پلاره | شعر | نسیم شاه عادل

ستا هر یو قول مې د ژوند د تجربو په رقم
زه به ستا لار تعقیبوم کړو وعـدو په رقم

هره خبره چې رایاده کړم پیغام دی پکې
تکراروم یې د مُـلا د مسئلو په رقم

بغیر له ربه که بل چا ته سجده روا وی
زه پنځه وخته درتلم تاته جمـاتو په رقم

پلاره داستا پندونو زه د ژوندانه جوګه کړم
پرې مې عمل دی د قران د سپارو په رقم

لکه چې څنګه اسماعیل د ابرهیم ومنل
زه به تابع یم سـتا د امر هــغو په رقم

خدای خبر کله به د ژوند لپــاره ساه تازه کړو
مونږه شپې ورځې تیروو دلته د مړو په رقم

که څوک د ګلو ګیډۍ راوړي تماشه یې کوو
ستاپه بیلتون کې راته ښکاري د اغزو په رقم

عادله ذاته ته یې قبر له انوارو ډک کـړې
جنت یې ځای کړې مقبره یې کړې باغچو په رقم

نسیم شاه عادل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب