ټولنیزې شبکې ماشومانو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي

په امریکا کې د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې په ټولنیزو شبکو کې د ماشومانو بوختیا عموماً او د شپې تر ناوخته ویب پاڼې کتل په ځانګړې توګه د ماشومانو روغتیا ګواښي.

په څېړنه کې چې د یوولسو او دیارلسو  کلونو د عمر لرونکو ماشومان پکې پوښتل شوي او تر کتنې لاندې نیول شوي، دا ترې څرګنده شوې،د دغو عمرونو پر مهال د ماشومانو له لوري د انټرنيټ زیات استعمال، کمپیوټري لوبې، تلویزیون ته کتل او موسیقۍ اورېدل پر ماشومانو ناوړه او منفي اغېزه لري.

څېړونکیو ویلي، چې داسې ماشومان نشي کړای چې خپل مهالویش، زده کړې او د کور وړې چارې په ښه توګه سمبالې کاندي.

په تېره هغه ماشومان چې د شپې تر ناوخته په بستر کې د ټولنیزو شبکو په څارنه او کتنه بوخت وي، ارام خوب له لاسه ورکوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ