
په اسلامي حکومت کې د ښځو حقوق
د اسلامي حکومت په اړه د عامو خلکو په ذهن کې دا تصور خپریږي چې که چیرته اسلامي حکومت راشي نو د تیارو څخه یو ډک دور به په هیواد راشي. ترقي او پرمختګ به د تل لپاره ودریږي، په خصوصي ډول بیا دا هم ویل کیږي چې په اسلامي حکومت کې به ښځې له خپلو حقوقو بې برخې شي. اګر چې حقیقت دا دی چې که چېرته اسلامي حکومت راشي نو څرنګه به چې د سړیو لپاره له برکت څخه ډک وي همدا رنګه به د ښځو لپاره هم له برکت څخه برخمن وي. زه غواړم په مختصر ډول اسلامي حکومت کې د ښځو په ځای خبره وکړم:
لیکنه: مولانا مودودي (رح)
ژباړه: عبدالحی قانت
۱ د ښځې د رايې ازادي او مستقل شخصیت:
اسلام د اوسنۍ زمانې د جمهوریت څخه په سلګونو کلونه وړاندې د ښځو د رایې ورکونې حق منلی. دا د هغې دور خبره ده کله به چې د ښځې له مستقل شخصیت څخه انکار کیدلو او به اړه به یې دا ویل کیدل چې ښځه په ټولنه کې د شیطان نماینده ده او بس. په داسې دور کې اسلام له ټولو وړاندې د ښځې د شخصیت اثبات وکړ او په اجتماعي معاملاتو کې یې ښځې ته د رایې حق ورکړ. په اسلامي حکومت کې هرې بالغې ښځې ته د رایې ورکولو داسې حق ورکول کیږي څرنګه چې یو بالغ سړي ته ورکول کیږي.
۲ د ښځې وراثت او ملکیت:
اسلام ښځو ته د وراثت ، مال او جاییداد په ملکیت کې پوره پوره حق ورکوي. او دا حق هم ښځې ته پریږدي چې هغه خپل مال او جاییداد په صنعت، تجارت یا کوم بل کاروبارکې ولګوي تر څو هغه یې له ګټې څخه برخمنه شي. ددې خاوند او پلار ته هم ددې په شتمنیو کې څه حق او اختیار نه ورکول کیږي.
۳ د ښځو د حقوقو ساتنه:
په اسلامي حکومت کې به دا نمیګری ازدواجي قانون کوم چې دلته (هند) کې د انګریزانو د وخت راپدیخوا رواج دی او د ډيرو مسلمانو ښځو زندګي یې سخته کړې ده، بدل کړای شي او د اسلام هغه حقیقي ازدواجي قانون به عام کړای شي کوم چې د ښځو د ګټو او حقوقو پوره پوره ساتنه کوي. زما کتاب (حقوق الزوجین) کې به تاسو ته دا واضحه شي چې د ښځو او سړیو د حقوقو او ګټو کومه ساتنه چې اسلامي قانون کوي بل یو قانون هم دا ظرفیت نلري. اسلامي حکومت کې به داسې ازدواجي قانون غوره کیږي چې د ښخو د ټولو مشکلاتو حل پکې وي.
۴ د ښځو لوړې او باکیفیته زده کړې:
اسلامي حکومت کې به ښځې له تعلیم څخه نه محرومیږي بلکې د هغوی لپاره به د لوړو او باکیفیته زدهکړو تابیا نیول کیږي. اسلامی حکومت کې به د معیاري زدهکړو تر څنګ اسلامي حدود هم په نظر کې نیول کیږي.
د ښځو لپاره پوځي تربیت:
اسلامي حددو ته په التزام به اسلامي حکومت کې د اړتیا په وخت ښځو ته پوځي تربیت هم ورکول کیږي زه په مکرر ډول خپلو ملګرو ته دا خبره کوم چې اوس د قوم پرستۍ جګړه له حده ډیره پراخه شوې او د انسان د حیوانیت له ټولو بدترین حالت ته دننه شوی او زمونږ مخه هم له داسې ظالم دښمن سره ده چې هغه د انسانیت تر هر بریده خپې اړوي. په دې اساس که چیرته زمونږ تر منځ جګړه او ناخوالی پیښ شي نو څرګنده ده چې هغوی به هر حیوانیت لاس پورې کوي. ددې لپاره اړینه ده چې ښځې باید د خپل ځان ، مال ، ابرو او عزت ساتنې لپاره چمتو وی. د وسلې استعمال او سواري یې باید زده وي. سایکل او موټرسایکل باید وچلولای شي، په بیړني طبي کومکونو باید بلدې وي او بیا دا یواځې د خپل ځان د ساتنې لپاره نه بلکې د مشکل په وخت کې باید د سړیو مټ هم پیاوړی کړي. مونږ دا هر څه غواړو خو دا ټول به اسلامي حدودو ته په التزام تر سره کیږي. پخوانۍ زمانه کې هم مسلمانو ښځو د وسلې د استعمال او د مدافعت د فنونو زدهکړې کړې وې لیکن هغوی دا ټول فنون له خپلو پلرونو، ورونو ، او خاوندانو زده کړي وو او وروسته له هغې بیا د ښځو په واسطه د نورو ښځو د روزنې کار اخستل شوی وو.
اوس هم دا ناشونې نه ده چې حکومت پوځیانو ته د هغوی د محرمو د پوځي روزنې مسولیت ورکړي او هر کله چې په کافي اندازه ښځې وروزل شوی بیا هغوی څخه د نورو ښځو د پوځي روزنې کار واخستل شي.
دا هغه امور و چې ما په مختصر ډول بیان کړل. تاسي اوس قضاوت کولی شئ چې اسلامي حکومت نه غواړي ښځې د ګډۍ په شان وروزي بلکې غواړي هغوی ته د پیشرفت او پرمختګ وسایل برابر کړي.