يهود داسلام د ظهور پر مهال
يثرب سيمه، چې نن (په مدينه منوره) مشهوره ده، د اسلام د ظهور پر مهال د يهوديانو ترټولو ستر ټاټوبى وو.
هغوى له يثرب سربېره د وادي القراء (شنه او سمسوره سيمه ده، چې دشام او يمن ترمنځ يې سوداګريزه لاره جوړوله) ، تيما او خيبر په اوبه لرونکو سيمو کې ډله ډله سره راټول شول او هلته يې د اعرابو له تېري څخه د ځان ساتنې او همدارنګه د خپلو ځکمو او کروندو دساتنې په موخه سترې ډبرينې کلاګانې او ماڼۍ جوړې کړې او د خپل خونديتوب لپاره يې په خپل ګاونډ کې دمېشتو توکمونو له مشرانو سره د باج دورکړې او ډاليو د وړاندې کولو په اړه هوکړه وکړه، څو دهغوى رضايت ترلاسه کړي .
په يثرب کې د يهودو بېلابېل توکمونه مېشت وو، چې تر ټولو نامتو توکمونه يې :
بني النظير، بني قريظه او بني قينقاع وو او همدارنګه هلته د اوس او خزرج په نومونو د اعرابو دوه توکمونو هم ژوند کاوه، چې ډېرى تاريخ ليکونکي په دې اند دي، چې ښايي د مدينې ښار ته دهغوى د راتګ لامل د سيل العرم له پېښې وروسته کړکېچن حالت او ديوه نوي ټاټوبي لټون وي او نسب پېژندونکي پوهان، دغه دوه توکمونه په خپلو کې وروڼه بولي، ځکه چې د خزرجيانو د توکم مشر خزرج د اوسيانو د توکم د مشر، اؤس ورور وو.
کله چې ددې دوه توکمونو اوس او خزرج وګړي مدينې ته راغلل، هېڅ قوت او ځواک يې نه درلود او په هغه څه يې، چې له کم حاصله ځمکو څخه ترلاسه کول، قناعت کاوه، خو يهودانو شتمني، مقام او منزلت درلود او يو څه وخت يې په همدې ډول تېر کړ، تر دې چې مالک بن – العجلان، چې د خزرج له توکم څخه وو، د غساني پاچاه ابئ جبيله ته ولاړ او له هغه څخه يې پر يهودو د بري لپاره د مرستې او لاسنيوي غوښتنه وکړه او ابوجبيله ديوه لښکر په مشرۍ حجاز ته راغى او ډېرى يهودان يې ووژل . دهغه تاکتيک له امله، چې مالک بن عجلان د يهودانو په مشرانو وکاروه، څو اتيا تنه يهودان ووژل شول او له هغه وروسته بيا اوس او خزرج پر يهودانو برلاسي شول .
داسلام په خپراوي کې د يهودانو اغېز
حضرت محمد (ص) په يوه داسې چاپيريال کې خپل اسلامي دعوت پيل کړ، چې له سختيو او کړاوونو ډک وو او دښمنان به په سپين سترګۍ سره دهغه پر وړاندې درېدل، تر دې چې د اعرابو له يو شمېر کسانو سره مخ شو او د نوموړي دعوت دهغوى په زړونو کې ځاى ونيو، چې دغه ليدنه په دې ډول وه :
د خزرج قبيلې يو شمېر کسان د حج پرمهال مکې معظمې ته روان شول او محمد (ص) له هغوى سره وليدل او دهغوى د ژوندانه د حالاتو په اړه يې ترې وپوښتل او پوه شو، چې دوى د يهودو له غلامانو څخه دي .
مخکې له دې، د مدينې يهودانو له هغوى سره د ناستې پاڅې پر مهال د اسلام د پيغمبر په اړه داسې ويل :
((يو پيغمبر مبعوث او دعوت يې خپور شوى، موږ به پرې ايمان راوړو او د هغه له لارې به تاسو ټول د عادوارم د قوم په شان ووژنو)).
کله به چې پيغمبر (ص) له هغوى سره خبرې کولې او هغوى ته به يې د خداى تعالى په لور دعوت ورکاوه، هغوى به يو بل ته ويل، ملګرو ! قسم په خداى دا هماغه پيغمبر دى، چې يهودو به يې په اړه تاسو ته وعده درکوله، نو مه پرېږدۍ، چې هغوى تر تاسو ړومبي شي.
وروسته يې دهغه دعوت ومانه او لبيک يې ورته وويل او کوم څه چې داسلام په اړه ورته وويل شول هغه يې ومنل او اعلان يې وکړ چې : موږ د خپل قوم له خوا راغلي يو، تر دې حده د هغوى په منځ کې دښمني او عداوت موجود دى، چې په هېڅ بل ملت کې يې نشو موندلى، هيله لرو چې خداى تعالى ستاسو په وسيله هغوى په خپل منځ کې متحد او يو کړي او دهغوى له منځه دښمني ليرې کړي، موږ اوس دهغوى په لور ستنېږو او هغوى به ستاسو د رسالت په لور راوبلو او کوم څه مو چې ستاسو له دين څخه منلي دي، هغوى ته به يې وړاندې کړو .
هغه مهال په داسې حال کې چې د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نبوت يې ايمان راوړى وو، له پيغمبر (ص) څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شول .
له بلې خوا ويلى شو؛ کومې وړاندوينې، چې يهودو د نوي پيغمبر دبعثت په اړه د عربو ترمنځ خپرولې، تر يوه حده يې د يثرب مېشتو خلکو په اسلام منلو اغېزه درلوده، ځکه چې يهود په دې عقيده وو، چې داسې پيغمبر به راشي، چې هغوى له فلاکت او بدبختۍ څخه وژغوري او د غوره شوي ملت پر دښمنانو به برى مومي . کله چې پيغمبر (ص) خپل رسالت د خزرج قبيلې کسانو ته وړاندې کړ، د عربو د يهودو ويناوو ته پام وکړ او پرېکړه يې وکړه چې اسلام و مني، په داسې حال کې چې يهودو د تکبر او لويې له مخې په دې پلمه، چې ګواکې دغه پيغمبر د يهودو له جملې څخه ندى، دهغه په دعوت يې کفران وکړ . ددې نظريې د پخلي لپاره ويلى شو، چې د مکې د خلکو په پرتله د مدينې ډېرو خلکو اسلام ته مخه کړه .
ليکنه : دوکتور عفيف عبدلفتاح طباره
ژباړه : ډاکټر احمد جاوېد الکوزى