هغه کسان چې د سر وېښتان يې توی شوي وي؛ له نورو ډېر د زړه په ناروغي اخته کېږي!
په جاپان کې د يوې ترسره شوې څېړنې له مخې هغه کسان چې د سر وېښتان یې لوېدلي وي يا په اصطلاح سر یې ګنجی شوی وي تر نورو هغو يې د زړه په ناروغي د اخته کېدو امکانات ډېر وي.
په شاوخوا ۳۷۰۰۰ کسانو باندې د يوه تحقيق له مخې چې پايله یې په انلاين ژورنال بي ايم جي اوپين کې خپره شوې ده راغلي دي په هغو کسانو کې چې د سر وېښتان يې لوېدلي یا توی شوي دي د زړه په ناروغي د اخته کېدو امکان ۳۲ فيصده تر نورو هغو ډېر دی.
خوبيا هم څېړونکي وايي چې دا خطره د سګرېټ څښکولو او ډېر چاغوالي څخه د را ولاړېدونکو قلبي ناروغيو له خطرې څخه کمه ده،
د ټوکيو پوهنتون څېړونکو د سر د وېښتانو د لوېدلو يا توېدلو او د زړه د ناروغيو ترمنځ د اړيکې د پلټلو لپاره پر نويو څېړنو سربېره پر پخوانيو څېړنو هم تکيه کړې ده.
ددې څېړونکې ډلې يو ډاکټر ټوموهېډ ياماډا بي بي سي ته وويل : موږ د هغو کسانو چې وېښتان یې لوېدلي دي او د زړه د ناروغيو تر منځ اړيکه ومونده ، خو دا دومره هم د اندېښنې وړ نه ده لکه څومره چې بايد سړی د سګريټو د څښکولو . چاغوالي، د وينې د فشار، او کوليسټرول له امله د زړه له ناروغيو څخه وډار شي،
ډاکټر يماډا وايي: هغه کسان چې په ځواني کې یې د سر وېښتان لوېدلي دي، دوی ته بايده دي چې د خپل ژوند د طرز د بدلو لپاره فکروکړي او په صحت مندانه طريقې سره د خپل ژوند د تېرولو لپاره هڅه وکړي.
او نوموړي په خپلو خبرو کې لا دا هم وويل: چې د څېړنو پايلې دومره هم وچې کلکې نه دي،چې هر وېښتان توی شوي والا کس دې د زړه د ناروغي د معلومولو لپاره خپله معاينه وکړي.
د بريټيش هېرټ فونډېشن څخه ډاکټر ډورين ميډوک وايي: په سړيو کې د وېښتانو د لوېدلو د ستونزې او د زړه د ناروغيو د اړيکې د لا کره معلومولو لپاره نورو څېړنو ته هم اړتيا شته،
ډورين ميډوک دا هم وويل چې هغه کسان چې جنيټيکي يا خانداني یې وېښتان لوېږي کېدای شي د وېښتانو د لوېدلو چاره کنترول نشي کړای خو د زړه د ناروغيو څخه د ژغورنې لپاره کولای شي خپله هره ممکنه هڅه وکړي
ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار