ولې باید حشرات وخوړل شي؟
ولې باید حشرات وخوړل شي؟
د حشراتو خوړل د entomophagy په نامه سره یادیږی او د دریو دلایلو په موخه باید هغوی وخوړل شی:
1- روغتیایی:
حشرات صحی او مغذی
دی نو څکه کیدای شی د چرګانو، غوایه او حتی د مایانو د غوښی یو ښه تعویض وی.
اکثریت حشرات ډیر
پروټین او ښه شحم لری ضمنا هغوی د کلسیم، اوسپنی او جستو ښه ځیرمه بلل کیږی.
2- چاپیریالی:
د حشراتو روزل او د هغوی څخه استفاده د حیواناتو د روزلو په پرتله د کمو شنو ګلخانه ای کازونو د تولید سبب کیږی. د بیلګی په توګه ډیر کم حشرات لکه termite او cockroaches د میتان د ګاز تولیدوونکی دی حال دا چی د غواګانو فارمونو د میتان د تولید ډیر ستر تولیدوونکی دی.
د حشراتو روزنه د ځمکی د تخریب سبب نه کیږی او هغه کیدای شی په هر ځای کی وروزل شی.
د هغوی د وینی د سیستم له کبله حشرات کولی شی خواړه په آسانۍ سره په پروټین واړوی. د مثال په ډول چرچرک یا cricket د غوا په پرتله ۱۲ څله کم خواړه په مصرف رسوی تر څو عین مقدار پروټین تولید کړی.
حشرات کیدای شی په
عضوی پسمانده یا بقایاوو باندی تغذیه شی.
3- بدیل د معیشت ( اقتصادی او ټولنیز فکتورونه):
د حشراتو ټولول ډیری لوړی تکنالوژۍ او ډیری پانګونی ته اړتیا نلری او کیدای شی د ټولنی د هر طبقی څخه خلک پدی کار بوخت شی. د مثال په ډول ښځي او هغه کسان چی څمکه نلری کیدای شی دا کار تر سره کړی.
ډیری څمکی ته اړتیا نلری نو کیدای شی هم په ښارونو او هم په کلیوالو ځایونو کی حشرات وروزی او کوچنۍ تجارت یی ولری.
حشرات نظر د هغوی د ایکولوژیکی فعالیت په بنسټ یو ستر اقتصادی ارزښت لری. د امریکی په متحده ایالاتو کی یوی ځیړنی دا ښودلی دی چی د حشراتو کلنی ارزښت په طبعی فعالیتونو کی کابو ۵۷ بیلیونو امریکایی ډالرو ته رسیږی. دی ځیړنی دا هم ښودلی ده چی په امریکا کی کابو د ۴.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د آفاتو په کنترول کی ونډه اخلی او د ۳ بیلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د ګلانو په ګرده افشانۍ که مرسته کوی ( لوزی او واوغان،
۲۰۰۶).
علاوه د حشراتو د ایکولوژیکی فعالیتونو، حشرات د انسان سره د تاریخ په اوږدو کی هم یوه نږدی رابطه لری چی په ۱۹ پیړۍ کی حشرات د یوی پراخه ځیړني په ترخ کی مطالعه شول او حشرات یی د هغه د مفدیت او د انسان ته د ګټه رسوونکی په توګه په لاندی کتګوریو ویشلی دی:
- د وریښمو تولیدوونکی حشرات
- د شاتو او ویکسو تولیدوونکی حشرات
- د رنګ تولیدوونکی حشرات
- حشرات د منا د مادی تولیدوونکی
- خوراکی حشرات
- حشرات د دوا په توګه
- او حشرات د ښکلا په توګه تقسیم شوی کړی دی (
بودن هیمر، ۱۹۵۱).
د تاریخ په اوږدو کی په نړۍ که خلکو د حشراتو څخه د خوړو په توګه استفاده کړی ده او کوی یی. د افریقا په ځینی منطقو کی حشراتو د ورځنی دسترخوان یوه برخه جوړوی او د هغه څخه د خوړو په توګه استفاده کیږی. حشرات کیدای شی په کامل، لاروا، پیوپا او شفیری په توګه یا په ټولو ډولونو سره د هغه څخه استفاده وشی.
په نړۍ که کابو ۱۷۰۰ نوعی حشری د انسان په واسطه په مصرف رسیږی. د حشراتو مصرف د هغوی د آردر یا ردیف په بنسټ طبقه بندی شوی دی او په لاندی جدول کی ښودل شوی دی:
ردیف | انګریزی نوم | د نوعو تعداد |
Thysanura | Silverfish | 1 |
Anoplura | Lice | 3 |
Ephemeroptera | Mayflies | 19 |
Odonata | Dragon flies | 29 |
Orthoptera | Grasshoppers, cockroaches |
267 |
Isoptera | Termites | 61 |
Hemiptera | True bugs | 102 |
Homoptera | Cicadas, leafhoppers | 78 |
Neuroptera | Dobson flies | 5 |
Lepidoptera | Butterflies, moths | 253 |
Trichoptera | Caddis flies | 10 |
Diptera | Flies, mosquitoes | 34 |
Coleoptera | Beetles | 468 |
Hymenoptera | Ants, bees, wasps | 351 |
ددی ټولو حشراتو له ډلی څخه ۴ ردیفونه یعنی Coleoptera,
Hymenoptera, Orthoptera او Lepidoptera د ټولو حشراتو ۸۰ سلنه تشکیلوی ( رومز-الوردی،
۲۰۰۵).
د رومز الوردی (۲۰۰۵) د معلوماتو له مخی په امریکا او افریقا کی تر ټولو ډیری حشری خوړل کیږی. په پاسفیک منطقو کی چی آسیایی او استرالیایی منطقی ورکی شاملی دی کابو ۵۰۰ نوعی چی د هغه څخه د خوړو په توګه استفاده کیږی، ثبت شوی دی.
په لاندی جدول کی د حشراتو مصرف د خوړو په توګه ښودل شوی دی:
بر اعضم | ثبت شوی انواع | مجموعی فیصدی | مصرف کوونکی هیوادونه |
آسیا | ۳۴۹ | ۲۰ | ۲۹ |
استرالیا | ۱۵۲ | ۹ | ۱۴ |
افریقا | ۵۲۴ | ۳۰ | ۳۶ |
امریکا | ۶۷۹ | ۳۹ | ۲۳ |
اروپا | ۴۱ | ۲ | ۱۱ |
مجموعه | ۱۷۴۵ | ۱۰۰ | ۱۱۳ |