ښځه او خاوند په دوه مختلفو هیوادونو کې سیاسي رهبران

په یو هیواد کې د یوې کورنۍ وګړي د مختلفو ګوندونو لخوا د پارلیمان استازي کېدل عامه خبره ده خو داسې ډېر کم پېښيږي چې مېرمن د یو هیواد سیاسي رهبره او خاوند د بل هیواد، دا د کوم فلم صحنه نده، د ډنمارک د لومړۍ وزیرې هیلي تورنګ شمټ خاوند اسټيفن کنیک د برتانیا د پارلیمان چوکۍ کټلې.

د رسنیو د راپورنو په اساس، د ډنمارک د لومړۍ وزیرې هیلي تورنګ شمټ خاوند اسټيفن کنیک چې څه وخت دمخه یې د برتانیا په یو سیاسي ګوند لیبرال کې سیاسي ګډون کړی وو اوس یې د پارلیمان چوکۍ ګټلې او د پارلیمان غړی ټاکل شوی.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،” په برتانیا کې د لیبرال ګوند په ټاکنو کې د ماتې با وجود دده خاوند ټاکنې ګټلي او د پارلیمان چوکۍ یې خپله کړې، نوموړې ویلي، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې خاوند مې د برتانیا غوندې په هیواد کې د پارلیمان چوکۍ خپله کړې.”

دغه دواړو جوړو اسټیفن او هیلي شمټ په لومړي ځل په 1993 کال په بلجیم کې سره مخامخ شو او دوستي یې سره رامنځته شوه او د څه ورځو په تېرېدو داوړو سره واده وکړه او اوس د دوه اولادونو څښتانان هم دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب