
هغه غلطیانې چې د پټ نوم یا پاسورډ ټاکلو پر مهال تکرارېږي
کله چې د یوه حساب د زاړه پاسورډ د بدلېدو یا نوي کېدو پرېکړه کېږي، نو ډېری خلک ښايي د پخواني هغه یو څو توري بدل کړي یا په آخر کې نور توري ور زیات کړي. دغه کار تاسې د هکرانو پام ته اړولی او د هغو منګولو ته مو سپارلی شي.
یوې څېړنې ډېری دغه غلطۍ په ګوته کړې چې خلک یې د پر لیکه حسابونو پر مهال ترسره کوي.
ګنګ وانګ، چې په ورجینیا کې د کمپیوټر ساینس یو څېړونکی دی، شاوخوا ۶۱ میلیونه بېنومه پاسورډونه راټول کړي دي چې بیا د پاسورډ برخې د مسؤل «ډاشلن» لخوا تحلیل او ارزول شوي دي.
په دغه څېړنه کې ټول پاسورډونه د کلونو په اوږدو کې معلوماتو ته د ناقانونه لاسرسي له امله لیک شوي دي. د معلوماتو له مخې ۱۶ میلیونه پاسورډونه مانا لرونکي جملې یا هغه پخواني پاسورډونه دي چې خلکو په تکراري توګه کارولي دي یا یې تر لږ تغییر وروسته بیا بیا کارولي دي، چې تر لسو کمو هڅو کې هک کېدای شي.
دا غلطۍ کومې دي؟
۱) د ګڼ شمېر حسابونو لپاره ورته شفر یا پاسورډ کارول.
څېړنه ښيي چې تر نیمایي زیات کسان ورته شفرونه یا پاسورډونه د ګڼ شمېر پر لیکه حسابونو لپاره کارولي دي. هو، دا خبره شاید سخته وي چې یو څوک دې خپل ټول ورځني کارېدونکي پاسورډونه تل په یاد وساتي، خو که چېرې ستاسې یو حساب هک شي، نو بیا تاسې حتما له خطر سره مخ کېږئ، ځکه پاسورډونه مو سره ورته دي.
۲) د پاسورډ لپاره د مجاورو تورو کارول.
د پاسورډ یادولو یوه اسانه لاره داده چې په کیبورډ یا لیکدړه کې مجاور یا څنګ په څنګ توري وټاکل شي، خو دا چاره چې تاسې ته یې یادول هومره اسانه ښکاري، بل ته یې پیدا کول هم ډېر ګران نه وي. د بېلګې په توګه: «1q2w3e4r»، «1qazxsw2»، «12345»، «zaq12wsx»، «1qaz@wsx»، «123qwe» یا داسې نور شفرونه باید تغییر شي او د نورو له پام څخه پټ وساتل شي.
۳) احساساتي پاسورډونه.
تاسې به ډېر خلک لیدلي وي چې پاسورډونه یې هم احساساتي وي او د نږدې ملګرې یا ملګري نوم سره یې مینه ښودلې وي. تر ټولو ډېرې دا ډول کلمې «ilove…» یا «ihate…» دي، چې دغه څېړنې یې په ډاګه کړې دي. یا یوه ډله خلک په ورځني ژوند کې قسمونه ډېر وایي او همدا توري یې د پاسورډونو برخه ګرځېدلي دي. بله ډله بیا له یو چا سره د نفرت ښودلو بل ځای او موکه نه وي موندلې، نو هغه یا هغې ته د ښکنځلو لپاره پاسورډ ټاکلی وي. څېړنه ښيي چې دې ټولو مواردو ته پام کول د رازونو خوندي کولو لپاره مهم دي.
۴) د مشهورو سوداګریزو نښانونو یا برانډونو کارول.
څېړنه ښيي چې خلکو مشهور سوداګریز نښانونه یا د کمپنیو نومونه لکه «Myspace»، «Coca-Cola»، «BMW»، «Ferrari» د شفر په ترکیب کې کارولي دي، چې په ډېره اسانۍ سره پیدا کېدای شي.
۵) د علاقې وړ کلتوري منابع.
څه فکر کوې؟ یو ځانګړی ګوند، فکر یا فلم په سمبول بدل شي او د اوسېدو خونه کې یادګار وساتل شي، که د پاسورډ په ترکیب کې ترې کار واخیستل شي، آیا دا کار ښه دی که نه؟
د دې کار پایله ډېره عجیبه وي، په ځانګړي توګه کله چې د یوه مشهور کتاب، فلم یا بل مؤثر سوداګریز څیز له نوم څخه شفر جوړ شي. ځکه ستا پوره شفر یا د شفر یوه برخه د بل انسان په ذهن کې له پخوا شته وي او ستا د شفر نوره برخه شاید د څو هڅو خبره وي.
که ته د کرکټ، فوټبال یا نورو ځانګړو لوبو مینوال یې، نو احتمال شته چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه فعالیت ولرې او د یوه یا څو لوبغاړو سرسخت مینوال پاتې شې. لکه څنګه چې اوس مهال ډېر افغانان د راشد خان مینوال دي او د هغه په اړه د زړه خبرې په فېسبوک او ټویټر لیکي.
څېړنه کې د «لیورپول»، «چلسي»، «بارسلونا» یا د هند «IPL» د مشهورو کرکټ لوبغاړو نومونه لیدل شوي دي. نو په دې توګه دا ښه خبره نه ده چې د خپلې خوښې لوبډلې یا لوبغاړو نومونه په خپلو پاسورډونو کې وکاروو، بلکې تل باید هڅه وشي چې پېچلي پاسورډونه غوره کړو.
محمد خالد وحیدي







