په اسلام کې د نر او ښځې اختلاط

ددې لپاره چې په ټولنه کې فتنه او فساد له منځه لاړ شي، اسلام د ښځې او نر ترمنځ اختلاط منع کړى، خو که اختلاط د لويو مقاصدو د لاسته راوړلو لپاره وي لکه د علم لاسته راوړل او يا هم د جهاد د فريضي په ادا کولو کې هغه هم په حشمت او وقار د شرعي حجاب په لرلو سره  اختلاط جايز دى.

د ښځې او نر ترمنځ اختلاط، هغه حالت ته د رسيدو لمړى پړاو دى چې غربي ټولنې پرې ککړې شوې دي. همدا سبب دى چې اسلام د ښځې او نر ترمنځ اختلاط شديداُ منع کوي.

دا هم بايد په ياد ولرو چې د ښـځې او نر ترمنځ اختلاط هيڅ کله هم د پرمختګ خنډ نه کيږي.
حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي: هر کله چې ښځه او نر د خلوت لپاره سره کيني د دوى ترمنځ دريم شيطان دى او په يو بل حديث کې فرمايي: ښځو ته له ورتلو څخه ځانونه وژغورئ…

طبراني روايت كوي چې:
له ښځو سره له ناستې ځانونه وژغورئ. په خداى قسم چې زما ځان يې په قدرت کې دى چې هيڅکله هم ښځه او نر، ګډ نه سره کښيني مګر شيطان يې په منځ کې وي.

ليکنه: استاذ فتحي يکن رحمه الله

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ