هومر د يوناني ادبياتو اتل او بنسټگر

د يونان ادبيات تر ميلاد زر كاله وړاندې رامنځته شول. د يونان لومړنى پېر يا لرغونې دوره، چې د جهالت او ناپوهۍ دوره وه او خلك يې د مرييانو او غـلامانو ډېر مينـوال وو؛ خو بيا هم دغه دوره له فيلسوفانو او ادب د ډگر اتلانو څخه خالي نه وه، چې له نېكه مرغه تر اوسه پورې يې مورخين او ادبي كره كتونكي د ادب، فلسفې، فرهنگ، كولتور او بلاخره ارواپوهنې مخكښان بولي او لامل يې هم دا دى، چې د دغو مخكښانو يا د فلسفې او ادب استادانو نومونه تر اوسه پورې خلك په ډېر درناوي سره يادوي، لكه هومر چې د يونان د لرغونو ادبياتو د پلار لقب يې هم گټلى او ده ته منسوب دوه نړيوال حماسي شهكارونه ايلياد او اوديسې د يونان په ادبي تاريخ كې ستر نوم لري. همداشان سقرات، چې وفادار شاگرد يې اپلاتون و او نوموړي پرې حساب كاوه، د اپلاتون با استعداده شاگرد ارستو، چې نه يوازې د فلسفې استاد و؛ بلكې په ادبياتو او د شعر په فن كې يې هم دومره نظريې وركړي، چې تر اوسه پورې يې موږ د(بوطيقا) اثر شاهدان يو.

كله چې د يونان لرغوني اثار پنځول كېږي؛ نو له خپلې پنځېدا پنځه پېړۍ وروسته نور هم دوام كوي او په دې وخت كې دغه ادبي تاريخي دوره د اتلانو د عصر په نامه نومول كېږي؛ ځكه چې د دغې دورې د ليكوالو او كه ساده يې ووايم د اتلانو اثار د يونان له پولو څخه اوړي او په ډېر لږ وخت كې د تور سمندرگي په شاو خوا سيمو، منځنۍ اسيا، هند او يو شمېر نورو سيمو كې خورېږي او د يادو شويو ټولنو پر ليكوال سربېره، چې دغه ادبيات يې د خپلې ټولنې د يوې برخې په توگه مني د همدغې ادبياتو په رڼا كې د خپلو ټولنو ادبيات هم پنځوي، چې له نېكه مرغه د هغې پايلې هم مثبتې وې او هم ټولنې او په ټوله كې بشر يې خوښې كړې.

د يونان ادبياتو نه يوازې ياد شوي ځايونه تصغير كړل؛ بلكې د روم ادبيات يې هم تر وسې وسې اغېزمن كړل، چې روميانو هم د دوى د فرهنگو د مشتركاتو په رڼا كې خپل پنځونې عيارې كړې؛ خو له بده مرغه په دې وخت كې د يونان لرغوني ادبيات له يو ډول ستونزې سره مخ كېږي او هغه دا، چې په دې وخت كې لوى سكندر هغه څوك، چې تر ټولو ډېره پاملرنه يې د خپلې ټولنې فرهنگ او ادب ته وه له دې نړۍ څخه سترگې پټوي او د نوموړي له مرگ سره سم؛ نور نو د لرغوني يونان ادبيات له زوال سره مخ كېږي او د تل لپاره د فراموشۍ څپې يې وهي؛ خو ښه خبره دا ده چې دغه ادبيات كه دلته د فراموشۍ باد وهي؛ نو بله خوا يې نړۍ هم ټوله تصغير كړې ده او په نړۍ كې هم داسې پنځونې شوې، چې بنسټ او اصل يې له همدغه ځايه سرچينه اخيستې ده.

په ټوليزه توگه د يونان په لرغونې دورې كې د ادبياتو پنځوونكو ځانونه (ايلين) بلل او خپل لرغونى ټاټوبې يې ((ايلياد)) باله، چې دا د هومر د يو اثر نوم هم دى، ښايي دوى خپل ټاټوبي ته ځكه دغه نوم غوره كړى و، چې هغه وخت كې د هومر دواړه ياد شوي اثار په نړۍ كې ډېر مشهور شول او د نړۍ د شهكار جايزې يې هم اخستې وې.

سربېره پر پورته خبرو د علم الكلام پوهه او ډولونه يې هم لومړى پلا په يونان كې منځته راغلل او بلاخره دا، چې د لرغوني يونان ادبيات او په ټوليزه توگه اثار يې د نړۍ د ټولو هېوادونو د اثارو زېرمې او سرچينې وې، چې د دغو اثارو په رڼا كې د هغوى چينې هم راوغوټېدې.

په ټوليزه توگه په يونان كې لرغوني ادبيات د منځپانگې له پلوه پر دوو سترو برخو ووېشل شو:

۱- حماسي اشعار.

۲- غنايي اشعار.

۱- حماسي اشعار Epic: په دې كې شك نشته، چې د ادبياتو تر ټولو ځېلونو يا صنفونو لرغونى صنف همدغه حماسي اشعار دي، په دې اشعارو كې ټولې هغه موضوعگانې يا پېښې بيانېدلې، چې د ولس لپاره د ارزښت وړ وې او ولس يې درناوى كاوه، چې ښه بېلگه يې بيا هم د هومر دوه مشهور اثار، ايلياد او اوديسې دي.

۲- غنايي اشعار: لكه څنگه مو، چې پورته هم نغوته وكړه په لرغوني يونان كې يوازې حماسي، تراژيدي او كومېډي اثار په شعر يا نظم نه و؛ بلكې د هغه وخت كابو ټول اثار او ليكنې په نظم وې، چې ښې بېلگې يې د پېندار، اسخېل، سوفوكل، يوروپيدس، ارستوفان، اريستوكلېس، هومر او… اثار دي. دغه شاعرانو ډېره هڅه كوله، چې د شعر بنسټ په سمه توگه كېښودل شي، چې له نېكه مرغه د دوى د هلو ځلو په پايله كې همداسې وشول او په نتيجه كې يې همدغه غنايي اشعار منځ ته راغلل، چې په حقيقت كې بانيان يې همدغه خلك دي. ( )

اوس به موږ دلته د همدې ادبياتو په رڼا كې د هغه چا د ژوند او اثارو په هكله خبرې وكړو، چې د يونان په ادبياتو كې ستر نوم لري او د لرغوني يونان ادبيات د همدغه شخص په واسطه ځلېدلي او بلاخره د نړيوالتوب تر معياره رسېدلي دي.

 

هــــومــــر، Hómēros:

هومر (يونانى: Ὅμηρος، Hómēros) د لرغوني يونان د هغه ليکوال نوم دی، چې د ايلياد او اوډيسې لرغوني يوناني شعرونه يې ليکلي. نړيوال په دې باور دي چې دا شعرونه د نالوستو شعرويونکو له خوا په ۸مه او ۷مه مخ زېږدي لرغونې پېړۍ کې چې يوازې ژبنی ادب دود وو ويل شوي، خو دا موضوع لاتر اوسه پورې د پوهانو ترمنځ د بحث وړ خبره ده، چې دوی لا دې پايلې ته نه دي رسېدلي چې آيا د دغو دوو شعرونو ويناوال يو دی او که څو کسو په گډه دغه شعرونه ويلي دي. سره له دې چې د هومر د ژوند په هکله د پخواني يونان ادبپوهان او مؤرخين کوم دقيق معلومات نه لري، مگر (هيرودوت) د يونان نامتو تاريخ ليکونکي ليکلي، چې له ميلاد څخه (850) کاله مخكې يې ژوند کاوه، مگر ځينو شاعرانو بيا دده ژوند له ميلاد څخه (1200) کاله مخکې ياد کړی دی. په خپله د يونان اووه ښارونه دا دعوه لري چې هومر په هغو کې ژوند کړی دی، خو بيا هم د هومر د اوسېدلو اصلي ځای او پلرنی ټاټوبی په سمه توگه نه دی معلوم. په ځينو کيسو او داستانو کې راغلي دي، چې هومر د سپين ږيريتوب او د ژوند په اخرو کلونو کې د خپلو د دواړو سترگو ليد له لاسه ورکړی، خو په ښارونو کې به يې له چنگ رباب او ساز سره اشعار ويل او له خلکو نه به يې څه غو ښتل. د هومر دوه ادبي منظوم داستانونه چې (ايلياد او اوډيسې ) نومېږي، په ټولو نړيوالو ژبو باندې ژباړل شوي. دغه داستانونه نړيوال شهرت لري. د هومر له اثارو سره د خلکو مينه او علاقه مندي له ميلاد نه شپږ کاله مخکې پيل شوې ده او ډېرو مينه والو به يې د هغه شعرونه په يادو زده کول او ډېرو پلويانو به يې د ده په شعرنو باندې مجلسونه جوړول او د دغو شعرنو له ويلو څخه به يې خوند اخيست. د لومړي ځل لپاره چې د هومر اشعار راټول او په ډېر ښکلي خط يې وليکل. (اريستاکوس) د اسکندريې د کتابتون رييس و. ده له ميلاد څخه يو سل پنځوس کاله مخکې دوه کتابونه چاپ کړل، چې تر اوسه پورې دغه باارزښته ادبي اثار د امانت په توگه پاتې دي. د ځينو روايتونو له مخې هومر يو سندرغاړی او ړوند شاعر و، چې ايلياد يې د ځوانۍ په کلونو کې او اوډيسې يې په سپين ږيريتوب کې ليکلی دی. يوه الماني پوه او محقق فريدريک اگوست ولف (1824 تر 1759) ليکلي دي: هومر د ايلياد او اوډيسې مهمې برخې ليکلي دي، اما نورو شاعرانو وروسته په هغه کې نور څه ورزيات کړي دي. له دې سره سره چې د هومر په هکله زموږ معلومات ډېر لږ دي، خو له دې ټولو سره سره بيا هم نه شو ويلای چې د هومر موجوديت به ناشونی وي او له دې څخه انکار نشو کولای. ( )

همداشان د هومر په اړه ويل شوي، چې (( دى د يونان زوړ او نامتو حماسه ويونكى شاعر هم دى. په نولسمه پېړۍ كې د دغسې يوه شاعر پر شتون شك ښكاره شو او هغه يو موهوم موجود وبلل شو او خلكو گومان كاوه، چې د ايلياد او اوډيسې په نومونو هغه ته منسوبې منظومې د لرغونو پېرونو د ډېرو شاعرانو ټولگې دي، خو اوس څېړونكي پر دې باور دي، چې دى تر ميلاد وړاندې په اوومه پېړۍ كې اوسېده. روايات دا هم وايي، چې هغه پر دواړو سترگو ړوند او ايلياد او اوډيسې دوې سترې حماسې د نړۍ د حماسي ادب له شهكارونو څخه گڼل كېږي. ( )

همداشان يو بل ځاى راځي: هومر د يونان تر گردو پخوانى او نوموتى حماسه ويونكى دى او نوموړى د لرغوني يونان وياړ بولي. په نولسمه پېړۍ كې د هومر د شتون په اړه شك كېده، خو اوسمهال ډېرى څېړونكي پر دې گروهمن دي، چې هومر په اوومه قمري پېړۍ كې ژوند كاوه. د رواياتو له مخې، ويل كېږي، چې نوموړى ړوند شاعر و او ښايي د نړۍ په تاريخ كې همدى لومړنى ړوند شاعر وي. ( )

 

هومر د انتیکو ( كلاسيكو ) اروپايي ادبياتو د پلار او بنسټگر په توگه

تر ميلاد اته سوه كاله وړاندې د يوناني او اروپايې ادبياتو په سر چينه كي دوې سترې بوللې “ايلياد” او “اوديسې” پرتې دي. ددغو بوللو (قصيدو) شاعر “هومر” دى. هومر د انتيكو اروپايي ادبياتو پلار او بڼسټ اېښودونكى گڼل كېږي.

د زياترو پوهانو له نظره، هومر د كوچنۍ اسيا په ټاپو وزمه كې زېږېدلى دى. دى د “ايد” په بېلابېلو لمانځنو او جشنونو كې، د كيسه ويونكي سندر غاړي په توگه مشهور شوى دى.

د “ايد” شاعرانو د اتلولۍ سندرې جوړولې او د لرغوني ساز “ليرا” په ملگرتيا به يې بللې.

ځينى كسان وايي، دا چې هومر ړوند او بې سواد و، نه يې شواى كولاى چې خپلې سندرې پخپله وليكي. د “هيوس” په ټاپو كې هغه ډبره اوس هم شته چي هومر به پرې له پاسه كېناسته. ددې خبرې يادونه په دې خاطر ضروري ده، چې ځينې پوهان په دې كې شكمن دي چې آيا د هومر په نامه كوم شاعر چېرې موجود و او كه ده ته منسوبې حماسې د څو ليكوالو ډله ييز كار دى!

د هومر د بوللو سوژې (موضوعات) هغه افسانې دي، چې په هغوى كې د افسانوي اتلانو “اهيلا”، “اوديسې” او “هيكتر” د اتلولۍ د كارنامو ستاينه شوې ده. هومر په “ايلياد” كې داسې حماسي كيسه وړاندې كوي، چې د پاچا “اگاممنون” تر مشرتابه لاندې د يونان اتلو جنگياليو څنگه د “تروا” ښار ونيو. د جگړې علت د “تروا” د پاچا د زوى “پاريس” له خوا د “مينيلاس” د ښكلې مېرمنې “يلينا” تښتول وو.

د “تروا” محاصرې نهه كاله وخت ونيو. په دغه موده كې يوناني اتلانو گڼ شمېر كارنامې رامنځته كړې، چې د هومر په كيسو كې په بشپړه توگه بيان شوې دي. هومر پخپلو منظومو كيسو كې د يوناني سندرو عنعنوي طرز “هكزامتر” چې ريتم يې سوكه او بې بيړې دى، كاروي…

وسله، كالي او د اتلانو كړه وړه په مفصل ډول بيانېږي. د همدغو دقيقو څرگندونو له كبله، هومر په جگړو كې د لرغونو يونانيانو د ژوند ځينې اړخونه تر موږ پورې رارسولي دي. د پېښو د ځايونو بيان چې په قصيده كې ورته ځاى وركړى شوى دى، تر دومره اندازې پورې دقيق دى، چې لرغونپېژندونكو د هغوى د كارولو له لارې وكولاى شوى چې د “تروا” ورانې شوې ودانۍ او كنډوالې راوسپړي او پيدا يې كړي. همدا راز تاريخپوهانو معلومه كړه، چې رښتيا هم “تروا” يو زر او دوه سوه كاله تر مېلاد وړاندې، د يونانيانو له خوا نيول شوې وه.

د “تروا” تر نيولو او د “يلينا” تر آزادولو وروسته اتلان بېرته يونان ته ستنېږي. د كور په لوري د هغوى سفر د راتلونكي بوللې “اوديسې” مضمون گرځي. ددې بوللې لوى اتل “اوديسې” چې د يوناني ټاپو “ايتاكا” باچا دى، يو پياوړى، مېړنى جنگيالى، چالاك او مكار سړى دى. هغه خپل هېواد ته په لاره كې له افسانوي دېوانو، جادوگرانو، او سړي خوړونكو سره مخ كېږي.

يو له بل سره د واقعې او فانتزي بيان يو ځاى كول او اوبدل د هومر د آثارو يوه مهمه ځانگړنه ده. يونانيان سمدستي په سفر باندې روان وو، د هغوى بېړۍ بشپړې او چمتو نه وې او پوهه يې په دې باره كې ډېره كمه وه، ځكه خو هغوى ته سيمې افسانوي هېوادونه ښكارېدل، چې دېوانو په كې ژوند كاوه. نكل او كورنى ژوند يې يو له بل سره ډېر نژدې وو.

د هومربوللـــه تر هر څه مخكې د خپل لوى اتل په وجه په زړه پورې ده. خو د اتل د سلوك په باب د ځينو بيانونو او كره كتنې له مخې كولاى شو، د هغه د داخلي نړۍ او ځينو اندېښنو په باب هم قضاوت وكړو.

د اوږدې لارې تر وهلو وروسته “اوديسې” خپل ښار “ايتاكا” ته راستنېږي، هلته دده مېرمن “پيني لوپا” د هغو كسانو له خوا چې دده كور يې په زبردستۍ نيولى او خپل ځانونه يې د زومانو په توگه په هغې ور تپلي دي، سپكېږي او هغې ته وايي چي “اوديسې” وژل شوى دى.

بولــله په هغه مجلس باندې پاى ته رسېږي، چې “پيني لوپا” د خپل مېړه د راستنېدو په خاطر په كې خوشحالي كوي او خلك خپل پاچا ته هركلى وايي.

داسې ښكاري چې هومر د يونان د لرغونو ملي سندر غاړو تر منځ وروستنى كس و او دا ځگه چې تر ده وروسته سمدستي د يوناني ادبياتو وده پيل كېږي.

د هومر “ايلياد” او “اوديسې” څو پېړۍ وروسته په لرغوني روم كې د يوناني ادبياتو له نورو آثارو سره يوځاى ثبت او تقليد شوي او له همغه وخت څخه دداسې كلاسيكو اتلوليو سندرو په توگه پېژندل كېږي، چې د يو شمېر اروپايي ملي حماسو پر آثارو باندې يې اغېزه اچولې ده. ( )

 

د هومر اثار:

ايلياد او اديسه دوه منظوم يوناني داستانونه دي، د ځينو رواياتو له مخې بوللې هم ورته ويل شوي. دا دوه اثره د يونان قديمي شاعر (هومير ) ته منسوب دي. خوداسې نظريات هم شته چې دا داستانونه يوه سړي نه دي جوړ کړي او په يوه وخت کې منځ ته نه دي راغلي ا و په خپله د هومر د ژوند تاريخ هم په يوه وخت پورې يقيني نه دی. ځينې يې له ميلاده اته پېړۍ يا 12 پيړۍ وړاندې بولي. يوه داسې نظريه هم شته چې وايي، د امنظوم داستانونه په پخوا زمانه کې جوړ شوي دي او هومر هغه په ياد کړي وو او هرځای کې به يې ويل. د يونان په ادبي تاريخ کې د (اتلانو عصر) په نامه يوه زمانه قيد ده، چې دا داستانونه هم د هغه عصر بيانوونکي دي اودا عصر د وياړ او افتخار زمانه هم بلل کېږي، څرنگه چې په دې داستانوکې د لرغوني يونان ولس اتلولۍ او د اتلانو کارنامې ستايل شوي دي، نو دښې ډېرې زمانې لپاره دمقدساتو په جمله کې شمېرل کېدل او دالمانځنه او تقديس وو، چې دغه قديمي ادبي اثار يې له هېرېدو څخه ساتلي دي. ددې داستانونو ناظم هرڅوک چې وو، د هومر په شمول د خپل ولس د اتلانو شهامتونه او شجاعتونه يې توصيف کړي، نو همدا لامل و چې ولس د هغو له اورېدو څخه خوند اخيست او وروسته نو خبره دې حد ته رسېدلې وه، چې پر ټاکلو وختونو د هغو اورېدنه يو سنت و، ايلياد او اديسې دوه منظوم حکايتونه دي، چې د(تراجان) د جگړو بيان کوي. ( )

يونانيان دواړه حماسې يوه تن ته منسوبوي، خو ځينې كسان داسې هم شته، چې هغه د دوو شاعرانو كار بولي او ځينې كسان بيا داسې هم شته، چې لومړى ايلياد ليكل شوى او وروسته په بل قلم اوديسې ليكل شوى دى.

كله چې دا حماسې له يوه نسل نه بل ته لېږدول شوي، هېڅكله يې هم خپل ارزښت له لاسه نه دى وركړى، كه څه هم په ځينو شرايطو كې ډېرې منظومې د سړي له ياده وځي، خو د هومر اثار پر دې برخليك نه دي اوښتي.

د هومر منظومې له داسې افسانوي پېښو څخه ډكې دي، چې پوهان فكر كوي، په هغو كې ټولې درج شوې پېښې د تخيل زېږنده دي او ډېرى پوهانو فكر كاوه، چې حتا د ترويا ښار شتون نه درلود. خو د نولسمې پېړۍ په دويمه نمايي كې د كوچنۍ اسيا په تپو كې كيندنو وښووله، چې هلته خلكو تر لسو دورو زيات ژوند كړى او دا ټول شواهد د ترويا د ښار پر شتون دلالت كوي.

د يونان ادب تاريخ كې راغلي، چې هومر د خلكو په ځانگړې ژبه، يانې يونينIonian خبرې كولې او شعرونه يې ويل او په همدې سيمه كې يې ژوند هم كاوه. ادبپوهان پر دې اصل ټينگار كوي، چې په ايلياد او اوديسې د راغلو موضوعاتو مضمون، سبك او لحن له يو بل سره توپير لري او د شاعر د روحيې او فكري بدلون ښكارندويي كوي. د يادونې ده، چې هومر لومړى ايلياد او بيا اوديسې وليكل. سره له دې چې ځينې كسان لكه فردريك ولف پر دې گروهمن دي، چې ايلياد او اوديسې هومر نه دي ليكلي، بلكې دا ټولې هغه افسانې او روايتونه دي، چې د خلكو په واسطه رامنځته شوي او سينه پر سينه رالېږدېدلي دي او بلاخره د يوه كتاب په بڼه تيار شوي دي. خو ځينې كسان بيا پر دې باور دي، چې هومر د يونان ټولې كيسې او حكايتونه سره راټول كړي، ترتيب كړي يې دي او په ساده او ځانگړې ژبه يې روايت كړي دي. په لنده توگه بايد ووايو، چې په دغو دواړو منظومو اصلي موضوع د يوه ملي اتل سرگذشت دى. په دې دوو منظومو كې اتل، چې كله له ستونزو سره مخ كېږي، له الهو څخه مرسته غواړي. همداشان په دې دوو اثارو كې شخصيتونه د خپلو ځانگړو خويونو له مخې معرفي شوي دي. ( )

 

ايلياد Iliad

ايلياد د نړيوالې نامتو حماسې نوم دى. په انگرېزي اثارو كې په Iliad ، په عربي كې په الالياذة او په پښتو كې په ايلياد باندې ليكل شوى دى. دا كلمه له اليون (Ilion ) څخه، چې د ټراى ښار بل نوم دى، اخيستل شوې ده. ايلياد په څلورويشتو برخو كې شاوخوا شپاړس زره بيتونه لري. موضوع يې له ټراى سره د يونانيانو هېوادنۍ جگړه ده، چې د څېړونكو په اند پر ۱۲۰۰ ق.م باندې ونښته او لس كاله يې دوام وكړ.

په دې اړه حبيب الله جاج پښتونزوى په خپل درسي لكچرنوټ كې داسې ليكلي: (( دايلياد مضمون د سپارتا او ټراى تر منځ د لس كلن تاريخي جنگ د وروستنيو شپږو هفتو بيان دى، چې د مورخانو په قول د ( ۱۲۵۰ ق. م ) په شاوخوا كې پېښ شوى دى. او كه دقيق ووايو؛ نو د ۱۲۶۰ – ۱۲۵۰ قبل الميلاد تر منځ په دې لسو كلونو كې پېښ شوى دى، سره له دې چې دلرغوني روم د ستر حماسي شاعر ويرجل په نظر د دې جنگ زمانه د ۱۹۵۳ قبل الميلاد شاخوا ده او ځينو نورو دغه زمانه د ۱۲۰۰ قبل الميلاد شاوخوا ښودلې ده، خو زياترو مورخانو او ميتولوجستانو په اتفاق سره دا جنگ د همغو ۱۲۶۰ او ۱۲۵۰ قبل الميلاد تر منځ ښودلى دى.

د جنگ اصلي علت د افرو دايتې الهې په مرسته د ټراى د پاچا ( پريام ) د يوشپانه زوى ( پاريس ) په واسطه د سپارتا د پاچا ( مينلاس ) د ښځې ( هلن) تښتول وو. منيلاس خپل ورور اگاممنون ته، چې د مايسينې پاچا او د ټراى په جنگ كې د لښكرو عمومي قوماندان و، وويل چې لښكرې له ټول يونان نه راغونډې كړه، چې ټراى وران كړو او هلن بېرته ترې راوړو. هغه لښكرې راغونډې او د جنگ اتلان يې راټول كړل. په دې اتلانو كې ډېر نامتو يو د شهزاده پليوس او سمندي الهې ( تېټس ) زوى ( اكيليز) او بل د ايتاكا پاچا جنرال ( اديسه يوس ) و.

له ټراى سره يې په دوه دليله جنگ وكړ: يو دا چې پاريس د دوى ملكه تښتولې وه، بل دا چې پاريس د منيلاس پاچا مېلمه و او كله چې منيلاس د جنازې په مراسمو كې د گډون لپاره تبس ته لاړ او كور يې له يوناني دود سره سم ده ته پرېښود؛ نو ده د يوناني دود په خلاف خيانت ورسره كړ، په يوناني دود كې خاين مېلمه د سزا وړ و ( )

ايلياد پر 24 برخو مشتمل دی چې د جگړې وروستی 49 ورځې د خپلو ټولو قهرمانيو سره پکې توصيف شويدي. په دغه منظومه حماسه کې د (ترای ) محاصرې څخه غږيږي. او اوديسې هم يو داستان دی چې 24 برخې لري او (ترای) ترسقوط وروسته د اتاکا له پادشاهي څخه غږيږي. ددغه منظوم داستانونو د لهجې څخه پوره معلومېږي، چې د لهجې اختلاف يې د يوه زمان محصول نه دی.

 

د دغې منظومې کيسې لنډيز:

چې د (ترای) د پادشاه زوی (پاريس) د يونان د پادشاه دکورنۍ يوه شهزادگۍ د (ليدا) لورد (بلوکس) او ( کاستر) خور او د (منيلاس) ښځه وه. (اگاممنون) پادشاهي په دې کيسه خبر شو، نو غيرت يې په جوش راغی او له خپلو زورورو پهلوانانو (اچيل) او (اوليس) سره د (ترای) خواته روان شو، څو د شهزادگۍ تښتوونکو ته مجازات ورکړي. د ټرای پادشاه چې خبر شو، هغه هم له خپلو زامنو (هکتور) او (پاريس) سره د جنگ ډگرته راغی. هغه مهال چې جگړه توده روانه وه، د (اگاممنون) پادشاه او د هغه د پهلوان اچيل ترمنځ خوابدي پېښه شوه او اچيل له جگړې څخه لاس واخيست، خو هغه وخت چې د جگړې په ميدان کې د (اچيل) ملگری د (پاتروگل) د ( ټرای) د پادشاه د زوی ( هگتور) په لاس ووژل شو، نو ( اچيل ) ته هم درد ورغی او د جنگ ميدان ته داخل شو، ده په يوه گړز (هکتور) مړ کړ او (ټرای) پادشاه ته يې وغورځاوه. د اچيل له وېرې د ټرای خلک له ميدان څخه وتښتېدل او په ښار ننوتل او دروازې يې وتړلې د (اگاممنون) لښکر چې هرڅه انتظار ويوست، ښار خلاص نه شو او د محاصرې په حال کې پاتې شو، څو يونانيانو چل وکړ او دلرگيو آس يې جوړ کړ او په هغه کې دننه کښېناستل، د ښار دروازه وانانو دوی ته فکر نه شو او کله چې آس ښار ته ننوت خلک ځينې راووتل او د دروازه وانانو سرونه يې پرې کړل، ښار يې پرانيست او د ښار خلک يې ټول تر تېغ تېر کړل او د يونان شهزادگۍ يې له هغوى څخه خلاصه کړه او بېرته يې خپل وطن ته راوستله. په دغه جگړه کې له يونانيانو سره د مرستې لپاره د (الپ) ټول خدايان راغلي وو او دوی (اچيل) پهلوان ته وسلې جوړې کړې وې. د اچيل مور هغه ته پر داسې اوبو غسل ورکړی و، چې بدن يې ټول د اوسپنې شوی و او يوه بجلکه يې د غوښې وه او کله چې په جگړه کې د(ټرای) دپادشاه زوی (پاريس) په زهرو لړلی غشی د هغه خواته وروويشته، نو پردغه لوڅه بجلکه يې ونښت او له دغه زخم څخه (اچيل) پهلوان مړ شو. په دغه وخت کې د اچيل په وسله (اوليس) او( اجاکس) پهلوانانو ترمنځ جگړه ونښته او (اوليس) پهلوان له نورو لښکرو څخه جلاشو او د يونان پر خوا لاړ، په درياب کې يې کښتۍ ماته شوه او ده پر يوه تخته باندې تکيه وکړه. (اوليس) يوويشت کاله په درياب او ټاپوگانو کې سرگردانه و، کله به يې د سمندر له څپو سره ډغرې وهلې او کله به له (سايکلوپاڼو) سره په جگړو بوخت و. دی له شلو کالو وروسته خپل وطن ته راورسېد او ويې ليدل چې ښځه يې تر دغه وخته پورې دده په نامه ناسته وه.

 

اوډيسې Odessey:

اوډيسې، چې په انگرېزۍ كې ورته Odessey، په عربي كې الاودسيا او په پښتو كې ورته اوډيسې وايي. څلورويشت برخې لري، چې اولي Ulysses ته منسوب دى او تر ايلياد وروسته ليكل شوى دى. . د اوليس بل نوم اوډېسيوس Odysseus دى او د اوډېسيوس مانا په يوناني كې ( No Man يا هېڅوك ) ده

د ټرای جگړه د ايلياد او اديسې د داستانونو اساسي موضوع ده. تر هغه وخته پورې چې د (ټرای) ښار فتح کېږي، د ايلياد موضوع ده او تر هغه وروسته د (اوليس) سفر او ماجراوې د (اوديسې) په داستان پورې اړه لري، څرنگه چې په دغو داستانونو کې د يونان د ملت اتلولي لمانځل کېږي، نو همدا وجه ده چې نوموړي اثر ته د نړۍ په ادبياتو کې د حماسې لقب ورکول شوی دی. د اديسې حماسه د زمان په لحاظ تر ايلياد وروسته راځي. که څه هم د (اديسې) په داستان کې د ارباب النواعو، جادو گرانو او اشباحو نقش ته زيات وزن ورکړ شوی دی او حتا په دې نړۍ کې د يوې بلې مرموزې يا په اصطلاح (لاندې نړۍ) خبرې هم په کې راغلې دي. سره له دې دغه حماسه ديونان د فرهنگ تاريخ او فولکلور په برخه کې ډېره بډايه ده او د لرغوني يونان د مدنيت له روښانه کولو سره پوره مرسته کوي. څرنگه چې په (اديسې) کې ديونانيانو ژوند په واقعي بڼه منعکس شوی دی، له همدې امله د(هومر) دغه اثر د نړۍ په ادبياتو کې د ريالېزم لومړنی اثر گڼل کېږي. په همدې ( اديسې) کې دنر او ښځو ترمنځ مناسبات د هر يوه کار او شغل د سولې او جگړې شرايط برخليک لولي، ديني معتقدات، د کورني ژوند جزييات او د چاپېريال خصوصيات په ښه توگه تمثيل شوي دي. د(اديسی) سبک ډېر برمبال او پرتمين دی. (اديسويس) د حماسې اتل د پو هې زړه ورتوب او زغم ښودل دي. (پنسيلوپ) دده مېرمن د وفا دارۍ نمونه ده او د خپل مېړه په غياب کې له هرډول نفسي او شيطاني وسواس سره مبارزه کوي. (اديسويس) هڅه کوي چې ډېر ژر د خپلې کورنۍ غېږې ته پناه وروړي، خو جادوگران، ارباب النواع او هر ډول بلاوې په هره شپه او هر گام کې دی له مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ کوي، د ده وفاداره مېرمن له بډايو طلبگارو سره لاس په گرېوان ده. دده زوی (تياماخوس) د خپل پلار د موندلو لپاره له هرډول وسايلو څخه کار اخلي. کله چې دغه ښکلى او په زړه پورې نکل شروع شي، ماشومان خپلې لوبې پرېږدي، او يونانيان هم خپل کارونه بل وخت ته ځنډوي.( )

 

د اوډيسې حماسي منظومې منځپانگه:

د يونايانو په عقيده د ټراى پلويو خدايانو د يوناني اتلانو د بېرته راتلو په لار كې خنډونه رامنځته كړل. اوډيسې د ټراى تر جگړو وروسته د اوليس خپل مورني هېواد ايتاكا ته بېرته راتلو په لاره كې د ورپېښو شويو كيسو خبرې دي، چې په دې ډول دي:

(( توپان د اوليس بېړۍ گانې يوې لرې ځمكې ته يوړې. هلته داسې يوه مېوه وه، چې هر چا خوړلې واى، تېر يادونه يې هېرول. د اوليس ډېرو ملگرو دغه مېوه وخوړه او خپل پلرنى وطن يې هېر كړ. اوليس هغوى په زوره په بېړۍ كې سپاره كړل او ويې تړل، بيا دوى د يو سترگو دېوانو يوه ټاپو ته ورسېدل. د دغو دېوانو هر يوه د تندي په منځ كې يوه سترگه درلوده. اوليس هلته له خپلو ملگرو سره پلى شو او د يوه دېو غار ته ننوت. دېو د هغه دوه ملگري وخوړل او د غار دروازه يې وتړله. سهار وختي يې دوه نور وخوړل او له غاره ووت. كله چې د شپې بېرته راغى، اوليس شراب وركړل. دېو نشه پرېوت. اوليس هغه په يوه سره كړي سيخ ړوند كړ. دېو د غار په خوله كې كېناست، چې هغوى ونه وځي. اوليس او د هغه ملگرو ځانونه د پسونو د نسونو تر وړيو لاندې پټ كړل او له غاره ووتل. بيا د بادونو د خدى ټاپو ته ورسېدل. د بادونو خداى ائول نومي اوليس ته د سختو بادونو يو ډك مشك وركړ او ورته يې وويل، چې د مشك خوله به نه خلاصوئ، خو د اوليس ملگرو په دې گومان، چې په مشك كې به خزانه وي، د هغه خوله پرانېستله، نو هغه وو، چې سخت بادونه راوالوتل او يوه لړزوونكي توپان د دوى بېرۍ يوه بل ټاپو ته ورسوله. دغه ټاپو د سړي خورو دېوانو ځاى و. دېوانو بېړۍ په ډبرو وويشتلې، خو د اوليس له بېړۍ پرته نورې ټولې له منځه لاړې. اوليس په خپله بېړۍ كې هغه ټاپو ته لاړ، كوم چې د يوې جادوگرې ښځې ځاى و. جادوگرې ښځې د اوليس ملگرو ته د جادو شراب وركړل او ټول خوگان شول. اوليس پر هغو جادويي وښو، چې هرمس ورته ښوولي وو، دغه سحر باطل كړ او جادوگره يې اړايسته، چې د ده ملگري بېرته د انسانانو په بڼه كړي. بيا له هغه ځاىه د مړو ځاى ته لاړل، چې له يوه غيب ويونكي سړي سره خبرې وكړي. بيا د ( سيرنانو ) په نامه د جادگرانو ځاى ته لاړل. هلته ښاپېريانې پر شنو مامتو ناستې وې او سندرې يې ويلې او څوك به چې پر لار تلل، وربلل به يې. اوليس د خپلو ملگرو غوږونه په مومو وربند كړل او په بېړۍ پورې يې وتړل، بيا له يوې داسې گارې څخه چې دواړې خواوې يې د دېوانو په لاس كې وې، تېر شول. بلاخره بيا يوه داسې ټاپو ته ورسېدل، چې د لمر غوايان په كې گرځېدل. د اوليس ملگرو دغه غوايان ووژل. له دې امله لمر په غوسه شو او د هغوى بېړۍ يې ډوبه كړه. اوليس خپل ځان وژغوره او د يوې الهې ټاپو ته لاړ. الهه پرې مينه شوه او اوليس ته يې وويل، چې كه چېرې هلته ورسره پاته شي، ده ته بل تلپاتې عمر وركړي، خو اوليس دا خبره ونه منله او الهې دى په يوه غار كې اووه كاله بندي كړ. په پاى كې يې دى د زيوس په لارښوونه خوشې كړ. اوليس پر يوه تخته سپور شو او د سمندر لورى يې ونيو، خو بادونو د ده تخته له منځه يوړله او ده په لامبو وهلو سره ځان يوه ټاپو ته ورساوه. دغه ټاپو پاچا له ده سره ښه رويه وكړه او ده ته يې يوه بېړۍ وركړه، چې خپل وطن ايتاك ته په كې لاړ شي.

پر اوليس باندې شل كاله په سفر كې تېر شوي وو، پلار يې چې سپينږيرى شوى و، له ښاره وتى و. مور يې د خپل زوى په بېلتون ځان پر دار ځړولى و. له زوى څخه يې چې تلماك نومېده، اوس غښتلى ځوان جوړ شوى و. د پېني لوپ په نامه پاك لمنې ښځې يې د خپل مېړه په فراق كې دروازه په ځان پسې تړلې وه او له نورو وگړو يې بېل ژوند كاوه. د ښار لويانو د هغه ماڼۍ لاندې كړې وه او د هغه ټول شته يې وړي وو او له پېني لوپ څخه يې غوښتي وو، چې له هغوى نه يو د مېړه په توگه ومني، پېني لوپ د مخالفت جرات نه درلود، خو له هغوى څخه يې د هغه كفن چې دې اوبده، د اوبدلو تر پايه وخت غوښتى و، خو دې به كفن د ورځې اوبده او د شپې به يې سپخاوه.

اوليس د فقيرانو په كاليو كې ښار ته ننوت. د هغه له سپي پرته بل هېچا هم ونه پېژاند، خو سپي له ډېرې خوشحالۍ د هغه په پښو كې ساه وركړه. پېني لوپ اعلان كړى و، هر چا چې د اوليس د ليندۍ غشى د دې د گوتمۍ تر سوري تېر كړ، هغه به مېړه كړي، خو دا كار هېچا ونه شواى كړى. اوليس چې د فقيرانو كالي اغوستي وو، غشى يې تر گوتمۍ وايست، بيا يې د خپل زوى په مرسته خپل دښمنان ووژل او خپل حال يې خپلې مېرمنې ته ووايه. ( )

 

اخځليكونه:

۱ – سيدي، سيد نظيم، د يونان لرغوني ادبيات،

۲- ويكيپيديا پوهنغونډ، هومر، انټرنېټي پاڼه.

۳- همت عبدالماك، ادب او ادبي كره كتنه، ۲۸۳ مخ.

۴ – برجيان منصور، نوابغ ومشاهير معلول جهان.

۵ – كاڼى محمد طاهر، د غربي ادبيانو نړيوال شهرت لرونكى ستورى، بېنوا وېبپاڼه.

۶ – ويكيپيډيا پوهنغونډ، هومر.

۷ – فاضلي محمود، زندگی نامه هومر مشهورترين شاعر حماسه سراى يونان باستان، shafighi وېبپاڼه.

۸- جاج حبيب الله، د لرغونو حماسي ادبياتو د منځته راتگ بنيادي علتونه، د ۱۳۸۸ كال درسي لكچرنوټ.

۹ – ويكيپيډياپوهنغونډ، د هومر اثار.

۱۰ – همت عبدالمالك، ادب او ادبي كره كتنه، ۲۸۸، ۲۸۹ او ۲۹۰ مخونه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب