د جنازې وړل او خښول

د جنازې وړل:

دجنازی دپورته کولو طریقه داده چه اول د کټ يا چهارپايې دمخ راسته پايه پر خپله راسته اوږه کښيږدی اولس قدمه ولاړشي ددی څخه ورسته دشا راسته پايه په راسته اوږه کيږدی لس قدمه ولاړشي ددی څخه ورسته دمخ طرف چپه پايه بيا دشاطرف چپه پايه په چپه اوږه کيږدی لس لس قدمه به ځی چه جمع څلويښت قدمه کيږي (درمختار ).

دجنازی تيز وړل پکاردی داسې تيز هم نه چه مړی وښوری

دجنازی سره د ښځو تلل مکروه تحريمی دي .

دجنازی مخکې د کومی سولۍ تلل مکروه دي .

قبر او د جنازي خښول :

دقبر اوږدوالې دمړی د قد په اندازه وي ژوروالی (عمق ) يې دانسان دقامت ټټر ياسينی په اندازه دی تر هغه ذيات بهتره دی او عرض يې د طول يا اوږدوالی نيمايې وي .

your ads

بغل ګور (لحد) بهتره دي خوکه زمکه خامه وي نو بيا سيده (شق ) قبر هم صحی دی .

په قبر کې چه کله مړی ږدی داسې به وایې بِسمِ اللهِ علی ملة رسول الله ورسته به مړی پر ښی اړخ قبلې ته مخامخ څملوي .

دمړی په قبر کې تر ايښودو ورسته په لاسو کې خاوری واخلی دری ځله به يې په قبر باندی واچوي په لومړی ځل به وايی مِنْهَاخَلَقْنکُمْ او دوهم ځل وايې وَفِيْهَانُعِيْدُکُمْ او دريم ځل وايې وَمِنْهَانُخْرِجُکُمْ تَارَةً اُخری يعنی الله تعالی فرمايی چه ما تاسی ددی خاوری نه پيداکړي ئی اوبيا مو ديته بيرته واپس کوو او ددينه مو دوباره دقيامت په ورځ راباسو.

مړی له تابوت سره خښول جواز نلری (المقرب لأحکام الجنائز ).

دمړی د سر او پښونه بغير نوري د سينی او پښو دکفن غوټی خلاصول پکار دي (المقرب لأحکام الجنائز ).

قبر ماهی پوشت شکله جوړيږی چه لوړوالې به يې تر يوه لويشت لوړ نه وي .

دښځی قبر ته انتقال په وخت کې پرده ضروری ده .

په قبر ابه شيندل مستحب دي .

لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها (مسلم ).

دقبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوی .

نهى رسول الله ص أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).

رسول الله منع فرمايلی د قبرله پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی ذياتول ،دهغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب