هغه ښځې چې نه غواړي ماشومان وزېږوي

هغه ښځې چې نه غواړي ماشومان وزېږوي؛ “خلک مې په دې انتخاب خوښ نه دي”

ځینو هېوادونو کې د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو دی، چې نه غواړي ماشومان وزېږوي او له دې سره یو شمېر هېوادونو کې د ماشومانو د زېږون کچه هم په ټیټېدو ده.

که څه هم د دې لاملونه د اقلیمي بدلون پورې اړوند اندېښنو نیولې تر اقتصادي ستونزو او ناروغیو دي، خو ځینې ښځې په خپله خوښه د “بې اولادۍ” پرېکړه کوي او نه غواړي ماشومان وزېږوي. دوی وايي: “دا اصل لا هم د ټولنې له خوا نه دی منل شوی او ډېر کله دوی د خلکو له خوا له پامه غورځول کېږي.”

بي بي سي د برېستول بنسټ له ځینو غړو سره غږېدلې ده. دا بنسټ چې شاوخوا پنځه سوه غړي لري د هغو ښځو د ملاتړ لپاره جوړ شوی، چې نه غواړي ماشومان ولري.

۴۶ کلنه کارولین میچل چې خپل مېړه سره د انګلنډ برېسټول ښار کې اوسېږي، وايي کله چې پیغله وه هیڅکله یې فکر نه کاوه چې د خپل دغه انتحاب له امله، چې نه غواړي ماشوم ولري د خلکو له ډول ډول پوښتنو او قضاوتونو سره به مخ کېږي.

هغه وايي: “ما داسې احساسوله لکه زه چې ماشوم نه غواړم نو یو غیر عادي انسان یم. احساسوم چې زما فکر او د ژوند تجربه د نورو د منلو نه ده.”

د کارولین له نظره، ټولنه پر مورتوب ولاړه ده.

“تاسې تصور وکړئ چې که مور نه شوئ نو ټولنه کې به له ډېرو برخو پاتې کړای شئ. ما په سختۍ نورو ښځو سره ناسته پاسته کولی شوه، ځکه چې یا خو به دوی د خپلو ماشومانو ښوونځیو سره لیدل کېدی او یا به یې هغو ټولنو کې ګډون کاوه چې خاص میندو لپاره به جوړ وو.”

کارولین وايي، سره له دې چې له خپل ځانه او له خپلې پرېکړه سل په سلو کې خوښه ده، خو دا هم مني چې کله کله یې دا پرېکړه د ژور خپګان او اندېښنې لامل کېږي.

هغه وايي: “دا یو فرهنګي تمه ده، چې د خلکو تر منځ شته او دا طبیعي ده چې فکر کوي باید هره ښځه خامخا مور وي.”

په ۲۰۲۲ کال کې رسمي شمېرې ښيي چې د هغه بې اولاده ښځو شمېر، چې عمر یې دېرش کلنۍ ته رسېدلی رېکارډ‌ جوړ کړی.

د بریتانیا شمېرو سازمان د رپوټ له مخې، دا لومړی نسل دی چې د ۱۹۹۰ کال کې په انګلنډ او وېلز کې له نیمایي ډېرې (۵۱ سلنه) ښځې چې په ۲۰۲۰ کال کې دېرش کلنې شوي نه غواړي اولاد ولري.

د مګان ستېنلي په نامه یوې بلې ښځې هم ان په ۱۹ کلنۍ کې پرېکړه کړې وه، چې نه غواړي ماشومان ولري او غوښتل یې چې ځان شنډ کړي.

خو نوموړې وايي: “ډاکټرانو راته وویل، چې ته لا ډېره ځوانه یې ښايي په راتلونکې کې دې پرېکړه بدله شي.”

دا ښځه چې اوس ۳۱ کلنه ده وايي، لا هم د خپلې دغې پرېکړې له امله ډول ډول خنډونو سره مخ شوې.

بلاخره په ۲۹ کلنۍ کې هغې وکلی شول چې د جراحي عملیات لپاره ډاکټره سره وخت واخلي.

آغلې مګان وايي: “ما ټول اسناد چمتو کړي و، ټول سوابق او کاغذونه مې هم راټول کړي و او ټکي به ټکي مې دا دلایل لیکلي و چې ولې دا کار کوم. آن له روانپوهې مې هم خط راخیستی و. هر څه مې برابر کړي و.”

کله چې ډاکټرې ترې د ګډو ژوند ملګري سره د جنسي اړیکې پوښتنه وکړه، ویې ویل چې اجازه نه لري چې دا عملیات وکړي.

هغه وايي: “هغه وخت کې ما تازه درې میاشتې وړاندې د خپل ژوند ملګري سره اړیکه پیل کړې وه او هغې له ما مخکې د شنډېدو عملیات کړی و.”

“دا زما بدن دی”

مګان وايي ډاکټرې ورته وویل چې که مېړه یې د شنډېدو عملیات کړی، نو څه اړتیا ده چې ته یې هم ترسره کړې؟

مګان له دې پوښتنې د تېښتې لار نه لرله او ډاکټرانو هم عملیات و نه کړل.

هغه وايي: “ولې هغه کار چې زه غواړم خپل بدن سره وکړم په هغې پورې اړه ولري چې زما د ژوند ملګری یې غواړي خپل بدن سره وکړي؟ زه دې حد ته ورسېدم چې هیله مې وه میاشتنی عادت مې ورک شي او دا مې ارمان و.”

کارولین په دې باور ده چې بې اولاده ښځې ښايي پخپله د ټولنې د خلکو د دې تمې په رامنځته کولو کې ښکېلې وي.

هغه وايي: “مونږ په دې اړه نه غږېږو همدا دلیل دی چې ټول فکر کوي چې هره ښځه باید ماشوم وزېږوي. خلک هر ځای په ښځه کې یوازې مور ویني.”

هغه وایي،‌ سخته ده چې د ټولنې د خلکو د باورونو خلاف لار وټاکې. نوموړي وايي: “لا هم ډېرې ښځې کله چې دا ډول پرېکړې کوي ځورول کېږي، داسې ښکاري چې ټولنه لا هم د د ټولو خلکو د خوښې منلو ته چمتو نه ده.”

فیونا پاولي وايي، ۱۲ کلنه وه چې کله یې د الادون پر وړاندې د خپلې مور سختۍ او کړاوونه لیدل نو پوهېده چې هیڅ کله به و نه غواړي ماشوم نړۍ ته راوړي.

هغه وايي: “مورتوب راته په زړه پوري څه نه ښکارېدل.”

فیونا اوس ۴۹ کلنه ده او د بې اولاده ښځو ټولنه (بریسټول) اداره کوي. په هغې کې اوس لږ لږ د مینوپار (میاشتني عادت د ورکېدو) نښې راښکاره شوي دي. دا چې د میندوارۍ تجربه نه لري او دا حالت یې نه دی احساس کړی وايي هیڅ وېره او اندېښنه نه لري.

“زه د ارامښت او هوساینې احساس لرم.”

“ځان غوښتونکې”

جالبه دا ده چې کله چې اوس فیونا خپل ژوند ته پام کوي نو فکر کوي چې یوه ښه مور هم کېدای شوه خو هیڅکله یې زړه نه دي غوښتي چې ماشوم دې ولري.

نوموړې هم د مګان او کارولین په څېر د دغې پرېکړې له امله په ټولنه کې د خلکو له منفي غبرګونونو سره مخ کېږي.

فیونا وايي: “تل به یې راته ویل له خپلې دې پرېکړې به پښېمانه شې. ته د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره څه دلیل لرې؟ که اولاد و نه لرې د یوې ښځې په توګه هېڅ اعتبار نه لرې.”

ورته وايي “فیونا ځان غوښتونکې” ده او له هغې پوښتي چې کله زړه شوه څوک به ترې ساتنه او پالنه کوي.

هغه وايي: “هغه وخت خلک زما پر پرېکړه خوښ نه وي. شاید دې ته یې پام نه وي چې هر څوک د انتخاب حق لري.”

“د انتخاب موضوع”

کارولین وايي، که زه مور شوې وای “خپه به وم”. هغه وايي‌ ځکه ماشوم نه غواړي چې مېړه سره یې پر ګډ ژوند پام ټول وي او خپلو بوختیاوو او ساعت تېرېو ته رسیدګي وکړي.

مګان هم ورسره په یوه خوله ده.

هغه وايي: “د اولاد نه لرل ډېرې خوښۍ او خوندونه لري. یوازې د ازادۍ او پیسو مسله نه ده، دا د انتخاب موضوع ده.”

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ