په اسلام كې د انساني اصلاح ارزښت

ژباړه: ع-ن-مرستيال كندهار.

د انسان د اصلاح له پاره اسلام تر ممکن حده پورې پابندي کړې ده، تر ټولو د مخه اسلام په لومړي قدم کې د روزنې انتظام وړاندې کړى دى چې انفراديت او اجتماعيت ته شامل دى او انساني ټول مراحل په دې کې داخل دي، واړه، زاړه، ځوانان او داسې نور… په دې سلسله کې د  تمدن او تهذيب د زده کړې له پاره عقل ته احکام ورکړل شوي دي، د انسان خلقت هم له هم دې له پاره وشو چې هغه دا احکام قبول کړي.

په انسان کې ذاتي امتيازات ځاى پر ځاى کړل شول، عقل يې د هغه د خيال ساتلو او څارنې له پاره مقرر کړ، نبيان او رسولان-عليهم السلام- د هدايت، بلنې او روزنې له پاره را واستول شول، الله تعالى کتابونه هم راولېږل تر څو خلک له تاريکۍ څخه پر صراط مستقم برابر شي، پر انسانانو يې د علم زده کړه هم فرض کړه.

اسلام د ښوونې او روزنې د باريکيو بيان هم کړى دى، کوم خلک چې د مسؤوليت مکلف دي هغه يې په ګوته کړي دي او په دې باره کې د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دا حديث چې فرمايي:

(کلکم راع و کلکم مسؤول عن رعيته الامير راع، والرجل راع على اهله بيته والمراة راعية على بيت زوجها و ولده فکلکم راع و کلکم مسؤول عن رعيته)  (بخاري عن ابن عمر)

ژباړه: (يانې تاسو ټول ساتونکي او نګران ياست او ستاسو ټولو څخه پوښته کيږي د خپل رعيت په باره کې؛ امير نګران دى، انسان پرخپلې کورنۍ او عيال نګران دى، ښځه د خپل خاوند د کور او د هغه د اولاد نګرانه ده او ستاسو ټول څخه په دې اړوند پوښته کيږي.)

اسلام په دې سلسله کې د ځوانانو او ماشومانو خورا ښه لحاظ کړى دى، ځکه د روزنې اړوند او د نورو په پرتله د ښوونې او روزنې ډېر مستحق دي تر څو اصلي موخه لاسته راشي. دا خبره هم ډېره د يادولو وړه ده چې د غټانو د روزنې بار خو د دوى پر خپلو اوږو دى مګر د ماشومانو د ښوونې او روزنې بار هم د دوى پر اوږو اچول کيږي.

د ځوانانو او کوچنينانو ځانکړې پابندي په دې مانا ده چې هم دوى  راتلونکې ټولنه او خاندان تشکيلوي، هم دوى د امت اميدونه دي، په کومه اندازه چې د دوى څارنه و شي په هغومره اندازه به امت، ټولنې، وطن او انسانيت پر خپل ترقۍ يا تنزل باندې ټينګ وي.

د انساني روزنې له پاره د اسلام چوپړ:

الله تعالى اسلام د انسانيت د خدمت او خيرخواهۍ له پاره نازل کړ تر څو په دينا او خرت کې د دوى له پاره ښيګڼې وي، خير خواهي هغه مهال ده کله چې انسانيت ته ګټه ورسيږي او د زيان څخه په امان شي. د دنيا او اخرت يوه داسې د خير خبره نه شته چې اسلامي شريعت دي نه وي بيان کړې، بلکې د اسلامې شريعت له پاره يې داسې احکام  هم نازل کړل چې د هغه د پخوالي او څارنې ضامن دي. په هم دې ډول هيڅ داسې مصيبت او فساد نه شته چې الله تعالى دي موږ هغه ته متوجه کړي نه يو ، د هغه بيان يې نه وي کړى او د هغه څخه يې د خلاصون ښوونه نه وي کړې.

د دې مقصد دا دى چې په ځمکه کې د الله تعالى خلافت قايم شي، انسان ته نيکمرغي او امن و امان په برخه شي.

سرچينه: د (الاسلام و الشباب كتاب)  ډاکټر وهبة الزحيلي

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب