ولې په خرما سره روژه ماتوو

که چيری موږ د خُرما کیمیاوې تجزئې ته راشو نو دا به راته معلومه شي چې په خُرما کې معدني مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه او داسې نور ډېر مواد شته دی، چې د انسان ورته اړتیا ډیره ده؛ دپورتنیو موادو په درلودلو سره ویلای شو چي خُرما یوه مکلمه غذا ده. 

کله چي موږ په خُرما روژه ماتوو، د خُرماخوږه د خولې دمخاطې غشاء (Mucous Membrane) لخوا جذبیږی اوپه ګلوکوز سره بدلیږی، چي پایلې ئې دادی چې دبدن ټوله ضایع شوی انرژې پخپل حالت کی راولی؛ بل لور ته خُرما د معدې تېزاب ایچ سي ایل (Hydrochloric Acid) نه زیاتوي بلکې هغه کنترولوي او بل لور ته معده نه پرېږدې چي بخار وکي؛ په عمومی ډول سره خُرما د معدې ټول رطوبات متوازن ساتی او پوره تقویه ورکوی۔

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب