په اندلس کې د اسلامي خلافت وروستۍ سلګۍ !
اندلس تاريخي فتحه ، هلته مادي او معنوي انقلاب ، اته سوه کلن تاريخ ، او بيا د اندلس سقوط يا له لاسه وتل ، د اسلامي امت بلخصوص د ځوان نسل لپاره د درسونو او عبرتونو يوه لويه پانګه ده ، چې د تاريخ د پنډو کتابونو په غيږ کې يې ځاى نيولى دى ، د اندلس پر لمن د طارق ورکيوتل ، د لرزيق ماتې ، د قرطبې ، اشبيليې ، اندلسې ، بلنسيې او غرناطې فتحه ، د يو لوى انقلاب اغاز ، د ابن حيان القرطبي ، ابن خلدون ، ابن حزم ظاهري ، ابو القاسم المجريطي ، او ابوالقاسم الزهراوي په شان ستر ، ستر علماء ، د الزهراء ، الحمراء ، الکامل ، المعشوق او المبارک پشان دنګې دنګې او برجورې ښکلې ماڼۍ ، او جنت نظيره ځمکه …. بيا خپلمنځي شخړې ، يو بل سرکوبول ، د خپل ورور خلاف له کفارو د مرستې طلب ، د قرطبې سقوط ، د اشبيليې سقوط ، ورپسې نور ښارونه ، بلاخره د غرناطې او ټول اندلس سقوط د تاريخ هغه باب دى ، چې يو ويده قوم د غفلت له درانه خوبه را بيدارولى شي ، کله چې اندلس د طارق ابن زياد رحمه الله په مبارکو لاسونو فتحه شو ، نو پيړۍ پيړۍ اندلس د مسلمانانو يوه محکمه کلا وه ، د علم ، روحانيت ، تمدن او اخلاقياتو مرکز وو ، د اسلامي خلافت يوه بې سارې او ريښتينې نمونه وو .
د اندلس له غېږې د اورپا پر ګوټ ګوټ باندې د علم ، تجربو او اخلاقو وړانګې پريوتې ، د اورپا لوى ، لوى پوهان په خورا ادب سره د قرطبې او غرناطې په درسګاوو کې د مسلمانو علماوو پر مخکي د شاګردي ګونډو ووهلې ، اندلس په خپله نامې غيږ کې داسې نوميالي علماءوروزل چې ، لا تر اوسه ترې د علومو تږي خپلې تندې خړوبوي ، او اندلس د ځمکې پر مخ د مسلمانانو جنت وو ، اندلس تر هغو د مسلمانانو اندلس وو ، چې تر کومه مسلمانان په خپل دين قايم ول ، د خداى تعالى په دين يې منګولې ښخې وې ، او د اسلام پنځه ګونو بناو تر څنګ د جهاد رکن ته پابند پاتې ول ، الهي سنت داسې دي چې خداى تعالى د يو قوم حالت تر هغو نه بدلوي تر څو هغه قوم په خپله خپل حالت تبديل نکړي ، چې په اندلس کې هم کټ مټ همداسي وشول ، کله چې اندلسيانو د خداى تعالى له مبارک دين څخه مخ وګرځاوو ، جهاد ، قرباني ، ننګ او غيرت يې تر پښو لاندې کړل ، له يو لوى مصيبت سره لاس او ګريوان شول.
د اندلس په محکم جوړښت باندې زلزله ګډه شوه ، د بغاوتونو ، ځانپالنو او تعصبونو چټل دريابونه په مستۍ شول ، اسلامي خلافت خپل شان او شوکت له لاسه ورکړ ، اندلس د زړبودۍ خزان راحصار کړ ، د بدن نازک غړي يې يو يو لکه خزان وهلې پاڼې ژيړ مخ پر ځمکه پريوتل ، قرطبه ، اشبيليه ، طليطله ، او نور ټول ښارونه د کفارو پر لاس سقوط شول ، او يواځې غرناطه د وروستي سنګر په حيث مسلمان قوم ته ورپاتې وه ، په کال 895 هق کې فردينند د غرناطې په لور لښکر کشي وکړه ، چې کله د غرناطې تر څنګ راورسيد ، ټول ښار يې محاصره کړ ، شاوخوا باغونه، فصلونه او اباد کلي يې تالا والا کړل ، مسلمانان له څلورو خواوو څخه محاصره شول ، محاصره ورځ تر بلې تنګېده ، او کابو اته مياشتي يې دوام وموند ، د ښار خلکو ابو عبدالله ته وويل ـ تر هغو چې زموږ په بدن کې روح پاتې وي تر هغو به موږ له دښمن سره مقابله کوو ، موږ د لوږې د مړيني په ځاى دا غوره ګڼو چې د جګړې په ميدان کې د دښمن په غشيو او نيزو ولګيږو او شهيدان شو ـ ـ ـ
سلطان ابوعبدالله د الحمراء په ماڼۍ کې عاجله غونډه راوبلله تر څو له دښمن سره د جګړې او سولې اړوند مشوره وکړي ، په غونډه کې ټولو ګډون والو په يو غږ د جګړې خبره کوله خو سلطان د جګړې پر ځاى په سوله خوښ وو ، غوښتل يې داسې سوله وشي چې مسلمانان د کفارو له ضرر څخه خلاص شي او د غرناطې ښار بې له کوم مقاومت څخه عيسويانو ته تسليم کړي ، ابوالقاسم يې په پټه فردينند ته ورولېږه ، تر څو د سولې خبرې ورسره وکړي ، فردينند چې کله د ابوالقاسم له خولې د سولې خبر واوريده ، ډير خوښ شو ، ځکه چې د جګړې له لارې د غرناطې نيول خورا ستونزمن کار وو ، د سولې خبرې پيل شوې ، پنځلس مادييز تړون چمتو شو ، دواړو مشرانو ورباندې لاسليكونه وکړل ، د تړون په دېارلسمه ماده کې راغلي وو چې مسلمانان به د شپيتو ورځو په دننه کې دالحمراء ماڼۍاو نور ټول سامان او اسلحې عيسويانو ته سپاري او سلطان به له خپلو ملګرو سره له ښاره وځي ، خو لا شپيته ورځې نه وې پوره چې عيسويانو خپل عهد مات کړ او د غرناطې په ښار لکه وږي ليوان ورکېوتل ، په ښار کې غلغوله جوړه وو ، کفارو له خوښۍ نڅيدل ، خو د مسلمانانو له زړونو يو خداى خبر وو ، عيسايان ټول د الحمراء ماڼۍ خو اته راجمع شول ، د ټولو سترګې د الحمراء د ښکلې ماڼۍ په لور کږې وې ، څو تنه سپاهيان د الحمراء ماڼۍ تر ټولو لوړ برج ته پوره شول او د اسلام سپين بيرغ يې ښکته وغورځاوه ، او پر ځاى يې د سپينو زرو صليب پورته کړ او د لمر په شغلو کې يې ځلکا پيل کړه ، له همدې ورځې نه د اندلس له جنت نظيره خاورې نه اسلامي نظام خپله کډه بار کړه ، انا لله وانا اليه راجعون
ليکوال : صميم اخندزاده