هیروونکي نوښتګر دي!؟

ډیر خلک اندیښنه لري، چې ژر يې یو څه هیریږي، او وايې چې حافظه يې کمزورې ده؛ خو تازه څیړنې ښایي، چې دا کټګورۍ خلک په حقیقت کې په ګټه کې دي.

څیړونکي وايې، چې که چیرې څوک یو کار يا یو عمل هیر کړي، اندیښنه دې نه کوي، ژر به په یوې نوې ډول او یوې نوې طریقې سره یو نوی کار وکړي او نوي څه به زده کړي.

په ټوله کې دوې باور لري، چې هیریدل نوښت درامنځ ته کوي.

څیړونکې وايې، چې د کمپیوټرسافټ ویر پروګرامونو جوړونکي په چټکې سره د زاړو کوډونو(codes)  یا رمزونو او ورژنونو (versions) په هیرولو سره په نویو علمونو کښې مهارت ترلاسه کوي او دغه لړۍ جاري ساتي .

څیړونکي وايې، چې د هیرولو عادت د ننۍ دنیا د پرمختګ په چټک بهیر کې، یوه خوبي ده. ددوې په باور، څوک چې د هیرولو یا لنډ مهاله یاداښت لري، نوښتګر دي.

د څیړونکو په وینا، د هیرولو عادت کومه ناروغي نه ده او باید چې اندیښنه ورته ونه شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب