ولې نه خپه کېږې او ولې دې طبيعت نه خرابېږي؟

له عالم څخه يې وپوښتل:

ولې نه خپه کېږې او ولې دې طبيعت نه خرابېږي؟

هغه وويل: په هغه څه چې فاني او پاتې کېدونکي نه وي زړه نه تړم.

سبا يو راز دی اندېښنه نه ورته کوم

پرون يو خاطره وه غم يې نه کوم

نن يوه ډالۍ ده ، قدر يې کوم او له شېبې شېبې يې خوند اخلم.

د ژوند له ګږلېچونو او فشار څخه نه ډارېږم ، په ياد لرم چې ډېر فشار د ډبرو سکرو تېږه په الماسو بدلوي.

د سبا په اړه ډېره اندېښنه نه کوم، د پرون او نن خدای د سبا خدای هم دی.

موږ لومړی ځل دی چې بندګي کوو خو هغه په زرګونو او ميليونونو کاله کېږي چې خدايي کوي نو په خپل خدای باور لرم ، سبا او داسې په سلګونو سباوې هغه ته سپارم….!

مومنــد


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب