پروتین (Protein)
پروتینونه پېچلي عضوي مرکبونه دي چې په خپل ترکیب کې سربېره د کاربن، اکسیجن او هایدروجن د عناصرو د سلفر او فاسفوس عناصر هم لري چې د حجرې مهم جوړوونکي مواد دي.
پروتینونه لوی مالیکولونه دي. د امینو ایسدونو په نامه د کوچنیو مالیکولونو له یوځایوالي څخه منځ ته راځي. د پروتین په جوړښت کې امینو اسیدونه اساسي پایه ده.
امینو اسیدونه هم عضوي مرکیونه دي چې له کاربن، اکسیجن او هایدروجن او نایتروجن څخه جوړ شوي دي. تر اوسه پورې په ژوندیو موجوداتو کې ۲۰ ډوله امینو اسیدونه پېژیندل شوي دي. چې د هغوې له یوځایوالي څخه د پروتین مالیکول جوړیږي. پروتین د ژوندیو موجوداتو د ودې او نورو حیاتي فعالیتونو کي کارول کېږي. امینو اسیدونه دوه ډوله دي اساسي او غیر اساسي. اساسي هغه دي چې حتما باید په غذا واخستل شي ځکه د انسان بدن یي نه جوړوي او غیر اساسي هغه دي چې بدن يي خپله له نورو امینو اسیدونو څخه جوړولی شي. د پروتینو مهمې سرچینی شېدې، هګۍ، غوښي، لوبیا، نخود او غنم دي.