وزګارتیا څه ته وايي؟ د وزګارتيا لاملونه او شرایط

وزګارتيا چې د لوى اقتصاد له عمده ستونزو څخه ګڼل کيږي په دې ليکنه کې د وزګارتيا، د وزګارتيا شرايط، د دوزګارتيا اندازه کول، د دوزګارتيا لاملونه، د وزګارتيا ډولونه او د okun’s قانون په اړه معلومات درکول کيږي.

وزګارتيا مفهوم:

په عمومي ډول وزګار د کار نه لرونکى شخص او وزګارتيا د ژوندانه د سپري کولو لپاره د شغل د نه شتون د حالت په معنى ده.

وزګارتيا له يوې خوا د کار لټوونکو لخوا د کار نه ميندلو حالت دى. له بلې خوا د اقتصادي سياسي لاملونو له مخې د موجودو کارونو د لاسه ورکولو حالت په توګه هم پيژندل کيږي

وزګار: هغه څوک چې د مزد سره موافقه لري د کار کولو توانايي او غوښتنه لري خو مناسب کار نشي ميندلى وزګار ګڼل کيږي.

د وزګارتیا شرایط: 

د يو چا د وزګار شمېرلو په موخه په يو وخت کې د لاندې شرايطو شتون اړين دى:
1) فزيکي توګه د کار توانايي درلودل
2) د کار کولو غوښتنه درلودل
3) د کار کولو لپاره تيارېدل
4) د استعداد مطابق او عايد راوړونکې يو کار نه پيدا کېدل

د وزګارتيا اندازه کول (Measuring Unemployment):

د يو هېواد د نفوسو هغه برخه چې د کار کولو قانوني عمر يې تکميل کړى وي په درې ډلو جلا کيږي.
1) په کار بوخت (employment)
2) وزګار (unemployment)
3) له کار قوې وتلى (not in the labor force)

1) په کار بوخت(employed)
په کار بوخت هغه دي چې يوه دنده کې بوخت وي, مزد ترلاسه کوي يا پخپل کسب او کار کې بوخت وي, دې کې پوره وخت کار کوونکي او نيم وخت کار کوونکي جلا کيږي, او يو شمير په مٶقت ډول دندو کې غير حاضر اوسي دا ممکن رخصتى نه ګټه واخلي يا ناروغ وي او يا هم د هوا د بدوالي نتيجه اوسي.
2) وزګار(unemployed)
وزګار هغه دى چې قانوني عمر يې تکميل کړى, د کار کولو توان لري, کار کولو ته اماده دى له څلورو اونيو راهيسې د کار په لټه دى خو کار ورته نه ده پيدا شوى او همدارنګه يو شمير چې دندو ته د ورګرځيدلو په انتظار دي او کار نه کوي.
3) له کار قوې بهر(Not in the labor force)
دا د نفوسو هغه برخه ده چې کار نه کوي خو وزګار نه شميرل کيږي لکه پوره وخت زده كوونكي, محصلين, کور پرمخ وړونکي, تقاعد شوي. دا ډله خلک د کار قوې برخه نه شميرل کيږي.

د کار قوه (labor force)

د کار قوه کې د قانوني عمر پوره کوونکي هغه برخه شامليږي چې په کار بوخت وي يا وزګار اوسي.
کار قوه= په کار بوخت + وزګار

د کار قوه کې د برخې اخيستنې نرخ (labor-force participation rate)

د کار قوه کې د برخې اخيستنې نسبت د کار قوې او د نفوسو د هغه شمير چې د کار عمر يې پوره کړى ده تر منځ نسبت دى د سلنې په توګه.

کار قوه کې د برخې اخيستنې نسبت = د کار قوه÷ د کار عمر لرونکى نفوس ×100

د ملکونو ترمنځ د پرتلې په صورت کې د وزګارتيا نسبت ته ضرورت احساسيږي. د وزګارتيا نسبت د وزګارو د شمير او کارګرې قوې ترمنځ د نسبت په توګه سنجول کيږي.

وزګارتيا= د وزګارو شمير÷ د کار قوه

طبيعي وزګارتيا: د وزګارتيا نسبت صفر ته ټيټول يو خيالي نظر دى او په عملي توګه ممکن نه ده. د کامل استخدام سطحې په صورت کې هم په بازار کې په يوه ټاکلې اندازه وزګارتيا شتون لري چې طبيعي وزګارتيا ورته وايي. نو ويلى شو چې طبيعي وزګارتيا د کار بازار تعادل (د کار عرضې او تقاضا برابروالي) په صورت کې وجود لرونکې وزګارتيا ده.
په عمومي توګه اقتصاد پوهان له 4-%6 پورې وزګارتيا طبيعي ګڼي.

د وزګارتيا لاملونه

وزګارتيا د بيلابيلو لاملونو زيږنده ده. په عمومي توګه د کار د قوې د عرضې زياتوالى او د کار قوې ته د تقاضا د کموالي له امله رامنځته کيږي. د کار قوې په عرضه کې زياتوالى هغه وخت د رامنځته کيدو سبب ګرځي چې د کار قوې ته ثابته تقاضا وجود ولري. او کله چې د کار عرضه ثابته وي نو د کار قوې ته د تقاضا کميدل هم د وزګارتيا سبب ګرځي.

د اقتصادي او ټولنيز جوړښت څخه منشأ اخيستونکي لاملونه د ډير ارزښت لرونکي دي.

الف) اقتصادي لاملونه
1) د پانګې کمبود
2) د مصرف محدودوالى

ب) سياسي لاملونه

د قوانينو نه حاکميت او د هغوى له عملي کولو څخه د څارنې نشتون, د غير قانوني اقتصادي او مافيايي فعاليتونو مخه نه نيول, د ټولنې غړو ته د کار د حقوقو تامين کوونکو قوانينو او ادارو نشتون او په دولتي او نورو ادارو کې د اداري فساد شتون د وزګارتيا د رامنځته کيدلو له سياسي لاملونو څخه ګڼل کيږي.

ج) ټولنيز لاملونه:

د تعليم تربيې او د تخصص د سطحې ټيټوالى, د نفوسو تراکم, د سن, نژاد, جنس او قوم توپير او نور د عمده ټولنيزو لاملونو څخه دي چې په ټولنه کې د وزګارتيا لامل ګرځي.

د وزګارتيا ډولونه: 

د وزګارتيا ډولونه په بيلابيلو طريقو ګروپبندي کيږي او يوه واحده ګروپبندي ورته شتون نه لري. د وزګارتيا مروجه ګروپبندي په ښکاره او پټه وزګارتيا باندې د هغې بيلول دي.

1) د ښکاره وزګارتيا اصطلاح

څوک چې د کار توان او ارزو ولري, په بازار کې مروج مزد سره کارکولو ته حاضر وي خو کار ورته پيدا نشي.

1.1) د ښکاره وزګارتيا ډولونه:

رامنځته کوونکو لاملونو سره په اړيکه کې ښکاره وزګارتيا د موسمي, تکنالوژيکي, جوړښتي, دوره يې او موقتي وزګارتيا  پنځه عنوانو لاندې جمع اوري او ارزول کيږي.

2) د پټې وزګارتيا اصطلاح

د پټې وزګارتيا په صورت کې خلک د ښکاره وزګارتيا په د کار درلودونکي اوسي او په تخنيکي لحاظ وزګار نه وي خو په مجموعي توليد کې زياتوالى نه وي او يا هم ډير کم زياتوالى راځي. ځينې اقتصاد پوهان پټه وزګارتيا په مکمله پټه وزګارتيا او نسبي پټه وزګارتيا باندې ويشي.

د وزګارتيا زيږوونکې ستونزې: 

د Wiliam.H په قول د وزګارتيا څخه دوه بدې يا خطرونه پيدا کيږي لمړى وزګارتيا د وزګار سړي سره د نا ګټورتوب, کارته دردنه خوړلو او نا اميدى حس پيدا کوي. دوهم وزګارتيا د انسانانو ژوندانه ته ويره راوړي چې ددې ويرې څخه نفرت زيږيږي.

نامتو پروفيسور Amartya sen د وزګارتيا له امله پيدا کيدونکې ستونزې په لاندې ډول بيان کړي.

د توليد ضايع کيدل
د ازادى له منځه تلل
د مهارت له لاسه ورکول
رواني ناروغي
د متوسط ژوند کموالى
د ټولنو ترمنځ د نر او ښځې جلا والى…
د حاصل او وزګارتيا تر منځ رابطه, د okun’s قانون

نوموړي عالم د وزګارتيا د کچې او GDP د نوسان ترمنځ منفي اړيکې شتون وښود.

د دې قانون له مخې د وزګارتيا يو سلنه زياتوالى سره حاصل کې 2,5 سلنه کموالى راځي.

ليکوال: نويد حقمل

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب