په اسلام کې قومي تعصب نشته
بسم الله الرحمن الرحیم
دا معلومه خبره ده چی الله پاک په دنیا کی په مختلفو ډولونو اوقومونو باندی انسانان پیداکړیدی، خوکوم شئ چی الله دټولو انسانانو دشرافت اوعزت اواصالت معیار ګرځولیدئ هغه إسلام اوتقوی ده، ځکه الله پاک په قرآن عظیم الشأن کی فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَـئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.[سورة البینة 7].
ژباړه: په یقین باندی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ، اونیک کارونه کوی هغوی بهترین دمخلوقاتو دی. دایی په باره کی دمومنانو اونیکوکارانو خلګو ویلی دی.
بیاددی وروسته فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَآ أَوْلَـئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ.[سورة البینه 8]
ژباړه: په یقین باندی هغه خلګ چی کافران سوی دی داهل کتابو څخه او یامشرکینو څخه نودوی به په اورکی دجنهم وی دتل لپاره ، اودوی بدترینه دمخلوقاتودی.
همداراز الله پاک په بل ځای کی فرمایی: يأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُواْ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عَندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.[الحجرات 13].
ژباړه: أئ انسانانو! ماتاسی دیوه نر اوښځی څخه پیداکړی یاست، اوتاسومی ډلی ډلی اوقوم قوم ګرځولی یاست ددی لپاره چی تاسو یو بل سره وپیژنئ، په یقین باندی باعزته ستاسو دالله په نزد متقی اوپرهیزګارستاسودئ، په یقین الله عالم اوباخبره دئ.
او په حدیث کی راځی:
عَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ».[سنن ابی داود باب فی العصبیة حدیث 5123]
ترجمه: دحضرت جبیربن مطعم رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زمونږڅخه ندئ هغه څوک چی خلګ قوم پالنی ته راوبولی. اوزمونږڅخه ندئ هغه څوک چی پرقوم پالنی باندی جنګ وکی. اوزمونږ څخه ندئ هغه څوک چی پرقوم پالنی باندی مړسی.
یعنی څوک چی په اسلام کی قوم پالنه ترویجوی، دقومیت اونسب پربنیاد تقسیم اوجدایی مابین کی دخلګو راولی، لحاظ ته دقومیت ترلحاظ دشریعت ترجیح ورکوی ( مثلا دده خپل قوم چی شرعاملامت وی خودقومی پخاطریی ملامت نبولی اودقومی پخاطریی مراعات کوی)، پرخپل قوم دخلګوسره جنګ کوی کڅه هم پرناحقه وی،قومی معیاردشرافت اواصالت کڼی،ځان پخاطردقومی ترځینی نورو خلګواصیل اوبهتره کڼی، یاپداسی حال کی مړسی چی دقومیت پورتنی مفکوره ورسره وی، نودغه سړی ته رسول اکرم (ص) فرمایی: “دئ زمونږڅخه ندئ”.
دیادونی وړده چی دقومی مراعات کول، اوپرقومی باندی جنګ کول، دقومی پخاطریو سړئ پربل سړی اصیل کڼل، قومی اوقومیت معیاردشرافت اوداصالت جوړول، په ټولوشیانوکی قومی ته اعتبارورکول، اوهمداسی نور…. جی دقومی پخاطرکیږی ، ټوله هغه خبری دی، چی مخکی تراسلام په مابین کی دخلګو وی، خوچی کله اسلام راغی نوداټولی خبری پاته اونارواسوی، لکه چی په حدیث کی راځی چی رسول اکرم (ص) په خپل وروستنی اودخدای په امانی حج کی چی په زرهاوو مسلمانان ولاړوه وفرمایل:
« يا أيها الناس ألا إن ربكم واحد وإن أباكم واحد إلا لا فضل لعربي على أعجمي ولا لعجمي على عربي ولا لأحمر على أسود ولا أسود على أحمر إلا بالتقوى » [مسندامام احمد جزء 5 صفحه 411]
ترجمه: ائ خلګو! خبراوسئ چی ستاسوپروردګاریودئ، اوستاسوپلاریودئ ( چی آدم علیه السلام دئ) خبراوسئ! چی فضلیت نسته دعرب لپاره پرعجم اودعجم لپاره پرعرب، اوفضیلت نسته دسره لپاره پرتور، اودتورلپاره پرسره مګرپه تقوی سره.
یعنی: عربیت چی هغه یوه قومی ده اوعجمیت چی هغه هم یوه قومی ده، اوسپین پوست والی چی هغه هم خاصیت دیوقومی دئ ، اوتور والئ چی هغه هم خاصیت دیوقومی دئ، یولاهم معیاردفضیلت دانسان نشی کیدلای، بلکه معیاردفضیلت دانسان فقط اوفقط تقوی اوپرهیزګاری ده، پرهیزګارچی دهری قومی وی بهتره ترهغه چادئ چی پرهیزګارنوی هغه که دهری قومی څخه وی.
او داغسی په بل حدیث کی راځی: إذا كان يوم القيامة أمر الله مناديا ينادي ألا إني جعلت نسبا وجعلتم نسبا فجعلت أكرمكم أتقاكم فأبيتم إلا أن تقولوا فلان بن فلان خير من فلان بن فلان فاليوم أرفع نسبي وأضع نسبكم أين المتقون ) [رواه الطبراني في الأوسط والصغير والبيهقي]
ژباړه: کله چی ورځ دقیامت راسی نوالله پاک یو آواز کوونکی ته امروکړی ، چی په خلګو کی آواز وکړی: خبر اوسئ چی ماځانته نسب ګرځولئ اوتاسو ته می هم نسب ګرځولئ نومی بهترینه ستاسو هغه څوک وګرځوئ چی متقی وی، خوتاسو ممانعت وکئ (خبره مو ونه منل) مګرداسی مو ویل فلانئ دفلانئ زوی تر فلانی دفلانی زوی بهتره دئ، اوس نن ورځ زه خپل نسب پورته کوم اوستاسو نسب کښته ایږدم، چیرته دی پرهیزګار خلګ؟.
مقصد دادئ چی ماپه دنیا کی هم په تاسوکی بهترینه او اصل هغه څوک ګرځولئ وو چی هغه پرهیزګاره انسان وای خوتاسو ځما ودی تفاضل ته ونه کتل بلکه دځانه څخه هغه څوک ښه اوبهتره ګڼئ کوم چی په تاسو کی دیو خاص نسب اوقومۍ خاوند وائ ، نونن ورځ هغه نسب اوقومی ته اعتبار نشته، کوم شئ چی نن ماته داعتبار وړدئ هغه فقط تقوی ده اوبس.
اوپه بل حدیث کی راځی: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِىٌّ وَفَاجِرٌ شَقِىٌّ أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ لَيَدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِى تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ » [سنن ابی داود 5118]
ژباړه: ابوهریره رضی الله تعالی عنه فرمایی: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خدای پاک ستاسوڅخه هغه تکبر دجاهلیت او فخر کول په پلارونو باندی ایسته کړئ دئ، څوک به یا پرهیزګاره مومن وی اویابه بدبخته ګنهګار وی، تاسو اولاد دآدم علیه السلام یاست، او آدم علیه السلام دخاورو څخه پیدا سوئ وو، ارو مروبه خلګ په خپلو پلارونو باندی فخر کول پریږدی، یقینا دغه خلګ به یوه سکروټه دسکروټوڅخه دجهنم وی اویابه هم الله پاک ته تر ګوغلتانی بی اهمیته وی هغه چی په خپلی پزی باندی دفع دنجاست کوی.
پرقومی باندی جنګ اوقوم پرستی حرمت ئی دونه سخت دئ چی دفقهی په کتابونوکی راځی:
قال في شرح درر البحار وفي النوازل وجعل مشايخنا المقتولين في العصبية في حكم أهل البغي .[ردالمحتارعلی درالمختارجلد 2 صفحه 211]
ترجمه: په شرح درر البحارکښی یی ویلی دی: په نوازل کی راغلی دی: چی زمونږمشائخوګرځولی هغه خلګ چی په قومی کی مړه کیږی په حکم کی دباغیانو( یعنی که په صحنی کی دجنګ مړه سی نه به غسل ورکول کیږی اونه به هم مونځ دجنازی).
اوداغه رقم په ردالمحتارکی په مذکوره صفحه کی په حواله ده « المغنی » لیکی: وكذا الواقفون الناظرون إليهما إن أصابهم حجر أو غيره وماتوا في تلك الحالة.[ردالمحتارعلی درالمختارجلد 2 صفحه 211]
اوداغه رقم دئ حکم ( چی غسل اومونځ دجنازی به نه ورکول کیږی) دهغه خلګوچی دوی جنګ ته دقومی ولاړوی اودهغه منظره کوی، کچیری پردوی هم ډبره اویابل شئ ولګیدی اومړه سوه په داغه حالت کی.
په آخر یوځل بیا د (انورسادات) اودهغه غوندی نورو خلګو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی خپل ددغه مردار ، ناروا اوجاهلانه کارڅخه دی توبه وباسی، اودټول پښتون قوم څخه دی بخښه وغواړی، کنه نودئ اودده په مفکوری باندی لړلی خلګ دپورته احادیثو اوآیاتونو مصداق دی، الله پاک دی مودتعصب اوشرکی اوجاهلانه اعمالو څخه وساتی.
آمین