هغه ماشومان چې په دوو ژبو خبرې کوي، د مشکلاتو په حل ډیر ښه پوهیږي

تازه څیړنه وايي، هغه ماشومان چې په دوه یا ډیرو ژبو پوهیږي، په ورځنيو چارو کې نیسبت هغه ماشومانو ته چې په یوه ژبه پوهیږي، ډیر بریالي وي.

د څیړنې په باور، د بای لینګول (ماشومان چې په دوه ژبو پوهیږي) ماشومانو ذهني قوت د مونو لینګول ماشومانو (ماشومان چې په یوه ژبو پوهیږي) څخه په ځینو خاصو برخو کې زیات وي.

څیړنه زیاتوي، څومره چې ددې ماشومانو د لغاتونو ذخیره زیاتیږي، همدومره يې مهارتونه هم لوړیږي.

څیړونکي وايي، چې بای لینګول  ماشومان د لانجمنو مسایلو په حل ډير ښه پوهیږي او له ستونزې د حل او ورڅخه د ځان خلاصي په لارو چارو کې مخکښ دي.

څیړنه د ماشومانو د ارواپوهنې په ژورنال کې خپره شوې ده.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب