ولې اوبه بې رنګه، بې بویه او بې خونده پيدا کړل شوې؟

ایا تاسې کله په دې اړه فکر کړی دی، چې الله (ج) ولې اوبه بې رنګه، بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي؟

که الله(ج) اوبه په یو خاص رنګ کې پيدا کړي وای، نو اوس به هغه ټول شیان د یو رنګ درلودونکي وای چې بقاء او پرورش یې پر اوبو ولاړ دی.

او که الله(ج) اوبو ته یو خاص خوند ورکړی وای، نو اوس به د ټولو سبزيجاتو او مېوو خوند یوشان وای. ځکه د مېوو او سبزيجاتو ژوند او بقاء هم اوبو ته محتاجه ده.

او که الله(ج) اوبو ته یو خاص بوی ورکړی وای، نو اوس به د ټولو ګلانو بوی یو شان وای.

همدارنګه د انسان په بدن کې موجوده اوبو ته وګورئ:

① د خولې اوبه خوږې دي.

② د غوږونو اوبه ترخې دي.

③ او د سترګو اوبه نمکینې دي.

د خولې اوبه یې ځکه خوږې پيدا کړي دي، چې خوند پرې محسوس سي.

د غوږونو اوبه یې ځکه ترخې پيدا کړې دي، چې کومه حشره وغیره که چېرې غوږ ته داخله سي، نو د دې ترخو اوبو تریخوالی به یې ووژني.

او د سترګو اوبه یې ځکه نمکینې پيدا کړي دي، چې د جراثیمو او بکتریاوو پر وړاندې یو مضبوط نظام موجود وي.

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ. [سُوۡرَةُ الرَّحمٰن :]

ژباړه: نو (اې پېريانو او انسانانو)، تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب