موټر ته په سیلاب کې ایکسلیټر ورکړ، بیا يې بیرته مه پریږدئ، کنه اوبه به د موټر انجن ته داخلې شي.

په باران کې د موټروانې لپاره ځینې نورې لارښونې هم شته، چې بیا به پرې بل وخت بحث وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب