د بدن جالب ساینسي حقیقتونه 

دا جالب حقیقتونه وګوری او فکر وکړی،څومره ددی په اړه مخکی پوهیدلی؟

۱- یو عادی انسان په ټول ژوند کی تقریبآ ۲۳۶۵۹ لتیره لاړی(دخولی اوبه) تولیدوی، چی دوه د لامبو وهنی حوضونه ډکولای شی.

۲-غوږونه او پزه هیڅکله هم خپله وده نه دروی.

۳- ستاسو د وجود ټولی باکتریاوی مجموعا څلور پونډه وزن لری.

۴- دګوتی د اثر په شان هر څوک د ژبی بی مثاله اثر ( نشان) هم لری.

۵- ستاسو اعصاب(ماغزه) تر څلوویښت کلنی پوری انکشاف کوی.

۶- د زخم ځای په دوامداره توګه د هرکال نه وروسته همغه شان ښکاری دا ځکه کله چی د پوستکی حجرات دوخت په تیریدو سره بدلیږی نو هغه لاندینی طبقه چی د پروتینو(collagen) ده،نه بدلیږی.

۷- ستاسو پزه ۵۰۰۰۰ مختلف حسونه کولای شی.

۸- په هرساعت پوست اچوونه کی انسان تقریبآ ۶۰۰۰۰۰ ذری د خپل پوستکی د لاسه ورکوی.

۹- د کوچنیو ماشومانو بدن نسبت لویانو ته ۶۰ اضافی هډوکی لری.

۱۰- زمونږ ټولو په بڼو کی وړی سپری اوسیږی.

۱۱- د آبی سترګو لرونکی خلک د الکولو زیات تاب لری.

۱۲- ستاسو تر ځای (بستری) لاندی اکثریت ګرد په حقیقت کی ستاسو د بدن مړ پوست دی.

۱۳- هغه کیمیاوی عناصر چی ستاسو بدن تری جوړ شویدی تقریبآ ۱۶۰ امریکایی ډالر ارزښت لری.

۱۴- ستاسو په خوله کی باکتریاوی د نړی د خلکو تر نفوس زیاتی دی.

۱۵- زمونږ د سږو او پزی سوری واړه حساس ویښتان لری چیCilia ورته ویل کیږی دغه ویښتان تند بوی او مزه معلومولای شی.

۱۶- ستاسو د خولی د خوند زخی په هرو لسو ورځو کی بدلیږی.

۱۷- ستاسو سږی(شش) تر پنځو دقیقو پوری اکسجن ساتلی شی.

۱۸- ستاسو د وجود ۲۰ فیصده اکسجن او وینه ستاسو اعصاب مصرفوی.

۱۹- ستاسو په وجود کی په کافی اندازه اوسپنه شته ده چی دری انچه اوږده ستنه تری جوړیدلای شی.

۲۰- د Muscle کلمه د لاتینی کلمی Musculus څخه اخیستل شوی ده چی معنی یی کوچنی موږک ده، دا ځکه چی فکر کیده چی خم کیدونکی غضله هم موږک ته ورته ده.

۲۱- تر ټولو کوچنی هډوکی د انسان د بدن؛ په غوږ کې شتون لري .

۲۲- مونږ په بدن کې پنځه ميليونه ويښتان لرو.

۲۳- یو عادی انسان په ورځ کی تقریبآ یوه لتیره (دپزې اوبه) تیروي.

۲۴- که چیرې زمونږ غاښونه خراب شي بیا   نه جوړیږي.

۲۵- کله چې تاسو ډاریږي ستاسو غوږونه ډیر واکس توليدوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب