په تیر تاریخ کې د حکومتونو تر منځ د معاهدو د پټو مادو نمونه
د وخت حکمرانان د خپل واک د ګدۍ د ساتلو لپاره وخت او شرایطو ته په کتو سره ډول ډول ځانګړې کړنلارې جوړوي او په کار یې اچوي تر څو وکولی شي چې خلک د خپل حاکمیت په قلمرو کې د اوآمرو پابند وساتي.
قاجاري کورنۍ چې په اصل کې تُرکان دي په ایران کې د اقلیتونو له ډلې ځنې دي خو د ایران په خاوره یې څه باندې ۱۳۰ کاله حکمراني کړې. ورستي پاچاه ېې احمد شاه په کال ۱۳۰۴هجري کې واک رضاشاه پهلوي ته وسپاره. د دي لپاره چې قاجاریان د ټولنې د اکثریتو له ډلې ځنې نه وه او په هیواد کې دننه یې د غوڅ اکثریت ملاتړ نه درلود، د واک د ساتلو لپاره یې د بهرنیو هیوادونو ملاتړ د یو ټول شرطونو په بدل کې تر لاسه کاوه تر څو خپل واک ته دوام ورکړي. یو له دغو شرطونو څخه د امریکا د وخت د ریئس جمهور بنجمین هریسن له خوا په قاجاري حکمرانانو ایښودل شوی شرط وه چې هغه په ایران کې د ښځینه او یا نجونو د زده کړي په اړه وه. دغې مسلې ته وروسته راګرځم، مخکې له دې د یادونې وړ ده چې د ایران په شمول اسلامي نړۍ د لیک، لوست، شعر، طبابت اوساینس پوهنې غږ له پخوا اوچت کړی وه چې د ومې میلادي پیړۍ له پیل نه د دیارلسمې پیړۍ تر پایه پورې دغه دوره د اسلام په تاریخ کې د Golden age یا طلائي دورې په نامه یادېږي چې بلعکس بیا دغه دوره په غربې نړۍ کې دage Dark یعنې تورې دورې په نامه یادیږي ځکه چې په دغه برخه د تاریخ کې اسلامي نړۍ ډیرې بنیادي لاس ته راوړنې د بشریت په تاریخ درلودې چې د دغو لاس ته راوړنو په نوم لړکې ښځو هم برخه درلوده. وروسته د لاس ته راوړنو دغه سلسله د غربي نړۍ له خوا شنډه شوه چې په ایران کې د قاجاري حکومت منځ ته راوړل هم د اسلامي تمدن د شنډولو یوه برخه وه. پوښتنه به مو دا وي چې شرط څه شی وه؟
د څو نورو شرطونو تر څنګه د امریکا د حکومت د شرط یوه برخه د ایران د قاجار له حکومت سره دا وه چې حکومت باید په ایران کې ایراني اخوندان د نجونو د زده کړې په وړاندې را ولاړ کړي او د نجونو ښونځي ناروا وبلي.قاجاري حکومت ته ویل شوي وه چې د دې شرط د عملي کولو په پایله کې به د ایران د راتلونکو نسلونو نیمه برخه د تُرکي قاجاري زورواکي په مقابل کې شنډه شي او له دې حقیقت نه به لري وساتل شي چې د ایران خاوره د تُرکانو نه بلکه د ایرانیانو ده. د شرط دویمه برخه دا وه چې په ایران کې دې مذهبي اقلیتونو یعنې عیسوي او یهودي میشتو وګړوته د نجونو د ښونځیو زمینه برابره شي. قاجاري حکمرانانو شرط پر ځای کړ، ایراني آخوندانو د نجونو زده کړه په اسلامي ټولنه کې د ناروا اړیکو د تامینولواو په ټولنه کې د فساد د رامنځ ته کولو لامل وګاڼه. د نورو مذاهبو ټولنې له دغه حکم څخه مستثنا یادې شوې وي.
که څه هم قاجاري حمکرانان د دغې کړن لارې د عملې کولو په ترڅ کې تر څه وخته خپل اهداف تر لاسه کړي وه خو د قاجاري زورواکي د پای لامل هم د همدغې کړن لارې پایله وه. د ایران ځنې خلک پر دې پوهیدل چې حکومت د خپل واک د دوام لپاره د نجونو ښونځې تړلي. د نجونو ښونځي تر هغو تړلي وه تر څو چې یو شمیر ایراني ښځو زده کړه خپل الهي حق وباله او د قاجاري استعمار په مقابل کې یې پراخه لاریونونه پیل کړل چې په پایله کې یې د نجونو د ښونځیو تړلې دروازي د تل لپاره خلاصې کړې. په دغو ښځو کې یوه پیاوړې ښځه بانو طوبا آزموده وه چې د تاریخ په پاڼو کې یې نوم ځلانده دی. د یو ډول نورو لامیلونو تر څنګه د بانو طوبا دغه زړورتیا په ایران کې تُرکي زورواکي ته د پای ټکې کیښود. کله چې ایراني ټولنه پر دي وپوهیده چې د نجونو ښوونه د نسلونو په روزنه کې پیاوړې او رغنده رول لري او په ټوله کې زده کړه د پردیو له استعمار نه خلاصون ته لاره هواروي، نجونو ته ېې په پوره ډول د زده کړې زمینه برابره کړه. کله چې په کال ۱۹۷۹م کې د ایراني اخوندانو مشر حیات الله خمیني واک تر لاسه کړ، د نجونو له زده کړې یې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ او د ښځو زده کړه یې په خپل هیواد کې د استقلال په لاس ته راوړلو کې یو مهم لامل وګاڼه. نن ورځ په ایران کې د آخوندانو حکومت تر بل هر وخته پیاوړی او د نړۍ والو له استعمارنه خلاص دی.
انجنیر خیرالله حسینې