هېټلر څنګه سړی و؟

۱ – دا ورته ډېره مهمه نه وه ،چې هوا څومره گرمه ده هېڅ وخت يې خپله کورتۍ له ځانه نه ايسته کوله.
۲۲ – هېټلر امر کړی و، چې جرمنۍ مېرمنې دې هرڅومره ډېر چې کولای شي، زامن او لورګانې وزېږوي، هرهغه چا چې ۷ ماشومان وزېږول د سرو زرو مډال ، چا به چې ۶ ماشومان وزېږول د سپين زرو مډال او که به یې ۵ ماشومان وزېږول د برونزو مډال به یې ورکاوه.
۲۲- دده د خوښې موضوع گانې دا وې: ( کله چې زه سرتېرى وم، کله چې په ويانا (د استريا په پلازمېنه کې وم)، کله چې په زندان کې وم، کله چې په لومړيو کې د حزب رهبر وم).
۳- هيټلر له هيڅ ډول ورزش سره مينه نه درلوده، یوازې پلي تګ خوند ورکاوه.
۴- کله چې به هيټلر د واگنر او اپرا په اړه خبرې کولې چا جراْات نشو کولاى چې د خبرو په منځ کې ورولوېږي ، دى به دومره په دې اړه غږېده ،چې اورېدونکي به يې ستړي کړل.
۵- هر وخت به یې د کوټې په منځ له يوه کونج څخه بل کونج ته قدم واهه.
۶- نږدې هره شپه به يې په خپل شخصي تياتر کې فلم کوت، زياتره دا فلمونه چې ده به کتل په جرمني کې يې کتل منع وو، له کوميډي فلمونو سره يې ډېره مينه وه، ديو څو يهودي سندرغاړو غږونه يې هم خوښ وو، کله به يې چې د دوى غږ اورېده، نو ويل به يې(( ډېره بده ده چې دوى اريايان نه دي.)
۷۷- د هيټلر کارمندانو به په پټ ډول دده لپاره د سياسي زندانيانو له شکنجې څخه فلمونه ورته ډکول ،ځکه چې دداسې فلمونو په کتلو ډېر خوشالېده، چې دده مخالف سياسي بنديان به پکې شکنجه و.
۸۸- د ورځنيو تلويزيوني خبرونو لېوال و، په تېره هغو خبرونو ډېر خوند ورکاوه ،چې دى به پکې ښکاره شوى و.
۱۰- هېټلر په ١٩٣٨ زېږدي کال کې د ټايم مجلې د کال غوره شخصيت شو
۱۱- هېټلر اته کاله بې مېرمنې و.
۱۲۲ – خوښېدل يې چې د ورځې په لس بجې له خوب بيدار شي، د سهار په ناشته کې قهوه، ډوډۍ، او مربا وخوري
۱۳ – په غونډو او ناستو کې ډېر عصباني او بد خلقه و، او دا يې ډېر ښه زده و، چې څه ډول مېز په تېزي سره په سوک ووهي.او د کنفرانس په منځ کې چيغې ووهي.
۱۴ – نوموړي به حتى د شپې تر ٤ بجو پورې په خپل د فتر کې کار کاوه او بيا به ويده کېده.
۱۵۵ – حتى دده ساتونکي وايي: موږ ته ويل شوي و، چې هټلر ته ونه گورو او محافظت يې وکړو،ځکه هټلر نه شواى زغملى چې ساتونکي دې ورته وگوري.

راټولونکی:نوراحمد

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب