هغه خویندو لپاره چی راډیویی اوتلویزیونی خپرونو ته زنګونه وهي

هغه خویندو لپاره چی راډیویی اوتلویزیونی خپرونو ته زنګونه وهی په غور سره یی ولولی

دراډیو ژورنالیست

ګراني خورکي دزړه په غوږو يي واوره

ګراني خورکۍ! څه دي راوړی خپروني ته؟

ګراني خورکۍ! ږغ مو زيات ښکلی او مینه ناک دی!

ګراني خورکۍ! څه ډول کالي دي اغوستي دي؟

ګراني خورکۍ! مینه مو کړې، بریالۍاو که ناکامه سوې یې؟

ګراني خورکۍ! خاطره راسره شریکه که، په مينه يې اورو!

ګراني خورکۍ! یو غزل موږ او اورېدونکو ته ووایه!

ګراني خورکۍ! څه ډول رنګ دي خوښ دی او ولي؟

ګراني خورکۍ! نامزاده شوی یی او کنه؟

ګراني خورکۍ! څه دی پخ کړی او کوم قتع دی خوښیږی؟

ګراني خورکۍ! په کور کی په څه کار مصروفه یی؟

ګراني خورکۍ! زمونږ خپرونی تعقیبه وﺉ او کومه خپرونه دی خوښیږی؟

ګراني خورکۍ! زمونږ د فلانی خپرونی کوربتوب څوک کوی نوم یی واخله؟

ګراني خورکۍ!که لګ ځای ته مو تغیر ورکړی چی تر څو مو مونږ ته اواز خه صفا راشی؟

ګراني خورکۍ!په تعلیم کی مو څوک مرسته کوي؟

ګراني خورکۍ! په صنف کی څوم نمره یی؟

ګراني خورکۍ! په اینده کی څه کول غواړی څه باید درنه جوړه شی؟

ګراني خورکۍ!د رخصتی په ورځ مو کوم ځای ته چکر وهلی وو او څه مو خوښ شول او څه مو ولیدل ؟ او همداسی نور د فحش او عریانی خبری به کوی

عجبه فالتو، بې ضرورته او بې معنا خبري!

دا په افغانستان کي داسي رسنۍ دي چي پخپلو خپرونو کي د ادب، شعرونو، ټوکو او تفریح  تر عنوان لاندی فحاشی ته وده ورکوی په یو خپرونه کي یو پېغله نجلۍ غیرمحرم ناځوانه نارینه ته زنګ وهي او بیا پر اړیکه باندي شهوت زېږوونکي زمزمې، بې حیاء، فاحشي مجازي جملې، بیتونه، شخصي پوښتني او فتنه ګري، شیطاني خوږې خبري ورسره وایي او کوي یې؛

نه پوهېږم چي ددې بې ادبو پېغلانو والدین یا مشران چیري وي چي دې رسنیو ته زنګونه وهي؟!

ایا د خور او د ورور د نوم څخه دومره بده استفاده کول ناځواني نه ده؟!

ایا دا د کرونا د الهي عام عذاب څخه لا نه دي متأثره سوي؟!

ایا اصلاحي، اسلامي او ادبي خپروني مو یوازي تر روژې معطله کړي وې؟!

ایا ددې ویاند خور که د یوې بلي رسنۍ ویاند ته په تلیفون کي داسي په مینه، عِشق او شهوت سره بیتونه ووایي، دده ضمیر او وجدان بې قبوله کړي دا کړنه؟!

مطلق د ښځي اواز بغیر د ضرورت څخه حرام او عورت دی، نو زمزمې، مسخرې او بې ضرورته خبري بیا…؟!

ایا داسي اړیکي به د ټولني فساد ته پراخي ور نه کړي؟!

ایا پر دې موضوع باندي د لیکوالانو او مسئولینو لخوا بحث کول، لیکني کول اړین نه دي؟!

ایا په داسي موضوعاتو کي د اطلاعاتو کلتور ریاست غړي او نور چارواکي مسئول نه دي؟!

د اسلامي او پښتني احساس له مخي موږ مسئول نه یو چی صرف ددې فتنو اړوند یو ږغ پورته کړو؟!

ایا ددې خلګو مسلماني یوازي تر روژې پوري محدوده وی چي اسلامي خپروني او نعتونه نشروی؟!

د اسلام له نګاه څخه د ښځي آواز هم د ستر له ډولونو څخه یو دی. چى دا حال مو په هيواد کى روان وى سنګه به مو الله تعالى دعاګانى قبولى کړى سنګه به الله تعالى پر مونږ رحم وکړى

ستاروره خاکسار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب