پر بل نیوکه که د ځان اصلاح

ځینې دوستان د نورو عیبونو ته ګوته نیسې او نیوکه پري کوي

په هر مجلس کې هغه کس خجالته کوي او د هغه په نشتون کې هم د هغه عیب نورو ته بیانوي . زموږ په وطن نوی فکري بدلون پیدا شوی او له تېرو پنځلسو کلنو راهیسې هر انسان تر ډېره برېده په داسې فکري بدلونو کې ښکیل دی .

هر څه ته باید هلته د خپل فکر په چوکاټ کې وګورو چې د هغه څېز ټول اړخونه وپېژنو .

د هر هغه څه په اړه باید هغه وخت خپلواک قضاوت وکړو چې د هغه څېز په اړه بشپړ معلومات ولرو .

نو د دې ټولو خبرو حل یوې موضوع ته رسېږي . د دې پر ځای چې پر نورو نیوکه وکړو باید خپل ځان اصلاح کړو

ښه خبره به داوې چې د بل د عیبونو په له منځه وړلو کې له هغه سره مرسته وکړو نه داچې هغه د خپلو عیبونو له وجې هغه له خپله ژوند پېښمانه کړو . دوه څېزونه د انسان په ژوند آسانه او ستونزمن ګڼل کېږي .

لومړي: آسانه څېز پر بل نیوکه کول دي .

دوهم : ستونزمن څېز د خپل ځان اصلاح ده .

نو زما په اند حل لاره په متقابل احترام ولاړه ده . که هر وګړي د بل انسان احترام وکړ که هغه د هرې طبقې وي . غریب ، شتمن ، محصیل ، سوال کوونکی ، مزدور ، بادار . نو د ډېرو عیبونه به نه یواځي له منځه ولاړ شي بلکې ټولنه به د پرمختګ په طرف روانه شي .

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب