ولې کينه کوئ؟

رخه او کينه تقريبا په يوه معنى استعماليږي او هغه دا چې په زړه کې د يو چا سره دښمني ساتل، په داسې توګه چې کله هم وتوانيږي هغه ته ضرر رسوي او دا معنى هم لري چې د يو چا د نعمت د له منځه تللو هيله ورسره وي، کينه او رخه څه عوامل او اسباب لري، چې د هغو په وجه منځ ته راځي، چې ځينو ته يې په لاندې ډول اشاره کوي:

1)    فقر او محروموالى:
کله ناکله الله تعالى د څه مصلحت او حکمت په خاطر ځينې انسانان له خپلو بعضې نعمتونو: لکه ښه کار، شتمنۍ، قدرت، اجتماعى موقف، روغتيا، عقل، ذکاوت او داسې نورو څخه محروموي او د دې په ځاى هغه ته نور شيان ورکوي، دغه قسم خلک دا خبره له ياده باسي چې دغه کار د الله تعالى د حکمت پر اساس شوى دى، ځکه الله تعالى د خپل حکمت په اساس هر چا ته چې وغواړي نعمتونه ورکوي او دغه نعمتونه هېڅکله د دې علامه نده چې دغه انسان الله تعالى ته محبوب او ګران دى، بلکه الله تعالى ځينو کسانو ته نعمتونه ورکوي او له ځينو نورو يې اخلي، چې په دې کې د الله تعالى خپل حکمت دى چې مونږ په پوره توګه پرې نه پوهيږو، الله تعالى په دې اړه فرمايي: ” وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الأَرْضِ وَلَكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاء إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ” د الشورى سورت، (٢٧) آيت.
ژباړه: که چېرې الله تعالى خپلو بندګانو ته پراخه روزي ورکړي نو په ځمکه کې به بغاوت شروع کړي، مګر الله تعالى يې په هغه اندازه چې خوښه يې وي رانازلوي، په تحقيق سره الله تعالى په خپلو بندګانو خبردار او د دوى ليدونکى دى.

همدارنګه رسول صلی الله علیه وسلم په يو حديث قدسي کې فرمايي: “د ځينو بندګانو لپاره زيات مال د دوى د حال سره مناسب دى، ځکه که چېرې دوى فقيران شي نو خپل دين له لاسه ورکوي او د ځينو نورو لپاره فقر او غربت مناسب دى ځکه که هغوى مال او دولت پيدا کړي نو په فساد او فتنو کې اخته کېږي ، نو د دې آيت شريف او مبارک حديث نه معلوميږي چې غربت او مسکيني د الله تعالى په حکمت او اراده باندې پورې اړه لري، خو کله ناکله دغه غربت د نعمت له خاوندانو سره د کينې او حسد باعث ګرځي.

2)    ټولنيزه او اقتصادي بې عدالتي:
کله ناکله د اقتصادي پروګرامونو کمزورتيا، په مساوي توګه د مال او امکاناتو نه توزيع او همدارنګه د خلکو د استعدادونو درست نه پېژندل او هغوى ته د سياسي او مذهبي اختلاف په وجه مناسب کار نه ورکول، کينې، حسد او دښمنۍ ته زمينه برابروي، او د بشريت په تاريخ کې زيات ټولنيز مشکلات د تبعيض،بې عدالتۍ او قومي رابطو او اړيکو پاللو په سبب رامنځ ته شوي او د دې په ځاى چې د استعداد او لياقت په اساس فيصله وشي، د قومي اړيکې او خپلوۍ په اساس فيصلې شوې، مګر اسلام خپل پيروان دې ته رابولي چې په هر وخت کې د عدالت او انصاف نه کار واخلي، مال او دولت، قومي اړيکې او رابطې باید اساس ونه ګرځول شي، الله تعالى په دې اړه فرمايي: ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا” د النساء سورت، (١٣٥) آيت.hasad

ژباړه: اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړى دى، په عدل او انصاب باندې ولاړ اوسئ، د الله تعالى لپاره ګواهي ورکوونکي، اګر که دغه ګواهي د ستاسې په خپلو ځانونو، مور او پلار او دوستانو باندې هم وي، که چېرې هغه څوک چې تاسې د هغه لپاره شاهدي ورکوي، مالداره او يا غريب وي، نو الله تعالى د هغوى نه غوره دى، نو په عدل نه کولو کې د خپلو خواهشاتو پيروي مه کوئ، او که چېرې د حق نه منع وکړئ او مخ ترې واړوئ، نو الله تعالى په هغه څه چې تاسې یې کوئ خبردار دى.

3)    د ديني ورورولۍ حقوقو ته توجه او پاملرنه نه کول:
يو مسلمان په بل مسلمان باندې ډېر حقوق لري، چې يو له حقوقو څخه دا دى چې يو مسلمان بايد د مسلمان په اړه په زړه کې هېڅ ډول کينه او رخه ونلري، کله ناکله د دغه مهم حق څخه د غلفت او بې پروايۍ په وجه د مسلمانانو په منځ کې کينه او رخه پيدا کېږي، الله تعالى په قرآنکريم کې فرمايي: ” إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ” د الحجرات سورت، (١٠) آيت.
ژباړه: په تحقيق سره مومنان سره وروڼه دي، نو د خپلو دوه وروڼو په منځ کې صلح وکړئ او له الله تعالى څخه ووېرېږئ، د دې لپاره چې په تاسې باندې رحم وشي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: “مثلُ المؤمنين في توادهم و تراحمهم و تعاطفهم کمثل الجسد الواحد اذا اشتکى منه عضوُُ تداعى له سائر الاعضاء بالسهر و الحمى” ، په مينه، مهربانۍ او شفقت کې د مسلمانانو مثال او صفت د يو جسم په شان دى کله چې د جسم يو غړى په درد شي نو ټول بدن يې په بې خوبۍ او تبه اخته کېږي.

4)    د نورو لخوا تکبر او ځان غوښتنه:
کله ناکله د نورو لخوا تکبر او ځان غوښتنه د دې باعث کېږي چې کينه او رخه را پيدا کړي، ځکه مغرور انسان چې د خپل خوى په واسطه د نورو انسانانو تحقير او سپکاوى کوي او دغه تکبر کله ناکله دې حد ته ورسيږي چې د نورو په حريم باندې تجاوز وکړي، نو په دې سبب د هغه مسلمان په زړه کې چې تجاوز ورباندې کېږي حسد او کينه پيدا کېږي.

5)    زياته مناقشه او مباحثه کول:
ډېر ځله مناقشه او بحث کول د کينې حد ته رسيږي، ځکه هر يو مناقشه کونکى غواړي چې په خپل مقابل لوري غالب شي او خپل حريف مغلوب کړي، مګر کله چې خپل هدف ته د خبرو او مناقشې له لارې ونه رسيږي، نو د هغه جبران د زړه په کينه سره کوي، تر دې پورې چې دغه کينه ورو ورو زياتيږي چې بالاخره په دښمنۍ بدلیږي.

6)    د تربيې او روزنې د محيط اثرات:
کله ناکله د کورنۍ او ټولنې محيط په انسان باندې تاثير کوي او کوم اخلاق چې په ټولنه او کورنۍ کې مروج وي، هغه په انسان کې را پيدا کېږي، ځکه چې انسان ډېر زر اثر قبولي، نو کله چې په کومه کورنۍ او ټولنه کې د کينې مرض موجود وي نو د ټولنې ټولو افرادو ته سرايت کوي.

7)    د اړيکو او ارتباط پرېکول:
کله ناکله يو له بل سره اړيکې او ارتباط پرېکول هم د دې باعث ګرځي چې په زړونو کې کينه او کدورت پيدا شي، ځکه ځينې وخت يو مسلمان له بل مسلمان سره د يوې خبرې په وجه اختلاف پيدا کوي او دغه اختلاف کله ناکله د روابطو او اړيکو تر پرېکولو پور رسيږي، او کله چې د مسلمانانو په منځ کې ارتباط او اړيکې له منځه لاړې نو بيا ورو ورو د دوى په منځ کې کينه او حسد منځ ته راځي، د صله رحمۍ او اړيکو د قطع کولو د تحريم يو اساسي علت همدا دى چې د مسلمانانو په منځ کې کرکه او کينه پيدا کوي او کينه کول د اسلام له نظره يو ډېر ناوړه عمل دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “هېڅ مسلمان ته روا نده چې د خپل مسلمان ورور سره زيات له دريو ورځو خپلې اړيکې وشلوي، يا مخ ترې واړوي، غوره د دغه دواړو هغه څوک دى چې لمړي د صلحې او پخلا کېدو اقدام وکړي .

داسې نور ډېر اسباب او عوامل شته چې د مسلمانانو په منځ کې کينه او رخه را پيدا کوي، نو مسلمانانو ته لازمه ده چې د کينې د پيدا کېدو ټول اسباب او عوامل وپېژني او بيا هڅه وکړي چې له هغو عواملو او اسبابو نه ځان وساتي، تر څو د کينې او حسد له دغه لوى او ناوړه مرض څخه نجات پيدا کړي، ځکه چې کينه هغه لوى مرض دى چې د يوې ټولنې بنياد نړوي او ټولنه د نابودۍ کندې ته ورغورځوي.

مجيب الرحمن عاصم

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب