وخت او مكان د احرام او ميقات

د احرام تړلو دوه قسمه ميقاتونه دي

(۱) ميقات زماني

(۲) ميقات مكاني

ميقات زماني عبادت ده له اشهر دحج نه چې شوال ، ذوالقعده لس ورځې مخكې دذوالحجې دي ځكه خداى(فرمايي :

اَلْحَجُّ اَشْھُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌﺆ فَمَنْ فَرَضَ فِیْھِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوْقَﺫ وَلَا جِدَالَ فِی الْحَجِّﺚ

يالكه داقول دخداى (:

your ads

یَسْئَلُوْنَکَ عَنِ الْاَھِلَّةِﺚ قُلْ ھِیَ مَوَاقِیْتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّﺚ سورة بقره

مكاني ميقاتونه

مكاني ميقاتونه عبارت دي له هغو اما كينو نه ځايونو څخه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم لپاره دقاصدينو دبيت الله شريف د احرام تړلو دحج اويا عمرې تعين كړى بايد كوم شخص چې عزم دبيت الله لري له دې اما كينو نه بغير داحرام تير نشي .

(مكاني ميقاتونه پنځه قسمه دي)

۱     ذوالحُليفة  چې فعلاً په ابار على مشهور ده ميقات دې لپاره داهل دمدينې منورې يعنې دمدينې منورې له خوا چه څوك حج ته ځي

(۲) جُحْفَه چې مشهورده په رابع دا ميقات دى لپاره داهل شام يعنې چه دشام له خواڅوك ځي (رياض)

(۴) ذات عِراق دا ميقات دى  لپاره دعراق دخلقو

(۵) يَلَمْلَمْ دا ميقات  دې لپاره داهل يمن دخلقود مذكور ميقاتونه دهغه لپاره دى چې هغه خارج وي دمكې مكرمې يعنې دمكې مكرمې نه بهر ژوند كوي .

(مسئلې) (۱) كوم كسان چې سكونت په مابين دميقات اومكې مكرمې كې كوي د دوئ دميقات لپاره دا داء كولو  دحج اويا عمرې همغه ځاى دي چې كوم ځاى سكونت كوي لازم نه ده چې ميقات ته لاړشي اوله هغه ځايه احرام وتړي .

(۱)  هغه څوك چه ساكن اوسيدونكې دمكې مكرمې وي كه ساكن اصلي وي اويا ساكن مؤقتي كه وغواړي چې حج اداء كړى  له هم دې ځاى نه كوم ځاى چې سكونت كوي احرام وتړي البته دعمرې احرام به دنزدې ميقات نه وتړي او نزدې زمكه دحل تنعيم ده چې دعائشې   رضی الله عنها په مسجد مشهور ده چې تقريبآً (۱۰) كيلو متره دبيت الله نه لرې ده .

(۳) هغه څوك چه دميقات نه داخل نه شو اوله بل ځاى داخل شو بايد هغه داخليدل به برابرى دميقات وي اويا څه زيات اخوا وي چې خبره دشك نه صفا شي .

(۴) كه څوك احرام له ميقات نه مخكې وتړي نو خيرده صحيح ده كه چيرته دمحرماتو داحرام نه ځان ساتى شي كه څه هم په نزد دځينو مذاهبو احرام له ميقات نه سنت ده .

(۵) كه يو شخص خارج دميقاتو نو نه سكونت كوه او غواړي چې ديو كار دپاره بغير دحج اوعمرې داخل شي مكې مكرمې ته په مذهب د امام ابو حنيفة رحمه اللهباندې لازم دي چې احرام وتړي حج وكړي كه وخت شي وو اوكه حج زمانه نه وه بيا دى عمره وكړي په نزد دبعضو مذاهبو ضروري نه ده احرام تړل .

(۶) كه ساكن دمكې مكرمې وي يا سكونت دائمي باندې يا مؤقتي باندې كچيرته دزمكې دحرم نه بيرون شو مگر دميقاتونو نه تير نه شو بيرته مكې مكرمې ته راوگرځيدلو احرام تړل نه شته لكه مكې مكى معظمى نه جدى طرف ته لاړشى اوبيابيرته مكى معظمى ته راشى ده باندې احرام تړل نه شته.

(۷) كه افاقي يعنې هغه څوك چې خارج دميقات نه سكونت كوي كه بغير د احرام تړلونه مكې معظمې ته داخل شو بيا پرې دم لازم شو اوكه گردش وكړو يعنى بيرته ميقات نه واحرام را وتړي بيا دم ورنه ساقطيږي.

مأخذ هډه وال ویب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب